کابل کې دپاکستان سفیر منصور احمد خان دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدلي اؤ ورسره یې په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.
دپاکستان سفیر منصور احمد خان دسه شنبې یا نهې په ورځ په ټویټر لیکلي دافغانستان دبهرنیو چارو نوي وزیر سره لیدنه کې یې د دوه اړخېزه اړیکو په پیاوړي کولو اؤ په ځانګړي ډول بشري اؤ معاشي څانګو کې دمرستو په غځولو اؤ د ولسونو ترمنځ په راشه درشه خبرې کړې دي.
پاکستاني سفیر ددې لیدنې نور جزئیات نه دي ښودلي خو دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې امریکې په پاکستان غږ کړی ترڅو چې طالبانو دنړیوالې ټولنې غوښتنې نه وي منلي باید پاکستان د دوئ حکومت په رسمیت ونه مني.
طالبان په ۱۵م ستمبر کابل ته ورننوتلي وؤ اؤ تیره اوونۍ یې خپل حکومت اعلان کړی خو تر دې مهاله طالبانو سره دنزدې اړیکو لرلو باوجود پاکستان لا په رسمي توګه دطالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی.
دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد درې ورځې وړاندې ویلي وؤ دطالبانو دحکومت په رسمیت د منلو پرېکړه به وزیراعظم عمران خان کوي .
تر دې وړاندې نورو پاکستاني چارواکو دا هم ویلي وؤ چې دطالبانو دحکومت په رسمیت دمنلو په چاره کې به پاکستان دنړۍ ګامونو ته ګوري.
امریکا، ملګري ملتونه اؤ دنړۍ ګڼ نور هیوادونه دطالبانو لخوا په اعلان کړل شوې کابینه نیوکې کوي اؤ وایي د دوئ په حکومت کې ښځو، ځوانانو اؤ لږکیو ته نمایندګي نه ده ورکړل شوې .
طالبانو دکابل نیولو نه مخکې اؤ وروسته ژمنې کولې چې یو داسې ټول شموله حکومت به جوړوي چې دافغانستان ټولو خواؤ ته به پکې استازیتوب ترلاسه وي خو وروسته چې کله هغوئ خپله لنډمهاله کابینه اعلان کړه نو یوازې دخپلې ډلې خلک یې په مهمو چوکیو وګمارل.
دطالبانو لخوا دحکومت اعلانولو نه څو ورځې وړاندې دپاکستان دپوځي استخباراتي شبکې ایي ایس ایي مشر جنرال فیض حمید هم کابل ته سفر کړی ؤ چې په دغه سفر په ټولنیزو رسنیو سختې نیوکې شوې وې اؤ پوښتنې راولاړې شوې وې چې هرکله کابل کې یو حکومت نشته نو جنرال فیض حمید دچا په بلنه اؤ دکوم غرض دپاره کابل ته تللی دی؟
په پاکستان د پیل راهسې دطالبانو دملاتړ تورونه لګول کیږي خو پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې یې یوازینۍ موخه سوله اؤ امن لټول دي