لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي دپاکستان دبیرغ په سپکاوي خفه دي خو څېړونکي بیا دافغانستان ملي بیرغ هم وریادوي


طالبان وایي تورخم کې دپاکستان دبیرغ په شوي سپکاوي خفه دي اؤ په دغه پېښه کې ککړ کسان یې نیولي دي خو بل لوري ته څېړونکي وایي څنګه چې طالبان دګاونډي هیواد دبیرغ درناوی کوي دغسې باید دافغانستان خپل ملي بیرغ ته هم درناوی ولري.

څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې لیدل شوي وؤ چې طالبان په تورخم کې په امدادي سامان بار یو ټرک څخه دپاکستان بیرغ کوزوي اؤ په زمکه یې راکاږي.

دطالبانو ویاند اؤ په لنډمهاله کابینه کې داطلاعاتو مرستیال وزیر ذبیح الله مجاهد دپاکستان دولتي خبري رسنۍ سره خبرو کې په دغه پېښه خفګان ښودلی اؤ وایي “موږ په دې پېښه دردیدلي یو،دبیرغ دسپکاوي په دې کار کې چې کوم درې څلور کسان ککړ وؤ هغوئ نیول شوي دي “

ذبیح الله مجاهد وایي دوئ دګاونډیو هیوادونو ملي بیرغونو ته درناوي لري خو دا چې دیو تن لخوا که په شخصي توګه داسې پېښه رامخته شوي وي نو دهغې پړه باید په اسلامي امارت وانه چول شي.

خو په پېښور کې میشت سینیر خبریال ناصر داوړ بیا وایي کوم خلک چې خپل ملي بیرغ ته درناوي نه لري،هغه دنورو دملي بیرغونو درناوی هم نه شي کولی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلی داوړ وایي ملي بیرغ دیو هیواد یا قام پېژندګلو وي اؤ دا که دهر هیواد وي درناوی یې پکار دی.

ناصر داوړ وي څنګه چې دپاکستان دملي بیرغ دسپکاوي پېښه دردونکې وه همداسې چې کله طالبان کابل ته ننوتل اؤ دافغانستان ملي بیرغ یې له دولتي ودانیو کوزؤلو اؤ بې حرمتي یې ورله کوله ،هغه صحنې هم دردونکې اؤ دخفګان وړ وې.

دخبریال داوړ په خبره “مونږ ولیدل چې ننګرهار اؤ خوست کې دملي بیرغ په دفاع کوم جلوسونه ووتل ،طالبانو په هغوئ ډزې وکړې ، خلک یې ووژل ، نو اوس څنګه دوئ نه توقعه کیدای شي چې دبل چا دملي بیرغ درناوی به وکړي؟”

هغه وایي دچا دبیرغ دسپکاوي اجازه نړیوال قوانین اؤ اخلاقیات نه ورکوي خو مونږ دپاکستان دننه هم زیاتره وختونو کې وینو چې دسیاسي مذهبي ګوندونو په جلسو اؤ جلوسونو کې دبیلابیلو هیوادونو بیرغونه دجذباتو په اساس سوځول کیږي اؤ یا یې هم بې حرمتي کیږي چې دا دټول پاکستان کرکژن عکس بیا نړۍ ته وړاندې کوي.

خو دطالبانو ویاند پخپله مرکه کې دا هم ویلي چې دوئ دګاونډي هیوادونو ملي بیرغونو ته درناوي لري اؤ له هغوئ هم هیله کوي چې د دوئ بیرغ ته به درناوي ولري.

دکله نه چې طالبانو اقتدار په لاس کې نیولی نو دوئ دافغانستان د درې رنګه بیرغ پځائ خپل داسلامي امارت بیرغ ته ارزښت ورکوي اؤ طالب مشران په مهمو غونډو اؤ دولتي ودانیو کې خپل داسلامي امارت دسپین رنګ بیرغ چې کلیمه طیبه پرې نویشته ده، څخه استفاده کوي.

ذبیح الله مجاهد وایي دوئ پاکستان سره دښو اؤ جوختو اړېکو لرلو خواهشمند دي اؤ که دپاکستان لخوا ورته د دورې بلنه ورکړل شي نو مشرتابه به یې پرې غور کوي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG