لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه پوهان وايي په پښتنو کې د حقاني په نوم قبيله نشته


د پاکستان وزیراعظم عمران خان چې د امریکې د (سي اېن اېن) ټيلي ويژن سره په مرکه کې ویلي، حقاني د پښتنو يوه قبيله ده چې په افغانستان کې اوسيږي، خو پښتانه پوهان وايي د حقاني په نوم د پښتنو قبيله نشته.

د پاکستان د وزیراعظم عمران خان نه د سي اېن ېن په يوه مرکه کې پوښتنه شوې چې پاکستان د حقاني شبکې په ګډون طالبانوته پناه ورکړې، حقاني شبکې چې په افغانستان کې په بهرنيو ځواکونو يو شمېر وژونکي بریدونه کړي د بريدونو زمه وارۍ يې منلي دي.

عمران خان ځواب کې ويلي، امریکا پوهه نه لري چې حقاني شبکه څه شی دی؟، حقاني يوه پښتنه قبيله ده چې په افغانستان کې اوسي.

پښتانه پوهان وايي په پښتنو کې حقاني قبيله نشته

پښتون څيړنکار او تاریخ پوهه فرهاد محمد غالب ترين وايي، په پښتنو کې د حقاني په نوم قبيله نشته البته هغه چا چې د خېبرپښتونخوا د نوښار ضلعې په دارالعلوم حقانيه کې زده کړې کړي او سندونه يې اخستي دي هغوی د خپل نوم سره حقاني ليکي، نو په دغه مناسبت سره په افغانستان کې هغه خلک چې د حقاني مدرسې نه یې زده کړې کړي هغوی د خپل نوم سره حقاني ليکي خو دا کومه قبيله نه ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د پښتنو په قبيلو يا خېلونو کې د حقاني په نوم کومه قبيله يا خېل نشته، حقاني قبيله ويل سمه خبره نه ده.

د تاريخ استاز ډاکټر اسفنديار خان درانی چې د انګرېز پرضد د پښتنو په مزاحمت يې پي اېچ ډي کړې ده، وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل د پښتنو په تاريخ کې د حقاني کومه قبيله نشته، او نېټ ورک ته قبيله نه شي ويل کېدی، نېټ ورک د يو خاص مقصد يا خاص هدف دپاره جوړ شوی وي.

د قبيلي د پېژندګلو په اړه نوموړی وايي، قبيله هغه وخت جوړه شوې چې د يو نسل خلک يو ځای راټول شوي يو ځای اوسيږي د هغو د وينې خپلوي وي هغه قبيله وي او قبيلې د مخکې نه جوړې دي.

هغه ويل لکه د کوم پوهنتون يا ادارې نه چې څوک فارغ شي لکه د قايداعظم پوهنتون نه فارغ شوي د ځان سره قاييدين ليکي دغه شان د حقاني مدرسې نه فارغ شوي د ځان سره حقاني ليکي.

پوهان فضل رحيم مروت هم وايي، حقاني قبيله نه خو په پښتنو کې شته او نه په افغانستان کې په ازبکواو تاجکو کې د حقاني په نوم قبیله شته.

هغه وويل لکه د ديوبند نه سبق ویونکي د ځان سره ديوبندي ليکي او د بريلوي مکتبه فکر والا د ځان سره بريلوي ليکي دغه شان د حقاني مدرسې نه فارغ کسان هم د ځان سره حقاني ليکي.

پښتون تاريخ پوھه سلیمان کامل ھم لکه د نورو کار پوھانو وایي ھغه ھم په لوستي تاريخ کې د حقاني قبیلې نوم لیدلی دی.

وي او اې ډیوہ سرہ په خبرو کې ھغه وویل د پرون راھسې چې یې د عمران خان بیان اورېدلی دی د ھغې وروسته یې څلور نور کتابوه بیاکتلي دي خو بیا یې ھم کوم داسې خبرہ نه دہ لیدلې او نه یې کوم لیدلی چې د حقاني په نوم د پښتنو کومه قبیله شته.

په ټولنيزو رسنيو هم د عمران خان دغه وېنا ته غبرګون ويل شوی دی.

ډاکټر محمد تقي په ټويټر ويلي،

حقاني د پښتنو قبيله نه ده، پاکستاني عالم مولانا عبدالحق چې دارالعلوم حقانيه يې جوړه کړې او دا د جهاديانو دپاره يو ډول کالج وو، جلال الدين په 1970کې د حقاني نوم اخستی او هغه په قبيله ځدران دی.

د طالبانو په کابينه کې حقانيان

په وروستيو کې چې طالبانوپه کابل کې خپله کابينه اعلان کړې چې پکې د حقانیه مدرسې د وياند مولانا يوسف شاه په وېنا د اته وو پورې وزیرانو د حقانيه مدرسې نه زده کړې کړي، شامل دي.

امریکې د طالبانوپه کابينه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې وو 33 کسان چې طالبانو د کابينې اهمو عهدو ته اعلان کړي، لږ ترلږه څلور داسې کسان پکې شته چې د نومونو سره یې "حقاني" لیدل کیږي. په دې کې دوه یې معلومداره د حقاني شبکې د بنسټګر جلال الدین حقاني د کورنۍ هغه غړي دي چې د امریکا له اړخه یې په هر یوه باندې د میلینونو ډالرو انعام ټاکل شوی دی.

حقاني شبکه

د حقاني شبکې بنياد جلال الدين حقاني اېښودی وو، جلال الدين په قوم يا قبيله ځدران او پلارنۍ سیمه يې د افغانستان د پاکستان پولې ته نزدې خوست ولايت دی.

سراج الدین حقاني، د پخواني جهادي کمانډر جلال الدین حقاني زوی دی چې د پلار نه وروسته یې د حقاني شبکې مشري په غاړه اخیستې ده، او هغه اوس د طالبانو په اعلان شوې کابینه کې د داخله چارو نګران وزیر اعلان شوی دی.

سراج الدین حقاني په افغانستان کې په امریکایي قواوو او د مخکیني حکومت په افغان ځواکونو ګڼ شمېر خونړي بریدونه کړي دي. د مثال په توګه، د امریکا د اېف بي ايي اداره وایي چې په جنوري2008 کې د کابل په یو هوټل باندې برید د هغه کار ګڼل کیږي چې په کې د یو امریکني په شمول، شپږ تنه ووژل شوي وو. همدا شان په هغه دا تور دی چې په 2008 کال کې یې د صدر حامد کرزي د وژلو منصوبه جوړه کړې وه.

اېف بي ايي د سراج الدین حقاني په سر، د پينځه میلینه ډالرو انعام ايښی دی.

د سراج الدین حقاني تره (کاکا)، خلیل الرحمن حقاني هم د طالبانو په نوې کابینې کې شامل دی. هغه ته د مهاجرو د چارو وزارت سپارل شوی دی.

په خلیل الرحمن حقاني باندې هم امریکا پينځه میلینه ډالره انعام ايښی دی. په هغه دا الزام دی چې طالبانو ته یې چندې ټولولې، د طالبانو او حقاني شبکې له خوا نیول شوي اسیران یې ساتل، او د القاعده ډلې سره یې هم تعلقات لرل او ورسره یې د خلکو په برتي کولو کې مرسته کړې ده. امریکا خلیل الرحمن حقاني په فروري 2011 کې د نړېوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړی وو.

امريکې په کال 2012 کې حقاني ترهګره ډلې ګرځولې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG