لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:قبايلي سيمو کې دمذهب نه،د پښتون قاميت په اساس دطالبانو ملګرتيا شوې


د پاکستان وزيراعظم عمران خان دعوه کړې چې په قبايلي سيمو کې پښتنو د افغان طالبانو ملګرتيا د مذهب په بنياد نه بلکې د پښتون قاميت په بنياد کړې کومه چې يو مضبوط فکر دی۔

د ملګرو ملتونو ۶۷مې غونډې ته په ورچول يا انټرنټ له لارې وينا کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان وویل پاکستان او امريکې د افغانستان لپاره مجاهدين تربيه کړل، بيا د القاعده او نړۍ نور خلک پکې شامل شول،

دعمران خان په خبره هغه مجاهدين وؤ کوم ته چې به اتلان ويل کېدل خو د روس د تللو وروستو شا وخوا پينځه میليونه افغانان پاکستان ته کډوال شول۔ دوئ يوازې پرېښودی شول او يو کال وروسته چې په پاکستان بندېزونه ولګېدل نو داسې برېښیده چې پاکستان استعمال شو۔

د پاکستان وزيراعظم زياته کړه دناين الېون له پېښې وروسته امريکې بيا د پاکستان مرسته ترلاسه کړه خو هغه مجاهدين چې دوئ تربيه کړي وؤ، یې په خلاف ودرېدل او د پاکستان خلاف يې هم د جهاد اعلان وکړو۔

عمران خان وويل دا وخت په پاکستان کې شاوخوا درې میليونه افغانان کډوال دي کوم چې ټول پښتانه دي۔

دنوموړي په وینا پينځه لکه افغانان دپاکستان دننه په لويو کېمپونو کې میشت دي او دعوی يې وکړه چې د دې ټولو د افغان طالبانو سره تړاو او همدردي وه نو ځکه چې دوئ د پاکستان خلاف شول او په لومړي ځل وسله وال طالبان هم مخې ته راغلل چا چې په پاکستان حملې پېل کړې۔

نوموړي وويل په پاکستان کې شاوخوا ۸۰ زره خلک د ترهه ګرۍ ضد جنګ ښکار شول او شاوخوا درې نيم مليونه بې کوره شو۔

عمران خان په دې وينا کې د پښتنو قبايلو له خوا د پښتونولۍ په بنياد د افغان طالبانو د ملاتړ خبره خو وشوه خو د درې نيم میليونه بې کوره شوؤ او وژل شوؤ کسانو په اړه دا ونه ويل شو چې دا هم پښتانه وو۔

عمران خان وویل د افغان اولس په خاطر بايد نړۍ د طالب وسله والو واک مضبوط کړي او که چرۍ نړيواله ورورولي د دوئ ملاتړ کوي يا ورسره خبرې اترې وکړي نو دا به لويه کاميابي وي۔

خپله وینا کې هغه وویل د افغانستان اولس مرستو ته اړتيا لري، دا يو نازک وخت دی او بايد ضايع نه شي۔

هغه وایي يوازې ملګري ملتونه نه بلکې نړيواله ورورولي هم بايد د دې مقصد لپاره متحرک شي۔

د افغانستان په اړه نوموړي زياته کړه چې اوس دوه لارې دي يا خو دې افغانستان له پامه وغورځوؤ او يا يې مرسته وکړو۔

"که مرسته ونه شي نو د ملګرو ملتونو ترمخه ۹۰ فيصده خلک به د غربت د کرښې نه لاندې لاړ شي چې اغېز به يې په ګاونډي هېوادونو هم وي"

نوموړي وويل د وړاندې تللو يوه لار ده بايد د افغان اولس په خاطر موجوده حکومت مضبوط او باثباته شي۔

هغه د افغان طالبانو د ژمنو یادؤنه هم وکړه چې دوئ به د بشري حقونو خيال ساتي، جامع حکومت به جوړوي، خپله زمکه به د بل کوم هېواد په ضد استعمالېدو ته نه ورکوي او هر چا ته يي عامه بخښنه کړې ده.

د افغانستان نه علاوه د پاکستان وزيراعظم د کشمير، هند، اسلاموفوبيا او موسمي بدلون په اړه هم خبرې وکړې او وې ويل چې پاکستان د هند پشمول ټولو ګاونډي هېوادونو سره امن غواړي خو بايد د دې لپاره د کشمير شخړه د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا کې هواره شي۔

د اسلاموفوبيا په اړه نوموړي وويل د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر بايد نړيواله مکالمه راجوړه کړي چې داسې د دې مخنيوی وشي۔

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

Recommended

XS
SM
MD
LG