لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان د ماين چاودنو اغېزمن د احتجاجي پرلت لاريون ټانک ته غځوي


د جنوبي وزيرستان د ماينونو معذوران
د جنوبي وزيرستان د ماينونو معذوران

د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان په مرغي بند سیمه کې د ماین چاودنو اغېزمنو کسانو ښځو، ماشومانو او سړو احتجاجي پرلت د تیرو 21 ورځو نه روان دی او د مسید قبیلې مشران وايي په سیمه کې د دوی د غوښتنو نه منل کیدو وروسته دوی سبا د ګل په ورځ (27 ستمبر) پرېکړه کړې چې ټانک ضلعې ته لاريون پېل کړي. چرته چې د دوی د جنوبي وزیرستان د انتظاميې مرکز دی.

دغه احتجاجي پرلت په شپږم ستمبر د جنوبي وزيرستان په کوټکي سیمه کې د لسګونو په شمېره کې په ماین چاودنو کې معذوره شوو کسانو پېل کړی، چې دا مهال د سپینکۍ رغزې سیمه ته رسېدلی دی، احتجاج کوونکي وايي په علاقه کې غوښتنې نه منل کیږي ځکه ټانک ضلعې ته لاریون کوي.

انتظامیه مني چې د پرلت کوونکو غوښتنې جايزې دي او وايي دې احتجاج کوونکو ته د غوښتنو منلو باور ورکړی شوی دی چې د دوی غوښتنې به اعلا حکومتي چارواکو سره شریکې کړي خو احتحاج کوونکو د دوی خبرې نه دي منلي.

د پرلت مشران وايي دوی د 21 ورځو راهسې په احتجاج ناست دي دوی يواځې د ماینونو پاکولو او په ماین چاودنو کې معذوره کسانو ته د مرستو غوښتنه کوي خو د دوی دا غوښتنې نه منل کیږي او دوی ته ویل کیږي تاسو احتجاج ختم کړئ.

د احتجاج یو ګډون وال مصطفي وویل 14 کلنه لور يې چې حمیده نومیږي په علاقه کې د لېنډ ماین چاودنې ښکار شوې دی وايي هغه د وخت د دوی سره د حمیده د علاج، تعلیم او نوکرۍ ژمنه شوې وه خو که د دوی سره په هغه شوو ژمنو عمل شوی وی نن به دوی په احتجاج نه وو ناست.

هغه وویل سبا دوی په شريکه ټانک ضلعې ته د لاريون پرېکړه کړې ځکه چې دغلته یې چا غږ وا نه ورېدو.

په دې احتجاج کې د نارینه و تر څنګ ماشومانې او زنانه هم ګډون کوي چې پکې ډیرو ته پلاسټکی پښې او لاس لګیدلي دي.

په احتجاجي پرلت ناست کسان څلور غوښتنې کوي. یو دا چې لېنډ ماينونه يا په ځمکه کې ښخ ماينونه دې په مکمله توګه پاک کړی شي، د ماین چاودنو ښکار کسانو ته دې د علاج لپاره مرستې ورکړل شي، دوی ته دې نوکرۍ یا وظیفې ورکړل شي او څلورمه غوښتنه کوي چې د کومو کسانو د څارو تاوان شوی هغه تاوان دې ورته ورکړی شي.

د احتحاج بل ګډون وال رحمت شاه وایي دا د دوی اييني او بنیادي غوښتنې دي. او دا غوښتې نه منل کیږي، هغه زیاته کړه که په ټانک کې چا د دوی غږ وانه وریدو بیا اسلام اباد ته لاریون کوي.

هغه وویل انتظاميې د دوی ژمنې وکړي خو هغه بیا نه پوره کوي او دوی ته یواځې ویل کیږي چې اعلا حکومتي چارواکي خبروي خو دوی غوښتنه کوي چې د ماین په پاکولو دې فوري کار شروع شي.

انتظامیه وي او اې ډیوه سره په 23 ستمبر یوه خبر پاڼه شريکه کړې چې پکې د احتجاج کونکو سره د دوی د غوښتنو منلو ژمنې شوي دي.

ويل شوي چې د سيمې مشران دوی ته کومې سيمې په ګوته کړي هلته به د ماينونو ټيمونه ورځي او ماينونه به پاکوي.

په لینډ ماین کې معذوره شوو کسانو ته د مرستو خصوصي پیکیج او د نوکریو دپاره صوبې حکومت ته سفارښته لیږل کیږي او د څارو تاوان د پاره د قدرتی افتونو په وخت د انتظام ادراې ته سفارښتنه کولی شي.

ويل شوي د ماين چاودنو ښکار کسانو د تاييد وروسته ډي اېس ار تيارولی شي. او په دې احتجاج کونکو جوړ مقدمې به ختمولی شي.

په جنوبي وزيرستان کې په کال 2009م کې د پاکستان پوځ د تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي خو ځايي خلک وايي د دغو عملياتو په مهال په سیمه کې په ځمکه کې ښخ بمونه پاتې شوي او وخت په وخت يې په خلکو چاودنې کیږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وايي د جنوبي وزیرستان په دوه سب ډویژنو لدها او سروکۍ کې د 2016 نه را په دېخوا د 300 نه زیات کسان د لېنډ ماین چاودنو ښکار شوي چې پکې زیاته شمېره د زنانه او ماشومانو ده. او په زياته شمېره کې پکې د خلکو څاروي او ځنګلي ځناور هم مړه شوي دي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتین دې احتجاجي پرلت ته په 11 ستمبر ویلي وو د دوی غوښتې دې د انساني حقونو په بنیاد ومنل شي ځکه چې دوی کوم د قدرتي افت نه بلکې د جنګ له امله ښخ کړی شوو بارودي سرنګونو ښکار شوي دي.

د سیمې مرستیال کمشنر فرحان خان ويلي وو کره شمېره نه لري خو چې څومره پېښې شوي حکومت ورسره د پالیسۍ سره سم علاج او امدادي مرستې کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG