لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ګرانۍ قابو موندلو لپاره دپاکستان مرکزي بینک دسود کچه لوړه کړې


دپاکستان مرکزی بینک د سود په کچه کې بدلون راوستی دی او دا کچه یې د اووه فیصده نه ۷.۲۵ فیصدي ته زیاته کړې ده ترڅو مخ په زیاتي ګراني قابو اؤ کرنټ اکاونټ خساره راکمه کړي.

اقتصاد پوهان وايي ددې ګام له امله به ګراني راکمه نه شي او اقتصادي هلې ځلې به راکمې شي.

اقتصاد پوهه مهتاب حیدر وایي تجارتي خساره زیاتیږی، پاکستانی روپۍ د فشار سره مخ ده او په ګرانۍ کې پرله پسې اضافه کیږي.

دهغه وینا ده دپاکستان پارلیمان د روان مالي کال دپاره مجموعي تجارتي خساره ۲.۳ اربه ډالره ټاکلې ده خو دا خساره یوازې په دوؤ میاشتو کې پوره شوه .

خبریال مهتاب حید وایي مرکزی بینک هڅې کوي چې د سود په کچه کې زیاتوالي سره ګراني کمه کړي او کرنټ اکاونټ خساره باندې قابو ومومي خو په کومې تیزۍ سره چې تجارتي خساره زیاتیږی نو حکومت له به د سود کچه نوره هم سختول وی خو دهغه په وینا بیا دې سره اقتصادي پرمختيا متاثره کیږي او اقتصادي هلې ځلې کمیږي.

د کرونا وبا نه وړاندې په ملکي کچه د ګرانۍ کنټرول کولو دپاره د سود کچه ۱۳ فیصده ته زیاته کړی شوې وه خو د کرونا وبا له امله د نړۍ د نورو هیوادونو په څېر پاکستان هم د سود کچه ۷ فیصده ته راکمه کړې وه .

دپاکستان مرکزی بینک وايي چې د کرونا وبا وروسته اقتصادي هلې ځلې د توقعو نه زیاتې سیوا شوي .

د بینک وینا ده چې د روپۍ نرخ کې د کمي او دکرنټ اکاونټ دخساری له امله ګراني زیاتیږي نو ځکه د سود کچه ۲۵ درجې یا پواینټونه زیاته کړی شوه.

خو د اقتصاد ماهر سجاد احمد وایي د سود کچه وړاندې هم ۱۳ فیصده ته رسیدلې وه خو په ګرانۍ کې کمی نه ؤ راغلی ځکه چې دا ګراني دمارکیټ د غوښتنو اؤ رسد په اساس نه ده بلکې د زیاتو خرڅونو له امله هر څه ګران دی.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "د توانایۍ، بجلۍ،ګیس او پټرولو بیعې زیاتې لوړې شوي او د روپۍ ارزښت کم شوی دی نو زما خیال نه دی چې د سود په کچه کې زیاتوالي سره ګراني کنټرول شي"

نوموړی وایي که حکومت د لګژري یا پرتعیش څیزونو درامد کنټرول کړي یا ورباندې مالیا زیاته کړي نو د پاکستان بهرنی اکاونټ به راکم شي.

په پاکستان کې د اردو او انګريزۍ ژبې ورځپانې د سوداګرو په حواله وايي مرکزي بینک دعوه کوي چې غیر ملکي زرمبادله دمرکزی بینک ۲۰ اربه ډالره ده، ترسیلات زر په ریکارډ کچه زیات دي او اقتصادي هلې ځلې زیاتې دي نو بیا د سود په کچه کې زیاتوالی به د قرضو په ترلاسه کولو کې مشکلات پیدا کړي.

ورځپانې وايي په افغانستان کې د بدلېدونکي وضعیت له امله هم په پاکستان منفي اغېزې کیږي او د سود په کچه کې زیاتوالي سره به حکومتي ۴.۵ فیصدي د اقتصادي پرمختیا هدف پوره نه شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG