لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: پاکستان دې په افغانستان کې رغنده رول ولوبوي


د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، "د پاکستان په شمول دې نور هېوادونه نه یواځې د امریکا سره بلکې د نړۍ سره په ګډه د افغانستان دپاره رغنده رول ولوبوي کوم څه چې امریکا د دوی سره شريک کړي دي".

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس ويلي، "مونږ د افغانستان په اړوند د پاکستان د مشرتابه سره پرله پسې په تماس کې يو او د افغانستان په اړه مو ورسره ځينې تفصيلي مالومات شريک کړي او بحث مو ورسره کړی دی".

د نېډ پرايس نه په خبري غونډه کې پوښتنه شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې امریکا د افغانستان په اړه د پاکستان سره اړيکو ته بيا کتنه کوي.

هغه په ځواب کې ويلي، "پاکستان پرله پسې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت خبره کوي، او امریکا د افغانستان په اړه د پاکستان او سيمې د نورو هېوادونو بيانونه او کړې ژمنې په نظر کې ساتي او دوی دې نه يواځې د امریکا بلکې د نړيوالې ټولنې سره په ګډه د افغانستان د خلکو په رغنده رول کې ملاتړ وکړي کوم ترجيحات چې ورسره مونږ شريک کړي دي".

هغه زیاته کړې "په دغو کې د بشري حقونو په اړه اندېښنې، هغه لاس ته راوړنې چې په تيرو 20 کلونو کې ترلاسه شوي، او د ترهګرۍ پرضد مبارزه چې ټول ورسره مخ يو، او دا خبره يقیني شي چې مونږ ټول په يوه لار يو، او د بهرنيو چارو وزير هم دغه خبره کړې ده".

د رويټرز د خبر ترمخه د ګل/دوشنبې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن په کانګرس کې د استازو د اېوان د بهرنيو چارو د کمېټۍ غړو ته په ښکاره اورېدنه کې ويلي وو، په راتلونکو اوونيو کې د پاکستان سره خپلو اړيکو ته بيا کتنه کوي او واشنګټن د افغانستان د راتلونکې په اړوند خپله تګلاره جوړوي.

هغه ويلي وو چې امریکا د پاکستان سره يو شمېر ګټې لري چې ځینې د امریکا په ګټه او ځينې ورسره په ټکر کې دي.

د بلينکن په خبره "په دې کې يوه دا چې (پاکستان) د افغانستان د راتلونکې په اړه خپل داوونه پرله پسې دوامداره ساتي، بله دا چې د طالبانو غړو ته پناه ورکوي او يوه دا چې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې يې په ځينو ځايونو کې زمونږ (امریکا) مرسته هم کړې ده".

په خبر کې ويل شوي وو په اورېدنه کې قانون جوړونکو استازو دا غوښتنه هم کړې وه چې دا وخت دی چې امریکا د پاکستان سره اړيکو ته بيا کتنه وکړي، بلینکن ویلي انتظاميه به يې ډېر زر دا کار وکړي.

د بلينکن د پاکستان د څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ویاند عاصم افتخار د زیارت/ پنجشنبې په ورځ (16 ستمبر) په اوونيزه خبري غونډه کې ويلي، مونږ په دغه بيان خبر يو او دغه بيان د پاکستان او امريکا د نزدې مرستو سره سمون نه خوري.

نوموړي د افغانستان د سولې د خبرو په عمل کې د پاکستان د رول يادګېرنه کړې کومې چې د هغه په خبره کامیابې شوي دي او زياته کړې يې ده د اشرف غني د حکومت غورځېدو وروسته یې د افغانستان نه د بهرنيانو په ویستو کې مرسته کړې ده.

عاصم افتخار ويلي، هغه دغه يادګېرنه هم کوي چې پاکستان د القاعده په ماتولو کې د امريکا سره مهمې مرستې کړي کوم چې د نړیوال اتحاد بنيادي هدف وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG