لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

وزيرستان کې دوه هدفي وژنې شوي، د ماين چاودنو د اغېزمنو پرلت په شپږمه ورځ دوام لري


په جنوبي او شمالي وزیرستان کې دوه بیلا بیلې هدفي وژنې شوي چې پکې د علاقې یو مشر او یو ځوان وژل شوي دي، بل لور ته په جنوبي وزیرستان کې په ځمکه کې د ښځو ماينونو يا لېنډ ماین چاودنو ښکار کسانو احتجاجي پرلت نن په شپږمه ورځ هم دوام لري.

چارواکي وایي د هدفي وژنو پېښې تیره ورځ د شمالي او جنوبي وزیرستان په رزمک او میروبي سیمو کې شوي پولیسو سره مقدمې د نا مالومه کسانو پرضد درج شوي او پلټنې پېل کړي دي.

د چارواکو په خبره لومړۍ پیښه تیره ورځ د جنوبي وزیرستان مکین تحصیل په میروبي سیمه کې شوې چې یو ځوان پکې په ډزو سره وژل شوی دی.

د مکین تانې چارواکو تایيد کړه چې دغه ځوان خېر الله نومیږي او کورنۍ یې ورته ویلي چې دوی کومه دوښمني نه لري او مقدمه یې د نا مالومه کسانو پرضد درج کړې ده.

د علاقې خلک وايي میروبې په تیرو وختونو کې د وسله والو خوندي ځاله وه خو د 2009م راه نجات عملیاتو وروسته پکې دا لومړۍ هدفي وژنه ده.

چاواکي وایي بله د هدفي وژنې پیښه د شمالي وزیرستان انتهايي پرامنه او سیلګرۍ سیمه رزمک کې شوې د رزمک تانې پولیسو په خبره یو ځایي مشر تیر ماښام د کور سره نزدې په ډزو وژل شوی دی، پوليس وايي کورنۍ يې په چا دعویداري نه ده کړې او پولیسو مقدمه درج کړې پلتنې يې پېل کړي دي.

د شمالي وزیرستان د ځوانانو تحریک یوت اف وزیرستان په نوم غیر دولتي تنظیم د شمیرو تر مخه سږ کال تر دې مهاله نزدي 50 کسان د هدفي وژنو په پیښو کې وژل شوي چې پکې څلور زنانه هم شاملې دي او د ضرب عضب عملیاتو نه را په دې خواه 409 کسان د هدفي وژنو ښکار شوي چې پکې د علاقې مخور مشران، افسران، ځوانان او زنانه وژل شوي دي.

د علاقې نه د صوبایي اسمبلۍ غړی میر کلم وزیر د تازه هدفي وژنې په اړه په ټیوتر لیکلي.

په شمالي وزیرستان کې بیا هدفي وژنې رزمک يو قومي مشر د نامالومو وسله والو په ډزو ووژل شو د کلونو عملیاتو باوجود هم شمالي وزیرستان د ناکراریو مرکز دی. هیڅوک زمونږ د نسل وژنې په اړه جدي نه دي.

په شمالي وزیرستان کې په کال 2014 کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب نومی پوځي عملیات شوی او دغه علاقې پاکې ګرځول شوې خو بیا هم د علاقې نه د هدفي وژنو او ناامنۍ د پېښو خبرونه ترلاسه کیږي.

د علاقې پولیس او نور حکومتي چارواکي دعوې کوي کله نه چې دا سيمې په صوبه کې شاملې کړی شوي حالات پکې ښه شوي دي.

بل خوا په جنوبي وزیرستان کوټکې سیمه کې د لېنډ ماین چاودنو ښکار شوي کسانو احتجاجي پرلت نن په شپږمه ورځ هم دوام لري او دغه احتجاج کونکي څلور غوښتې لري.

په ياد احتجاج کې ګډون وال یا خو د معذورانو په کرسۍ( وېل چيئر) او يا ټانکورونه په لاس دي، او ډېرو ته پکې پلاسټکي پښې هم لګېدلي دي.

په احتجاجي پرلت ناست کسان وايي،

یو دا چې لېنډ ماينونه يا په ځمکه کې ښخ ماينونه دې په مکمله توګه پاک کړی شي، د ماین چاودنو ښکار کسانو ته دې د علاج لپاره مرستې ورکړل شي، دوی ته دې نوکرۍ یا وظیفې ورکړل شي او څلورمه غوښتنه کوي چې د کومو کسانو د څارو تاوان شوی هغه تاوان دې ورته ورکړی شي.

انتظامیه وايي د احتجاج کوونکو سره يې لیدلي او د دوی غوښتنې يې د لوړ پوړو حکومتي چاوراکو سره شريکې کړي دي.

د پرلت یوه ګډون وال رحمت شاه وویل انتظامیه د دوی نه پینځه ورځې وخت غوښتی خو وې ويل چې د دوی احتجاج به تر هغه روان وي تر څو غوښتې نه وي منل شوي.

په جنوبي وزیرستان کې د لېنډ ماین چاودنو کره شمېره نه ده مالومه خو د پشتون ژغورنې غورځنګ یوه مهمه غوښتنه په علاقه کې د لاینډ ماین پاکولو هم ده.

پي ټي اېم وايي یوازې د جنوبي وزیرستان په دوه سب ډویژنو لدها او سروکۍ کې د 2016 نه را په دېخوا د 300 نه زیات کسان د لېنډ ماین چاودنو ښکار شوي چې پکې زیاته شمېره د زنانه او ماشومانو ده. او په زياته شمېره کې پکې د خلکو څاروي او ځنګلي ځناور هم مړه شوي دي.

د پي ټي مشر منظور پشتین دې احتجاجي پرلت ته ویلي د دوی غوښتې دې د انساني حقونو په بنیاد اومنل شي ځکه چې دوی کوم د قدرتي افت نه بلکې د جنګ له امله ښخ کړی شوو بارودي سرنګونو ښکار شوي دي.

د سیمې مرستیال کمشنر فرحان خان ويلي کره شمېره نه لري خو چې څومره پېښې شوي حکومت ورسره د پالیسۍ سره سم علاج او امدادي مرستې کوي.

هغه ویلي د لېنډ ماین يا په ځمکه کې د ښخو ماينونو پاکولو په اړه هم کار پېل کړی شوی دی، او دا لویه ستونزه ده چې دلته په زیات شمېر سره دا رقم چاودنې کیږي او باید خلک هم د دې نه ډډه وکړي کومې علاقې ته چې د تګ راتګ اجازه نه وي هلته دې نه ځي او د حکومت په لارښوونو دې عمل وکړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG