لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجنوبي وزیرستان انتظامي اؤ عدالتي دفترونه دې خپلې ضلعې ته منتقل کړی شي،دپیپلز ګوند غوښتنه


دجنوبي وزیرستان مرکز واڼا کې پاکستان پیپلز ګوند داحتجاجي مظاهرې پرمهال غوښتنه کړې چې په سیمه کې د حکومتي واک پرځایې کولو د دعوؤ وروسته دې د ضلعې ټول انتظامي دفترونه او عدالتي نظام بیرته خپلې ضلعې ته انتقال کړی شي.

دا مهال د جنوبي وزیرستان دانتظامیې د دفترونو ترڅنګ د عدالت وداني هم په یوه بله ضلعه ټانک کې شتون لري.

د سیمې اوسیدونکي وايی درې کاله وړاندې اساسي قانون کې دترمیم دلارې قبایلي سیمې په خېبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شوي خو په سیمه کې د انتظامي ادارو د دفترونو او عدالتي نظام د نشتوالي له امله دوئ اوس هم د پخواني ایف سي ار قانون په څېر حالاتو کې ژوند کوي.

د پېښور هايي کورټ لخوا په قبايلي ضلعو کې د عدالتونو لپاره دتیر کال دفرورۍ دمیاشتې په ۲۵ نېټه د پينځوؤ زنانه ؤ په شمول د ۲۸قاضیانو ټاکل کېدو اعلامیه جاري کړل شوې وه.

دا وخت د خېبر ضلعې لپاره په حیات اباد، د مومندو لپاره په شب قدر، د باجوړ لپاره په تېمرګره، د اورکزئ لپاره هنګو، د کرمې لپاره په ټل، د شمالي وزیرستان لپاره په بنو او د سويلي وزیرستان لپاره په ټانک کې عارضي عدالتونه جوړ کړل شوي دي.

د پیپلز ګوند فعال او په تیرو ټول ټاکنو کې خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ته کاندید عمران مخلص وزیر وي او ای ډیوه ته وویل چې سیمه کې د پولیس نظام فعاله نه دی، د امنیت، عدالت او انتظامي چارې هم هغه رنګه د اېف سي ار د نظام په رنګ روانې دي.

هغه زیاته کړه عدالتي نظام او د انتظامیې دفترونه په یوه بله ضلع ټانک کې جوړ کړی شوي دي چې د خلکو په اسانه رسايي ورته نشته، دغه ولس اوس هم د اپیل، وکیل او دلیل دحق نه محرومه دی.

هغه زیاته کړه چې دسیمې یو شمېر خلک د کمزوري پولیس نظام او عدالتونو د نیشتوالي له امله په وړو وړو مقدماتو کې په جېلونو کې پراته دي.

عمران مخلص وزیر وایي د انتظامي دفترونو د نشتوالي له امله د سیمې اوسیدونکي د یو ډومیسایل جوړولو لپاره یوې بلې ضلعې ټانک ته سفر کوي چې بلها مصرف پرې کیږي.

هغه وویل هرکله چې حکومت د امنیت دټینګښت دعوې لري بیا دې انتظامي او عدالتي دفترونه دخلکو اسانتیا لپاره خپلې ضلعې جنوبي وزیرستان ته انتقال کړی شي.

د پاکستان پیپلز ګوند دجنوبي وزیرستان مشر امان الله وزیر وویل په صوبه کې دوئ دې لپاره شامل شوي چې ددوئ به د پاکستان اساسي قانون ته لاس رسی وشي خو درې کاله وروسته هم خلکو ته د ایین او قانون سره سم د تحفظ، ترقۍ او بحالې بنیادي حقونه نه ورکړل کیږي.

هغه وویل د صوبې د ستر عدالت هایي کورټ د لارې فیصله شوې چې ټول انتظامي دفترونه دې خپلې ضلعې ته بېرته انتقال کړل شي خو حکومت دا پریکړه نه عملي کوي.

صوبايی حکومت په وروستیو کې ویلي وؤ چې د قبایلي ضلعو دفترونه دې اړونده ضلعو ته انتقال کړی شي خو امان الله وزیر تور پورې کړو چې ځایي انتظامیه او پولیس د صوبې حکومت ته ویلي چې د ضلعې حالات لا سم نه دي او دوئ امنیت نه شي ورکولی.

وایس اف امریکه ډیوه په دې اړوند د صوبې او د ضلعې حکومتي چارواکو سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو.

د جنوبي وزیرستان د انتظامیه دفتر نه ډیوه ته دومره وویل شول چې دا مهال د ضلعې ټولې انتظامي او عدالتي چاري په ټانک ضلعه کې ترسره کیږی او یوازې واڼا سب ډویژن کې دمرستیال کمیشنر دفتر فعال دی.

انتظامیه وایي دوئ ته چې کله د صوبې حکومت نه کومه لاښوونه وشي هغه به عملي کوي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG