لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډالر مقابله کې پاکستاني روپۍ خپل ارزښت نور هم بایللی


دامریکایي ډالر په مقابله کې پاکستاني روپۍ خپل ارزښت نور هم بایللی او پوهان وایي دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان او مرکزي غیر ملکي زرمبادله ذخیره په ریکارډ کچه زیاته ده.

دپوهانو په وینا دا مهال دپاکستان درامدات زیات دي او پاکستان کې ډالر کم دي او غوښتنه یې زیاته ده او ددې له امله دپاکستان روپۍ دفشار لاندې ده او نرخ یې پرله پسې کمیږي.

د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وایي د پاکستان درامدات زیات شوي او په تیره میاشت جولایي او اګست کې دمیاشتی په حساب درامدات د شپږ اربه ډالره نه زیات شوي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل په پاکستان کی د درامداتو د زیات والي له امله د ډالر غوښتنه زیاته ده او د هغې له امله په پاکستاني روپۍ فشار زیاتیږي.

دپاکستان مرکزی بینک وایي ‌دا وخت په پاکستان کې غیر دملکي زرمبادلې ذخیره د ۲۷ اربو ډالرو نه زیاته ده او یوازې د اسټیټ بینک ذخیره ۲۰ اربه ډالره ته رسیدلې ده خو انټر بینک مارکیټ کې د ډالر بيعه ۱۶۸روپي او ۴۳ پیسې ده .

د پیسو دتبادلې کاروباریان وایي په تیرو ۴ میاشتو کې دپاکستاني روپۍ په پرتله ډالر ۱۵ روپۍ او ۷۴ پیسې ګران شوی او په دې کې ۱۰ فیصدي نه زیاته اضافه شوې ده.

پوهان وايي په کال ۲۰۱۹ کې د پاکستان حکومت د شپږو اربو ډالرو د پور تړون لاس لیک کړی ؤ چې پکې دا شرط هم ؤ چې پاکستاني کرنسي یا روپۍ به په مارکیټ کې ازاده پریښودل کیږی او مرکزی حکومت به د روپۍ په بيعه کې مداخلت نه کوي.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وایي د روپۍ بيعه د درامدي بل د زیاتوالي په وجه غورځېږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي اسټیټ بینک د روپۍ د کنټرول ساتلو دپاره په مارکیټ کې مداخلت نه کوي او دپاکستان کرنټ اکاونټ مخ په زیاتوالي روان دی او دروپۍ قیمت غورځېږي.

پوهان وایي روانه میاشت په ستمبر کې دپاکستانی روپۍ بيعه په ایشیائی هیوادونو کې تر ټولو کمه ده او په تیرو ۱۳ میاشتو کې د ۱۳ کرنسیو په مقابله کې تر ټولو کم نرخ لري

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG