لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د پښتنو په اړه نړۍ ته غلط بياني کړې ده، پښتانه ملت پال


د پاکستان وزير اعظم عمران خان د ملګري ملتونو غونډې ته په وېنا کې ويلي، د افغانستان سره په پوله د پرتې قبايلي سيمې اوسېدونکي (پښتانه) د افغان طالبانو خواخوږي دي او دا د مذهب يا عقيدې په بنياد نه بلکې د پښتون قامپرستۍ په بنياد دي چرته چې (قامپرستې) ډيره پياوړې ده.

خو د پښتون ملت پاله ګوندونو مشران او څيړونکي وايي ټول پښتانه د طالبانو خواخوږي نه دي عمران خان نړۍ ته غلط بياني کړې او د پښتنو څېره يې د سخت دريځو په توګه ورپيژندلې دي.

د پښتون ملت پاله عوامي نېشنل پارټۍ يو مشر زاهد خان وي او اې ډيوه ته وويل د وزير اعظم عمران خان خبرې بې بنياد او دروغ دي.

نوموړي وويل پښتانه د طالب وسله والو لخوا په جګړو کې تر ټولو زيات په نخښه شوي دي نو څنګه کېدې شي چې هم پښتانه د طالبانو خواخوږي دي.

زاهد خان زياته کړه د پاکستان داخله چارو وزارت منلې چې طالبان د علاج د پاره پاکستان ته راځي، پوځې ډېکټېټر پرويز مشرف ويلي وو چې په افغانستان کې امريکا ډبل ګېم کوي، او اوس چې نړۍ ته د خبرو وخت راغی نو پښتانه يي ورته د طالبانو د خواخوږي په توګه وروپيژندل.

"دی په دنيا کې ګرځي او وايي چې پښتانه ترهګر دي خو داسې نه ده پښتانه د وسله والوخلاف دي، هيڅ کله پښتون د وسله والو ملاتړ نه دی کړی، د پښتنو اکثريت د دې په خلاف دی، پښتانه امن خوشالي او ترقي غواړي، په کېمپونو کې د لکونو په شمېره کې دوی (پښتانه) اوسيږي دا د چا د لاسه دي؟ دا دوی د لاسه دي، ولې زمونږ حکمرانان د دې نه دي زمه وار" .

عمران خان په خپل تقرير کې دا هم ويلي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې په پاکستان کې نزدې د 80زرو پورې خلک وژل شوي او تر يونيم سل بيلينه روپو پورې زيان ورته اوښتی دی.

خو د قامي اسمبلۍ غړی او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ وايي په وژل شوو کې تر ټولو زيات پښتانه وژل شوي او مالي زيان هم د دې سيمې خلکو ته اوختې۔ دلته وسله والو د بشير بلور، الياس بلور، د ميا افتخار حسېن د زوي تر څنګ نزدې 65زره پښتانه وژل شوي دي.

" دا دهشتګردي ځکه وه چې تاسو (پاکستان) ډبل ګېم کوو، دوه مخي يې کوله، طالبانو ته يې پټې ځالې ورکړې وې، دنيا کې ځکه ترهګري نه ختميده، د عمران خان تقرير کې دوه مخې وه د پښتون دشمنه سوچ عکاسي يې کوله" .

څيړونکی او د پېښور پوهنتون د شخړو د هواري د مرکز مشر جميل چترالي وويل چې دا خبره چې د طالبانو حمايت ته نسلي رنګ ورکول د پښتنو رنګ ورکول د رېشل يا نسلي پروفائيلنګ کې راځي، دلته د وسله والو ملاتړ وو خو د هغې وجوهات هم د دې خلکو شاته پاتې کول ووچې ریاست بې انتظامه ساتلي وو.

"حقيقت دا دی چې د پښتنو او بلوچو په سيمه کې ترقياتي کارونه نشته نو ځکه هلته نه طالبانو ته زياته مرسته ترلاسه ده، او دغې وجې نه زياته مرګه ژوبله هم د دغې سيمو د خلکو شوې ده که مونږ وايو چې سل فيصده مالي او جاني زيان کې اتيا فيصده د پښتنو په سيمه کې شوی دی".

عمران خان چې پښتنو ته د طالبانو خواخوږي ویلي،په ټولنيزو رسنيو هم دغه بيان سخت غبرګون راپارولی دی.

وتلي خبريال سليم صافي په ټويټر ليکلي د عمران خان د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته په وينا کې يو ځل بيا د پښتنو بې عزتي شوې ده، او دا خبره چې طالبانو ملګرتيا په دې بنياد شوې چې دواړه پښتانه وو نو اولنۍ د طالبانو حق کي فتوا د لال مسجد نه راغلې وه، طالبانو د ټولو زيات مرستيال د پاکستان استخباراتي ادارې مشر جنرل حميد ګل او کرنل امام وو ولې هغه پښتانه وو څه؟ طالبانو په وړومبي ځل د کابل قبضه کولو وروسته اول پښتون ډاکټر نجيب وژلی وواو دلته د طالبانو تر ټولو زيات مخالفت عوامي نېشل ګوند کولو.

سليم صافي ليکلي نو په کوم اساس د طالبانو جدوجهد عمران خان د پښتونولۍ سره تړي.

د پېښور پوهنتون د انګريزۍ څانګې استاد محمد فاروق په فېس بک ليکلي،

د عمران خان تقرير کې د وژل شوو خلکو، بې کوره شوو او مالي زيان يادګېرنه کړې خو دا يې نه دي ويلي چې په دې کې څومره پښتانه وژل شوي او بې کوره شوي او څومره د دې سيمي خلکو ته مالي زيان اوښتی دی، خو د طالبانو سره د پښتنو نوم ياد کړی شوی دی.

نوموړي ليکلي زیات مالي او ځاني زيان د پښتون شوی خو په نړيواله کچه دغه خبره د ټول پاکستان په شکل کې کيږي او چې پښتانه سوال راپورته کوي چې زمونږ باره څه وايئ؟ او د ټروت اېنډ ريکنسليشن کمېشن د جوړولو غوښتنه کوي نو بيا ورته غداره او د هند ايجنټان وويل کيږي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG