لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان اوسيدونکي وايي، عمران خان دې د ضلعو جوړولو په ځايي د امن خبره وکړي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پنجشنبې/زیارت (23ستمبر) په ورځ په ډېره اسماعیل خان کې یوې غونډې ته په وېنا کې په قبايلي ضلع جنوبي وزیرستان کې د دوه ولسواليو د جوړولو پلان اعلان کړی خو د سيمې خلک امنیت غواړي او دغه اعلان ته د سازش په نظر ګوري.

جنوبي وزیرستان د هغو اووه قبایلي سیمو څخه ده چې په 2018 کال کې په خیبر پښتونخوا صوبه شامله کړی شوې ده.

د کال 2017 د سرشمیرنې له مخې ، په 6،619 مربع کلوميټره سیمه خوره جنوبي وزیرستان 679،185 نفره ابادي لري.

جنوبي وزیرستان ، چې له افغانستان سره په پوله پرته سیمه ده ، د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې پېل هم د دې ځای نه شوی وو. دا ډله په کال 2007 کې د بیت الله محسود په مشرۍ په سرا روغه سیمه کې جوړه شوې وه.

وزیر اعظم غونډې ته وویل چې "په ډېره اسماعیل خان کې یم ، زما په اند دا اړینه ده چې اعلان وکړم چې په جنوبي وزیرستان کې چې وزیر او محسود قبیلې اوسیږي یوه لویه ستونزه ده." دوه قبیلې. "دوی غواړي جنوبي وزیرستان په دوو ولسوالیو وویشي او زه نن اعلان کوم چې مونږ به د دوی لپاره دا کار کوو.

مګر ما [د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی] محمود خان ته وویل چې مونږ باید لومړی د دې ضلعو رامینځته کولو دمخه د دوی ترمینځ د ځمکې شخړې حل کړو.

خو د جنوبي وزیرستان سیاسي او ځایي مشران وايي د عمران خان دا بیان په ډاګه کوي چې نوې ضلعې جوړولو د وولسونو ترمینځه کرکې پیدا کړي.

دوی وايي جنوبي وزیرستان چې د وړاندې نه د نا امنۍ سره مخ دی لومړې د امن په ځایې کولو لپاره ګامونه واخستل شي.

د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکي د عوامی نیشنل ګوند مشر ایاز وزیر وویل علاقه د وړاندې نه د نا امنۍ ښکار ده، جنګونو وهلې ده او د وزیراعظم دا خبره کول چې وزیر مسید خپله کې شخړې لري د علاقې خلکو ترمینځ کرکې پیدا کوي.

هغه وویل وزیر مسید یو بل سره نزدې رشتې او روابط لري باید د زمکې په ویش د خلکو ترمینځه دا ښې اړیکې خرابې نشي.

د مسید قبیلې یو مشر حاجي محمد عبدالي وویل امن د دوی تر ټولو لومړۍ غوښتنه ده خو عمران خان په خپله وینا کې د وزیرستان د امنیت ټینګښت خبره نه وکړه.

هغه زیاته کړه د راه نحات عملیاتو کې د مسید قیبلې کورونه بازارونه او مارکیټونه وران شول. او دا علاقې بیا هم د نا امنۍ ښکار دي هر ورځ د دوی په علاقه کې د ماین چاودنې او هدفي وژنو سره په امنیتي سر تیرو بریدونه کیږي.

حاجي محمد وویل دوی ته د پخوا نه ویل کیږي چې وزیرستان په دوه ضلعو کې ویشل کیږي خو زیاته کړه وزیر اعظم دا اعلان په داسې حال کې کړی چې په دې غونډه کې د علاقې یو مشر هم نه وه.

د جنوبي وزیرستان وزیرستان د پاکستان پیپلز ګوند مشر امان الله وزیر دا اعلان یو لوی سازش ګرځوي او وایي وزیراعظم عمران خان خلکو ته په لاس تشه هسې خبره ورکړه. هغه زیاته کړه انتظامي نظام مخکې کیږي او ویش وروسته کیږي.

هغه وویل عمران خان دا خبره ځکه کړې چې د علاقې انتظامي دفترونو ضلعو ته وړلو کیس په هایي کورټ کې روان دی او عمران خان نه غواړي دلته امن وي او د هغې د مخنيوي کوشش کوي.

هغع وویل متنازع شخړې خو په نور ځایونو کې شته عمران خان ته دا خبره نه وو کول پکار چې دلته د ځمکو شخړې دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG