لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سږکال اتوؤ میاشتو کې نور 1201 کسان لادرکه کړل شوي اؤ د225 تنانو مړي موندل شوي،کمیشن


پاکستان کې په جبري توګه د بې درکه شوؤ کسانو د قضيو د هواري کمیشن ویلي چې د کال 2021 په لمړو اتوؤ میاشتو کې نور 1201 کسان په جبر لادرکه کړی شوي دي.

د کمیشن لخوا جاري شوؤ تازه شمېرو کې ويل شوي چې په دې موده کې د 225 لا درکه شوؤ تنانو مړي موندل شوي او 911 کسان دا وخت د پوځ د څار لاندې حراستي مرکزونو کې بندیوان دي چې پکې تر ټولو زیات 757 لادرکه کسان د پوځ د څار لاندې د خېبر پښتونخوا په حراستي مرکزونو کې پراته دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال او په صوبه کې د لادرکه کېدونکو تنانو د قضيو ثبت کوونکی عالم زېب مسید وي او ای ډيوه ته وايي ددوئ د شميرو ترمخه اوس هم د څلورو زرو نه زيات پښتانه لادرکه تنان د پوځ په حراستي مرکزونو کې قید دي.

د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري په دې وروستیو کې ويلي وؤ چې په جبر لا درکي د جرم ګرځولو قانوني مسوده جوړه شوې ده او دا به ډېر زر د قامي اسمبلۍ او سېنټ نه منظوره کړی شي.

د لادرکه کسانو دموندنې دکمیشن د وېبپاڼې څخه د ترلاسه شوؤ شمېرو له مخې سږکال د تېر مارچ په میاشت کې په جبري توګه د لادرکۍ تر ټولو زیاتې 714 پېښې رپورټ شوې دي.


کمیشن وايي د مئ په میاشت کې د جبري لا درکیو 145 او د فرورۍ په میاشت کې 144 پېښې درج شوي دي.

دکمیشن د شميرو تر مخه دتېرو پينځوؤ کلونو په پرتله دسږني کال په لومړيو اتوؤ میاشتو کې د کمیشن سره په زور د لا درکيو تر ټولو زیاتې پېښې دې ادارې ته رپورټ شوې دي.

د کمېشن د شميرو په اساس کال 2016 کې کمیشن ته د جبري لا درکيو ټولې 782، کال 2017 کې 868, کال 2018 کې 1098, کال 2019 کې 800 او تير کال 2020 کې 415 د لا درکۍ پېښې رپورټ شوې وې.

په جبر د لادرکه شوؤ کسانو د قضيو د کتلو کمیشن وايي تر اوسه دوئ ته د جبري لا درکيو 8122 کېسونه تر لاسه شوي او په دې کې په 5853 قضيو باندې کار بشپړ شوی خو کمیشن د درج شوؤ 2269 بې درکه کسانو درک نه دې لګولی.

د لادرکه تنانو کمیشن وایي دوئ سره په ثبت شوؤ کېسونو کې 3088 کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

کمیشن وايي چې خپلو کورونو ته په بېرته تللو لادرکه کسانو کې تر ټولو زیاته شمیره د بلوچستان صوبې د اوسېدونکو ده او تر اوسه پورې 970 بلوڅان خپلو کورونو ته بېرته ستانه شوي دي.

دغه راز په پنجاب صوبه کې 718 لا درکه شوي کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي او په خېبر پښتونخوا کې خپلو کورونو ته د بېرته تلونکو لادرکه کسانو شمیر 515 ښودل شوی دی.

کميسيون وايي په جبري توګه لا درکه تنانو کې دا وخت 911 کسان د پوځ دڅار لاندې په حراستي مرکزونو کې او نور 571 کسان د هېواد په بېلابېلو جېلونو کې قید دي.

د کمیشن شمېرې ښايي چې دا وخت د پوځ دڅار لاندې حراستي مرکزونو کې دبندیوانو زياتره تنانو تعلق د خېبر پښتونخوا صوبې سره دی چې شمیره یې 757 ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالم زېب مسید ډيوه ته وايي تر ټولو زیات پښتانه د سوات او د هیواد د قبایلي ضلعو څخه لا درکه کړی شوي دي.

دی وايي دغلته چې څومره تنان په جبر لادرکه کیږي د هغې په پرتله ډېر کم خلک راخوشې کولی شي.

دی مخکې وايي په پخوانيو قبایلي سیمو او سوات کې داسې کور نشته چې څوک یې ورک نه وي.

هغه وايي "زموږ سره درج شوې شمېرې وايي د څلور نيم زرو څخه زيات کسان د پوځ په حراستي مرکزونو کې قید دي او کېدای شي چې په دې کې ځنې کسان ژوندي نه وي پاتې شوي"

نوموړی وايي دترهګرۍ پر ضد جګړه چې د امریکا د افغانستان څخه تر وتلو وروسته پائ ته رسېدلې ده اوس دپوځ د حراستي مرکزونو د شتون جواز نه دی پاتې شوی او باید دا مرکزونو ختم کړی شي.

پاکستان د بشري، پښتنو او بلوڅو د حقونو مبارزين د خلکو په جبر دلا درکه کولو تورونه د هیواد د پوځ په استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ دا ردوي او وايي کېدای شي دا کسان د بلوچ بېلتون پاله ډلو په ليکو کې شامل شوې وي او د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي وي او یا افغانستان ته اوښتي وي.

د بشري حقوقو مرکزي وزيرې شيرين مزاري په دې وروستیو کې ويلي وؤ چې په جبر لا درکه کول ديو جرم ګرځولو په اړه قانوني مسوده یې چمتو کړې ده او دا به ډېر زر د قامي اسمبلۍ او سېنټ څخه منظوره کړی شي.

دستمبر په دريمه نيټه خپله یوه مرکه کې نوموړې ویلي وو دا يوه مهمه قانون سازي ده او په دې کې رياست جوابده ګرځول شوی دی.

هغه وايي مونږ ټولې اړونده خواوې په دې سلا کړي چې جبري لادرکي نه د رياست لپاره ښه ده او نه د اولس لپاره ولې چې ددې له کبله رياست بدنامېږي.

د کمیشن په دې تازه شمېرو کې ویل شوي چې د کمیشن سره په ثبت شوو کېسونو کې د 225 لا درکه شوؤ کسانو مړي هم موندل شوي دي چې د 67 کسانو تعلق پکې د پنجاب صوبې سره دی او د 61 مړو کسانو تعلق د خېبر پښتونخوا سره دی.

د کمیشن د شمېرو له مخې په تېرو شپږو کلونو کې په درج شوو کېسونو کې یې داسې 1058 قضيې خارج کړي چې کورنیو یې د جبري لا درکۍ په توګه درج کړې وې .

خو وايي مالومه شوې وه چې دغه کسانو په خپله خوښه کورونه پریښودلي وو.

په پاکستان کې په کال 2011 کې د بې درکه کسانو د قضيو کتلو لپاره دا سرکاري کمېشن جوړ شوې ؤ خو د لا درکه کسانو کورنۍ او د قانون پوهانو نړیوال تنظيمونه د کمیشن د کار کردګۍ څخه مطمین نه دي او وايي په تېرو لسو کلونو کې دغه کمیشن هېڅ د پام وړ لاس ته راوړنې نه دي کړي او نه يې تراوسه د خلکو په لادرکیو کې ککړ کسان په ګوته کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG