د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) دوه غړي ګيله من پشتين او عيد رحمان پوليسو ته د دوه ورځو په ريمانډ ورکړي دي، د پي ټي اېم مشران وايي دواړه فعال يې پرون په 21 ستمبر د شمالي وزیرستان عدالت چې په بنو کې دی پوليس ته حواله کړي دي.
د پي ټي اېم د بنو کمېټۍ ممبر عبدالصمد خان وي او اې ډيوه ته وويل په ګيله من پشتين او عيد رحمان د مې په مياشت کې د دته خېل د پي ټي اېم د جلسې پرضد جوړه مقدمه کې دوه ورځې وړاندې پولیسو نيولي او پرون يې په بنو کې عدالت ته وړاندې کړي وو.
د نوموړي په وېنا د روان کال په 26 مې پي ټي اېم په دته خېل کې د خړ کمر د پېښې په ياد کې جلسه راجوړه کړې وه او د ھغې پرضد مقدمه جوړہ شوې وہ او دغه دواړہ غړي یې په ھغه مقدمه کې نیول شوي دي.
وي او اې ډیوه ته د مقدمې په ترلاسه شوې اېف ايي ار کې ويل شوي چې پي ټي اېم په دته خېل کې غېر قانوني غونډه راجوړه کړې وه.
په اېف ايي ار کې د پي ټي اېم د مشر منظور پشتين، ګيله من پشتين او عيد رحمان سره ټول د اته کسانو نومونه درج کړی شوي چې دوی غونډې ته په لوډ سپيکر د حکومت خلاف د کرکې بيانونه کول، خلک يې خانه جنګۍ پله رابلل او د پوځ او رياستي ادارو غړو ته يې ګواښونه او د دوی پرضد يې سخت نعرې وهلې او خلک يې د حکومت پرضد راپارول.
په اېف ايي ار کې د دوی پرضد د رياست پرضد د خلکو راپارولو او ادارو پرضد د ناوړه وېنا کولو او د لوډ سپيکر د غلط استعمال مادې شامل کړی شوي دي.
صمد خان وايي د وړوکي اختر وروسته دوی په دته خېلو کې د خړکمر د پېښې په ياد کې جلسه راجوړه کړې او د هغې جلسې دپاره یې د انتظاميې او ځايي مشرانو د جرګې سره ليدنې شوې وې او شرطونه اېښودی شوي وو چې په جلسه کې به د ادارو او ملک خلاف خبرې نه کيږي او وسله به پکې نه وي او دوی ورسره دغه خبرې منلې هم وې.
هغه زياته کړه دغه جلسه په پرامنه توګه په ښه انداز وشوه، خو دوه ورځې وروسته دوی خبر شو چې د جلسې په اړه مقدمه شوې ده او دوی بيا مالومات کول چې د مقدمې په تړاو قانوني چلند وکړي خو دوی ته د دغه مقدمې په اړه څه نه ويل کېده.
هغه وويل بيا څو ورځې وړاندې پوليس د ګيله من پشتين او عيد رحمان کور ته ورغلي او هغوی ته يې د حاضرېدو ويلي وو، دغو کسانو بيا د ګرفتارۍ نه وړاندې ضمانتونه وکړل خو درې وړاندې چې دغه ضمانتونه پخېدل عدالت يې ضمانت پوخ نه کړو او پوليس دوی ونيول او پرون يې عدالت ته وړاندې کړه او عدالت دوی پوليسو ته د دوه ورځو په ريمانډ ورکړه.
صمد خان وويل عيد رحمان د شمالي وزيرستان د پي ټي اېم تکړه مشر دی په علاقه کې د سولې دپاره کار کوي او ګيله من پشتين چې شاعر دی د امن دپاره ھلې ځلې او شاعري کوي.
نوموړي زياته کړه دغه کسان د پي ټي اېم د نورو غړو د ويرولو دپاره ونيول شو خو دوی به کله ونه ويریږي ځکه چې دغه کسان وړاندې هم نيول شوي او دوی به د خپل وطن او قوم د امن او خوشالۍ دپاره مبارزه جاري ساتي او شاته به نه شي.
هغه وويل دوی به د دغو کسانو دپاره عدالت ته ځي او د قانون د لارې به يې ازادوي.
د پي ټي اېم د مخکښ او د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي علي وزیر سره څو نور کسان هم په بېلابيلو مقدمو کې په جېلونو کې دي.