لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان هوایي شرکت کابل ته د ګل په ورځ د الوتنو د بېرته پېلېدو خبر رد کړ


واشنګټن - د پاکستان هوايي شرکت (پي آی اې) د شنبې یا خالي په ورځ وویل، دوی لیواله دي چې له اسلام اباد څخه کابل ته د تجارتي (کمرشل) الوتنو د بیا پیلېدو چارې ګړندې کړي خو په دې برخه کې کومه وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.

د پي آی اې یو ویاند عبدالله خان امریکا غږ ته وویل، د الوتنو د بېرته پیلېدو څخه د مخه ځینې کارونه پاتې دي ځکه تر الوتنو مخکې باید په هوايي ډګر کې ځینې کارونه تنظیم شي.

خان وویل، د رسنیو هغه راپورونه چې دغه الوتنې به د ګل یا دوشنبې په ورځ پیلېږي سم نه دي.

هغه زیاته کړه، ځینې نړیوالې ادارې او په کابل کې ځینې ماموریتونه په منظمه توګه له پي آی اې سره په اړیکه کې دي او له دوی څخه یې د چارټر الوتنو د پیلېدو غوښتنه کړې، مخکې له دې چې دغه شرکت د دې کار لپاره اجازه ترلاسه کړي.

خان وویل، "په حقیقت کې مونږ کابل ته د چارټر الوتنو د اجازې غوښتنه کړې او رسنیو همدا خبره داسې خپره کړې چې پي آی اې غواړي د سپټمبر له ۱۳ نېټې څخه کابل ته خپلې منظمې الوتنې پیل کړي خو داسې خبره نه ده.

هغه وویل، ځینې ځانګړي څېزونه مخکې له دې چې کابل ته الوتنې وشي باید ترسره شي خو هغه په دې اړه نور معلومات ور نه کړل چې دا کوم پړاونه دي چې د پي آی اې له الوتنو مخکې باید بشپړ شي.

د کابل هوايي ډګر له افغانستان څخه د ۱۲۰۰۰۰ امریکایانو او د هغوی د متحدینو د تخلیې په بهیر کې سخت ویجاړ شوی وو چې په دغه بهیر کې د امریکايي‌ ځواکونو وتل هم د اګسټ په ۳۰ نېټه د شپي له نیمايي څخه څو شیبې مخکې بشپړ شول.‌

طالبانو چې د اګسټ په ۱۵ نېټه یې په کابل کې واک ترلاسه کړی هڅه وکړه چې د قطر او عربي متحده اماراتو پر تخنیکي مرسته هوايي ډګر بېرته فعال کړي.

د اریانا افغان هوایي شرکت تېره اونۍ کورنۍ الوتنې هم پیل کړې دي.

قطر اېروېز هم په دې اونۍ کې له کابل څخه چارټر الوتنو کې ۲۵۰ بهرني اتباع له افغانستان څخه ویستي دي او دا هغه امریکایان وو چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د تخلیې په ورځو کې د ګډوډۍ له امله په دې نه و توانېدلي چې له کابل څخه ووځي.

بشري ناورین:

په ورته وخت کې چارواکو د شنبې یا خالي په ورځ وویل، د پاکستان د حکومت لخوا په مرستو بار دریمه الوتکه هم په کابل کې کوزه شوې ده.

د پاکستان لخوا په دې بشري مرستو کې، خواړه او درمل شامل وو او پلان لري چې په راتلونکو ورځو کې د نورو داسې توکو د لېږلو پلان هم لري تر څو د طالبانو له حکومت سره مرسته وکړي چې د خلکو بشري اړتیاو ته ځان ورسوي.

ملګري ملتونه وايي، افغان ماشومان، مېرمنې او سړي د لسیزو جګړو او ناخوالو سره مخ شوي او په بیړه خواړو، درملو، روغتیايي خدماتو او نورو اړینو توکو ته اړتیا لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG