لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دسرو زرو بیعه نوره هم لوړه شوې ده


په پاکستان کی د سرو زرو بیعې نورې لوړې شوي او دیوې تولې سرو زرو بيعه ۱۱۳۰۰۰ روپو ته رسیدلې ده.

په نړیوال مارکیټ کې د سرو زرو په بيعه کې یو ډالر کمی راغلی خو په پاکستان کې ددې بيعه بیا زیاته ده .

پوهان وایي چې د روپۍ ارزښت کې د کمي په وجه او د زیاتو ټیکسونو له امله زیات خلک په سرو زرو کې پانګونې کوي خو سوداګر وایي د زیاتو بیعو له امله خلک سره زر نه اخلي اؤ او کاروبار یې تاوانونو سره مخ دی.

په مردان ضلعه کې د سرو زرو د کاروبار سره دتړلي مارکیټ مشر غلام سرور صراف وایي په نړيوال مارکیټ یعنې امریکه کی سره ارزان شوئ خو دلته ددې نرخ زیات دی .

دهغه په وینا دلته په مقامي مارکیټ کې د سرو زرو نرخ زیات شوی ځکه چې ډالر په بره خیژي او د روپۍ ارزښت راکم شوی دی .

"زمونږ روزګارونه دې سره خراب شوي، ګاهک نه راځي، تپوس هم څوک نه کوي ځکه چې خلکو کې د اخستو توان نشته ګراني دومره زیاته ده، کاریګر چوټي شوي ځکه چې کار نشته چا ځانله نور څه روزګار روان کړی او رکشی چلوي چې دځان او بچو لګښتونه پوره کړي "

دپاکستان دصرافانو اتحادیه وایي په پاکستان کې ۲۵۰ تولې سره نور ګران شوي او یوه توله یو لک ، ۱۳ زره او ۵۰۰ روپو ته رسیدلې ده.

د ایسوسي ایشن وینا ده دلس ګرامه سرو زرو بيعه ۹۷ زره ۳۰۸ روپۍ ده .

پوهان وایي د سرو زرو بیعې په داسی وخت کې جګې شوي چې د روپۍ قیمت په ریکارډ کچه راکم شوی او بیا په راتلونکې میاشت کې د ودونو سیزن هم شروع کیږي.

تیر کال پاکستان کې د یوې تولې سرو زرو بيعه یو لاک او ۲۸ زره روپو ته لوړه شوې وه خو بیا ددې بيعه یو لک روپو ته راکوزه شوې وه خو یو ځل بیا په دې کې اضافه کیږي.

سوداګر وایي د سرو زرو د غوښتنې د کمي باوجود ددې بیعې زیاتیږي خو پوهان وایي په ملکي کچه د روپۍ د قدر د کمي او د ټیکسونو د ناقصه نظام له امله سرمایه کار په سرو زرو کې پانګونې کوي.

د اقتصاد ماهر پروفیسر منظور علي وايي د کرنسۍ مارکیټ د بې ثباتۍ ښکار دی او کله چې هم د روپۍ قدر کمیږي نو بیا خلک په سرو زرو کې پانګونې کوي چې د پیسو قیمت پځائ وساتي او بله دا هم یو وجه ده چې د بینکونو او ټيکسونو په نظام کې کمزورۍ دي نو خلک پیسې په بینکونو کې نه جمع کوي .

څیړنې وایي په نړیوال مارکیټ کې د سرو زرو په یو اونس کې یو ډالر کمی راغلی دی او د یو اونس بيعه ۱۷۷۲ ډالره ده او د پوهانو په وینا پاکستان کې د سرو زرو بيعه اوس هم د دوبۍ د مارکیټ نه ۱۰۰۰ روپۍ توله کمه ده .

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG