لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ یوه اوونۍ کې دننه قبایلي سیمو کې دماین پاکۍ په اړه ځواب غوښتی


دپېښور هايي کورټ دوه کسيزه بېنچ په خېبر پښتونخوا کې ورګډو شوؤ قبايلي سيمو او په خاصه توګه جنوبي وزيرستان کې په زمکه کې د ښخو شويو ماينونو د قضیې اورېدنې په مهال مرکزي او د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت ته په يوه اوونۍ کې عدالت ته دخپل ځواب جمع کولو امر کړی دی.

قبایلي سیمو کې دښخو ماینونو په ضد پېښور هايي کورټ ته شوې عریضه کې غوښتنه شوې چې مرکزي او صوبايي حکومتونو ته دې ددغو سيمو څخه دښخو ماینونو دلرې کولو امر وکړل وشي.

ددې ترڅنګ عریضه کې غوښتنه شوې چې هغو خلکو ته باید معاوضه هم ورکړل شي چې ددې ماینونو په چاودنو کې وژل شوي یا ژوبل شوي دی.

بلخوا په جنوبي وزيرستان کې د ماينونو چاودونو څخه داغېزمنو کورنیو لخوا د خپلو غوښتنو په حق کې احتجاجي پرلت نن په 19 مه ورځ هم دوام لري۔

احتجاج کوونکي وايي که چېرې غوښتنې يې ونه منل شوې نو د اسلام اباد په لورې به لاريون وکړي۔

د پېښور هايي کورټ جسټس لعل جان خټک او جسټس عبدالشکور باندي مشتمل دوه کسيزه بينچ د خېبر پښتونخوا په قبايلي سيمو او په خاصه توګه جنوبي وزيرستان کې د ښخو ماينونو په ضد د قضيې اورېدنه کړې ده.

ددغه قضیې مخ په وړاندې وړونکي د پېښور هايي کورټ وکیل سجاد محسود اېډوکېټ وايس اف امريکا ډيوه ته وويل چې عدالت مرکزي او د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت ته امر وکړو چې د ماينونو په هکله يې څه ګامونه پورته کړي د هغې په اړه دې په يوه اوونۍ کې عدالت ته تفصيلي ځواب جمع کړي .

نوموړي زياته کړه په خواست کې يې عدالت ته ويلي چې په قبايلي سيمو کې د امنیت په غرض ښخ کړل شوي ماينونه ځايي خلکو ته مالي او ځاني زيان رسوي نو بايد حکومت دغه سيمي د ماينونو څخه پاکې کړي۔

" په خواست کې مو ورته ليکلي چې د علاقې نه دې لېنډ ماينز ختم شي، ورسره چې کومه علاقه ده او حکومت دا وايي چې زمونږ وس نه رسي نو هغې نه دې يوه سره کرښه چاپېره کړي چې هغې علاقې ته څوک نه ورځي"

اېډوکېټ سجاد احمد محسود مخکې وويل چې په دغه خواست کې يې دا هم ويلي چې د علاقې خلکو ته دې په زمکه کې دښخو ماینونو په اړه پوهه ورکړی شي چې خلک ترې ځان څنګه خوندي کولی شي۔

هغه زياته کړه " چې څومره هم دا پېښې کېږي نو دهسپتالونو ترڅنګ باید په تاڼو کې هم د هغې سم اندراج کېږي او کوم ماشومان او مېرمنې چې ددې چاودنو ښکار شوي هغوئ ته دې دخپل حق مطابق معاوضه ورکړل شي"

پېښور هايي کورټ کې جمع کړل شوي خواست کې ويل شوي چې يوازې په جنوبي وزيرستان کې دتيرو څو کالونو په مهال د ښخ شويو بمونو 178 نه زياتې چاودنې شوي دي او په دغه چاودنو کې 800 پورې تنان مړه شوي او نزدې 327 پورې په جسماني توګه معذوره شوي دي او خواوشا 4000 څارويو ته هم زيان رسیدلی دی۔

بلخوا په جنوبي وزیرستان کې د ماین چادنو ښکارتنانو په کوټکي سيمه کې دخپلو غوښتنو په پلوۍ د تېرو 19 ورځو راهسې احتجاجي پرلت پېل کړی دی۔

د احتجاجي پرلت یو برخه وال اخترمحسود وايس اف امريکا ډيوه ته وويل په سيمه کې د پوځي عملياتو ترسره کېدو وروسته چې کله خپل کلي ته ستانه شول نو په زمکه کې دښخ شوي ماين د چاودنې په نتيجه کې يې يوه پښه کنډمه شوه او اوس په سمه توګه د ژوند کولو توان نه لري۔

" چې کله مونږ کلي ته راغلو نو کورونو ته مو زيان رسېدلی ؤ، يوه ورځ زه د کوره ووتلم او د ماين ښکار شوم، ډېر افسوس ؤ مونږ ته چې نه د هسپتال سهولت و، او خپل علاج مې په خپله وکړو"

هغه زیاتوي "کوم قرض چې مې کړې ؤ هغه اوس هم لا پاتې دي، مونږ دا وايو چې په محسودو علاقه کې کومه ماين کاري شوې ده، هغې سره د ټولو محسودو ژوند په خطره کې دی هغه دې لرې کړل شي"

د روان کال دجون په مياشت کې دخیبر پښتونخوا صوبایي وزير شوکت يوسفزي د اسمبلۍ غونډه کې ويلي وؤ چې د ښخو بمونو د پاکولو په اړه چې څه هم د حکومت نه کېدلی شي نو هغه به کوي۔

بلخوا په دې وروستيو کې حکومتي او پوځي چارواکو ويلي وؤ چې په ځانګري ډول په وزيرستان کې د ماينونو په پاکولو کار روان دی۔

په مطبوعاتو کې خپاره شوي راپورونه وايي د جنوبي وزيرستان ترڅنګ په نورو قبايلي سيمو کې هم په تير وختونو کې دسلګونو شمېر کې دغه شان چاودنې شوي او خلک يې مړي کړي او ژوبل کړي دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG