لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جنوبي وزيرستان د ماین چاودنو د اغېزمنو د پرلت 18 ورځ، په جاني خېلو کې هدفي وژنه شوې


په جنوبي وزیرستان کې د ماین چادنو ښکارکسانو احتجاجي پرلت نن په په 18ورځ دوام لري دوی وایي که غوښتنې يې نه منل کیږی بیا اسلام اباد ته لاریون کوي. بل لورته د بنو په جاني خېلو کې بیا د هدفي وژنې پیښه شوې چې پکې یو تنکې ځوان مړ او بل ټپي شوی دی. پولیس تايید کړي چې په هدف شوي کسان وروڼه دي.

دغه احتجاجي پرلت په شپږم ستمبر د جنوبي وزيرستان په کوټکي سیمه کې د لسګونو په شمېره د لینډ ماین چاودنو کې معذوره شوو کسانو پېل کړی، چې دا مهال د سپینکۍ رغزې سیمه ته رسېدلی دی، احتجاج کوونکي وايي که په علاقه کې غوښتنې نه منل کیږي بیا اسلام اباد ته احتجاجي لاریون کوي.

انتظامیه وایي تیره ورځ يې د احتجاج کوونکو سره ليدلي، او دوی ته يې د غوښتنو منلو باور ورکړی چې د دوي غوښتنې به اعلا حکومتي چارواکو سره شریکې کړي خو احتحاج کوونکو د دوی خبرې نه دي منلې او احتجاج روان دی.

د احتجاج یو ګډوانوال رحمت شاه وویل دوی پرامن احتحاج کوي خو په دې پرامنه احتجاج کونکو دوه ورځې وړاندې د علاقې پولیسو تشدد کړی خو بیا هم په سوله ييزه توګه احتجاج روان دی.

په دې احتجاج کې د نارینه و تر څنګ ماشومانې او زنانه هم ګډون کوي چې پکې ډیرو ته پلاسټکی پښې او لاس لګیدلي دي.

په احتجاجي پرلت ناست کسان څلور غوښتنې کوي. یو دا چې لېنډ ماينونه يا په ځمکه کې ښخ ماينونه دې په مکمله توګه پاک کړی شي، د ماین چاودنو ښکار کسانو ته دې د علاج لپاره مرستې ورکړل شي، دوی ته دې نوکرۍ یا وظیفې ورکړل شي او څلورمه غوښتنه کوي چې د کومو کسانو د څارو تاوان شوی هغه تاوان دې ورته ورکړی شي.

رحمت شاه وایي دا د دوی اييني او بنیادي غوښتنې دي.

انتظامیه وایي تیر ورځ دې احتجاج کونکو ته د قامي مشرانو سره د لدهې او سرویکې سب ډویژنو مرستیال کمیشنران ورغلي او د دوی ته يې د غوښتنو منلو باور ورکړی دی.

انتظامیه وي او اې ډیوه سره یوه خبر پاڼه شريکه کړې چې پکې د احتجاج کونکو سره د دوی د غوښتنو منلو ژمنې شوي دي.

ويل شوي چې د سيمې مشران دوی ته کومې سيمې په ګوته کړي هلته به د ماينونو ټيمونه ورځي او ماينونه به پاکوي.

په لینډ ماین کې معذوره شوو کسانو ته د مرستو خصوصي پیکیج او د نوکریو د پاره صوبې حکومت ته سفارښته لیږل کیږي او د څارؤ تاوان د پاره د قدرتی افتنو په وخت د انتظام ادراې ته سفارښتنه کولی شي.

ويل شوي د ماين چاودنو ښکار کسانو د تاييد وروسته ډي اېس ار تيارولی شي. او په دې احتجاج کونکو جوړ مقدمې به ختمولی شي خو د احتجاج یو بل ګډون وال شېرزاده وایي تر څو د دوید غوښتنو په اړوند په عملي توګه ګامونه نه وي اخستی شوی دا احتجاج پرلت به روان وي.

په جنوبي وزيرستان کې په کال 2009م کې د پاکستان پوځ د تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي خو ځايي خلک وايي د دغو عملياتو په مهال په سیمه کې په ځمکه کې ښخ بمونه پاتې شوي او وخت په وخت يې په خلکو چاودنې کیږي.

بل لور ته د بنو به جاني خیل کې بیا د هدفي وژنې پېښه شوې چې پکې یو تن وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د بنو پولیسو دا پېښه تایید کړه او د پولیسو ویاند وي او اې ډیوه سره په شریکو کړو معلوماتو کې ویلي دا پیښه تیره ورځ د جاني خیل په میرک خېل سړک شوې چرته نا معلومه موټرسایکل ناستو کسانو پرې ډزې چې پکې یو تن وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

پوليسو ویلي دا دواړه وروڼه دي او دې پیښې مقدمه پولیسو سره د نا معلومه کسانو پرضد درج شوې او پلټنې پیل کړی شوي دي.

به جاني خیل کې په 30 مې د یو ځایې مشر د وژنې پیښه شوې وه او بیا د هغه مړي سره د 28 ورځو دسخت احتجاج نه وروسته په 27 جون د اتمانزۍ او احمدزۍ وزیرو دقامي جرګې په منځګړتوب دجاني خیلو او حکومت ترمنځ مذاکرات کامیاب شول چې له هغې وروسته جاني خیلو دخپل مړي ښځولو او احتجاجي پرلت ختمولو پرېکړه کړې وه. جرګې دوی ته د امنیت باور ورکړی وو.

د جاني خیل قبیلې د جرګې یو غړي لطیف وزیري وویل تر اوسه د دوی په غوښتنو د نشت برابر عمل شوی او په دې تازه پېښه به دوی سبا د بنو د انتظامي اړونده چارواکو سره ویني.

جاني خیل د بنو سویلي لويديځ پخوانۍ نیمه قبایلي سیمه ده چې پولې يې د شمالي وزیرستان او لکي مروت سره لګیدلي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG