لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په هرات کې څلور کسان تر وژلو وروسته د ښار پر چوکونو ځړولي


واشنګټن ـــ په افغانستان کې د طالبانو د نګران حکومت ایله شل ورځې پوره شوې دي چې د خپل پخواني حکومت غوندې یې د خلکو د را ځړولو سزاوې پیل کړې. طالبانو د شنبې- خالي په ورځ په هرات ولایت کې د څلورو کسانو مړي د انسان تښتونې په تور د ښار پر یوه لوی چوک را ځړولي دي.

یوه عیني شاهد اسوسیېټیډ پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي، طالبانو د څلورو کسانو مړي د ښار مرکزي چوک ته راوړي، په هغوی کې یې د یوه تن مړی په کرېن را ځړولی او د درو نورو مړي یې د ښار په نورو برخو کې د خلکو په وړاندې را ځړولي دي.

په هرات کې د طالبانو د والي یا ګورنر مرستیال مولوي شېراحمد عمار وایي، دغه څلور کسان یې د دوو کسانو پلار او زوی د تښتونې په وخت نیولي او د طالبانو له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي دي. وایي د دوی په جګړه کې یو طالب هم ټپي شوی دي. شېر احمد عمار فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي:

"نن تښتونکي د ډزو په تبادله کې ووژل شول، د دې لپاره چې نور تښتونکي عبرت واخلي او څوک ونه تښتوي یا څوک ونه ګواښي، موږ دوی د ښار پر چوکونو را وځړول او دا مو هر چاته صفا وویل که څوک غلا کوي، څوک تښتوي یا زموږ د خلکو خلاف څه عمل کوي سزا کېږي به".

طلوع نیوز ته د تښتول شویو او بیا ژغورل شویو کسانو خپلوانو ویلي چې دغه پلار او زوی په هرات ښار کې د دوی د تېلو د دوکان له مخې تښتول شوي وو. د هرات د والي طالب مرستیال وایي، څنګه چې دوی ته دا خبر ورسېد د ښار سړکونه یې بند کړل او په شاوخوا یوه ګنټه کې تښتونکي له طالبانو سره مخامخ شول او په څو منټه جګړه کې و وژل شول:

"موږ څو واره خبرداری ورکړی چې دا د کابل اداره [تېر حکومت] نه دی دا اسلامي امارت دی، هیڅوک باید زموږ ملت ازار نه کړي او نه څوک وتښتوي".

په هرات کې په وروستیو کې د پیسو په بدل کې د سړي تښتونو پېښې زیاتې شوې دي. د هرات طالب چارواکي وایي تر پرونۍ پېښې مخکې هم د تښتونو درې پېښې شوې وې چې وایي په هغه کې یې یو هلک ژغورلی وو. وایي په هغو پېښو کې یو تښتونکی وژل شوی او دوه نور یې ژوندي نیولي وو.

د دغو کسانو مړي په داسې وخت کې په هرات ښار کې ځړول شوي چې تېره ورځ د طالبانو د حکومت د زندانونو وزیر ملا نورالدین ترابي وویل چې د طالبانو د پخواني حکومت غوندې سزاګانې به بیا عملي کیږي.

ملا نور الدين ترابي د ستمبر پر 23مه له اسوسیېټیډ پریس سره په مرکه کې ویلي، د اسلام قوانين به پر ځای کوي او د خلکو د را ځړولو او د لاسونو پرې کولو سزاګانې به ورکول کېږي.

د بشري حقونو ځینې ادارو د طالبانو صحرايي عدالتونو یا محکمو کلک مخالفت کړی او دا یې د بشري حقونو له قوانینو سرغړونه بللې. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د پخوانیو سزاوو د بیرته شروع کولو اعلان په کلکه غندلی دی. د وزارت ویاند نیډ پرایس وایي:

"موږ د افغانانو د بدن د غړو د پرې کولو او را ځړولو رپوټونه په کلکه غندو. طالبانو چې د څه ډول سزاوو په اړه خبرې کوي دا د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده، موږ له نړیوالې ټولنې سره کلک ولاړ یو چې د دا ډول سزاګانو له ذمه وارو کسانو سره حساب وکړي".

د نړۍ اکثر هېوادونه په رسمیت د طالبانو د پېژندلو یا تسلیمولو او د ټولشموله حکومت له جوړولو سره سره له طالبانو غواړي‌ چې ثابته کړي هغوی د ښځو په ګډون ټولو بشري حقونو ته درناوی لري.

د یادونې وړ ده چې طالبانو په تېره شاوخوا یوه نیمه میاشت کې د کابل په ګډون په ځینو نورو ښارونو کې هم د غلا په تور د نیول شویو کسانو مخونه تور کړي‌ او په بازارونو کې یې ګرځولي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG