لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه نن په 23 ستمبر د کلتور ورځ نمانځي


پښتانه نن په 23 ستمبر د خپل کلتور ورځ نمانځي، پښتانه پوهان وايي د پښتون کلتور د ورځې نمانځلو هدف نړۍ ته ښودل دي چې پښتانه خپل کلتور لري، نه چې د نورو کلتورونو سره وتړل شي.

د کال 2015 د ستمبر په مياشت کې د کوټې د پښتو اکېډمۍ د سیوري لاندې د پښتو درې ورځني نړيوال سيمينار کې قرارداد وړاندې شوی وو چې "هرکال دې 23 ستمبرپه ټوله نړۍ کې د پښتون کلتورې ورځې (پښتون کلچر ډی) په توګه ونمانځل شي"، او له دغې وروسته هر کال په 23 ستمبر د پښتون کلتور ورځ نمانځل کيږي.

په بلوچستان پوهنتون کې د ادبياتو او ژبو د ګډو څانګو مشر او د کوټې پښتو اکېډمۍ غړی ډاکټر نصيب الله سيماب وايي، د اکېډمۍ په سيمينار کې د 23 ستمبر ورځ د کلتور د ورځې دپاره ځکه ټاکل شوې وه چې په 23 ستمبر د ورځې او شپې وخت برابر وي د برابرۍ په احساس دا ورځ وټاکل شوه، "پښتون د برابرۍ قايله دی پښتون طبقاتي وېش نه لري" ځکه دغه نېټه وټاکل شوه.

د پښتون کلتور د ورځې نمانځلو د هدف په اړه نوموړي وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، "د کلتور ورځ دا ښودل دي چې پښتون يو قام دی خپل کلتور لري، نورو خلکو ته خپل کلتور ورښکاره کول وو ځکه چې پښتون کلتور په مختلفو حوالو باندې د مینځه د تللو هڅې کېدې په بل چا پورې تړل کېدو، ځینې خلکو په مذهبي حوالو او ځينې خلکو په قامي حوالو، ځکه د پښتون کلتور ورځ نمانځل ضروري دي چې د پښتنو خپل کلتور نورو ته وښودل شي".

هغه وويل "پښتون کلتور په بنيادي توګه د عقايد، د رسوماتو، د رواياتو د اناناتو څخه جوړ شی دی، نو که يوه خوا درنه شي او بله پاتې شي کلتور بيا په ځای نه پاتې کیږي ځکه دا کوشش وشو چې پښتون کلتور خلکو ته ورښکاره شي چې کوم کوم څيزونه پکې شامل دي".

نوموړي زیاته کړه د 2015 د کوټې پښتو اکېډمۍ په نړیوال سيمینار کې د پښتون کلتور ورځې د قرارداد دپاره په جوړه کمېټۍ کې د افغانستان څخه غفور لېوال او زرین انځور او د خېبرپښتونخوا څخه اباسين يوسفزۍ او نور هم شامل وو.

د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون د پښتو څانګې مشر ډاکټر اباسين يوسفزی وايي، د هر پښتون زمه واري چې د پښتون کلتور ورځ ونمانځي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل "ملګري ملتونه هغه ورځې نمانځي چې ضرورت يې پېښ شي، پکار ده چې پښتانه د خپل لباس، د خپل خوراک پوشاک، د خپلې ناستې ولاړې، د خپل دود دستور يادګېرنه وکړو. د پښتون کلتور ورځ نمانځل ضرورت دی او چې څوک کلتور پرېږدي هغه قامونه ورکيږي، پنا کيږي د هغو نه خپل ځان هېريږي".

په پېښور کې د امریکې کونسل جنرل د پښتون کلتور ورځ په مناسبت ټویټ کړی او د پښتنو د تود هرکلي او مېلمستیا مننه يې کړې ده.

هغه ويلي په راتلونکو مياشتو کې به د پښتنو تاريخ، کلتور، او دوديزې ورثې وګوري.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پښتون کلتور په ورځ جاري کړي بیان کې ویلي، دغه ورځ د عثمان کاکړ او نورو پېښو له کبله په سادګۍ نمانځي.

د بیان ترمخه پښتون تهذیب و تمدن زرګونه کاله پخوانی دی، او پښتون تهذيب د انساني معيار او اعلا معياري تهذبيونو په شان د انساني قدرونو په معيار کې د چا نه کم نه دی او په راتلونکې کې به په اعلا تهذيبي، تمدني، مثبتو اقدارو او ورثو کې خپل کردار ادا کوي.

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان ويلي،

"نړۍ ته به دا ښودل وي چې زمونږ کلتور د امن، مينې، محبت او يووالي کلتور دی، که نن پښتون په بدمخ پېژندل کېږي نو د دې قصوروار مونږ هم يو۔ راځئ چې ښکلی، پرامنه او د پرمختګ ډک پښتون نړۍ ته وښايو".

د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د کلتور په ورځ پشتنو اومبارکي ویلې او زیاته کړې يې ده چې پښتون کلتور د پاکستان د ثفافت د ګلدستې يو ښايسته ګل دی.

هغه د مرکزي حکومت نه غوښتي چې مرکزي حکومت او اړونده ادارې دې پښتون کلتور او پښتو ادب په نړيواله کچه د ښکاره کولو دپاره په بيړني توګه ګامونه پورته کړي.

نن په 23 ستمبر د کوټې، کراچۍ او اسلام اباد ترڅنګ په مختلفو ځایونو کې د کلتور د ورځې نمانځلو په مناسبت ځانګړې غونډې راجوړې شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG