لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړيوال او اسیايي بېنک: د چاپيريال له امله پاکستان کې د سختو سېلابونو امکان دی


نړيوال او اسيايي پرمختيايي بېنک په ګډه پاکستان ته د موسمي بدلون د ورپېښو چېلنجونو په اړه ويلي، د کال 2035 نه تر 2044 پورې پينځه ملينه خلک د سېلاب د خطرو سره مخ کېدی شي.

څيړونکي وايي پاکستان کې د چاپيريال يا موسمي بدلون د مخنيوي دپاره ډيرې کمې هلې ځلې کيږي او په اخر کې به يي نتجې ډيرې خطرناکې راووځي چې خلک به د مالي او ځاني زيان سره مخ کيږي.

د نړیوال او اسيايي پرمختيايي بېنک په رپورټ کې ويل شوي د کال 2070 نه تر د دې صدۍ اخرې پورې هر کال د سېلاب نه متاثره خلکو شمېره کې به يو ميلين اضافه کيږي.

په رپورټ کې د دغې علت د تودوخې په کچه کې په تيزۍ سره زياتوالی ښودل شوی دی، د رپورټ ترمخه په پاکستان کې بيا د نورې نړۍ په مقابله کې د تودوخې کچه په تيزۍ سره سېوا کيږي، او د 1980 نه کال 2005 پورې د تودوخې د کچې د زياتيدو په رڼا کې ويل شوي د کال 2029 پورې د يو اعشاريه درې نه تر درې اعشاريه نهه سنټي ګرېده پورې اضافه امکان لري.

د پېښور پوهنتون د چاپيريال څانګې مشر ډاکټر نفيس محمد وايي پاکستان کې د موسمي بدلون د مخنيوي د پاره ونې بوټې کرل کيږي خو دا د موسمي بدلون د مخنيوي د پاره يوه برخه ده او ډير داسې نور ګامونه پورته کول دي چې د دې مخه ونيول شي خو ښکاري نه چې حکومت کوم داسې ګامونه پورته کوي.

هغه وويل پکار ده چې د چاپيریال نور خیال هم وساتل شي لکه د کارخانو ملونو نه پورته کېدونکی لوګی او د ګنده اوبو دپاره انتظام او ورسره د چاپيريال پاکولو په تړاو نور اقدامات هم وشي.

څيړونکي وايي وړاندې به د سېلابونو راتلو په اړه امکان څرګندول کېدی شو خو اوس د تيرو څو کلونو راهسې د خونړو سېلابونو کچه زیاته شوې ده، د تودوخې د کچې زياتيدو له وجې د واورې ویلې کېدل سېوا شوي، د بارانونو وخت او مقدار بدل شوی او بې ترتيبه شوی دی او د دې ترڅنګ په ځنګلونو د اور لګېدو پېښې هم زیاتې شوي دي.

د جرمن واچ نومې ادارې ويلي پاکستان د نړۍ پينځم هېواد دی چې د موسمي بدلون نه زيات اغېزمن شوی دی.

د چاپيريال خبريال اصف مومند وايي د بارانونو بې ترتيبه کيدو له عمله اثرات ليدل کيده شروع شوي دي، روان کال د تيرو 60 کالو په مقابله کې کم بارانونه شوي دي، چې له امله يې په ځينې سيمو کې ولاړ فصلونه او باغونه وچ شوي دي چې ورسره پاکستان د يو زرعي هېواد په حېث په مستقبل کې د ډيرو ستونزو سره مخ کېدی شي.

نوموړی وايي پاکستان د چاپيريال د اغېزو ډېر ځکه لاندې راتلی چې دلته معاشي، سماجي او سياسي وضعه سمه نه ده، دلته هغه ملکونو د موسمي بدلون نه زيات اغېزمن کيږي چرته انصاف، برابري او استحصال وي.

د نړیوالو ادارو په رپورټ کې ويل شوي چې په پاکستان کې نزدې د 42 فيصده خلکو روزګار د زراعت سره تړلی دی، او د کال 2013 د شمېرو ترمخه 29فيصده خلک د غربت د کرښې لاندې ژوند تيروي.

څيړونکي وايي موسمي بدلون به په راتلونکې کې کرکیلي يا زراعت ته زيات زيان واړوي چې ورسره د بې روزګارۍ کچه نوره هم سېوا کېدې شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG