لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې دماین چاودنو ښکار معذوران ټانک ته احتجاج دپاره رسیدلي


په جنوبي وزیرستان کې د زمکنیو ماینونو دښکار شوؤ کسانو دوه ویشت ورځې احتجاج کولو وروسته ټانک ضلعې ته رارسیدلي او د انتظامیه دفتر د ودانۍ مخې ته احتجاجاً ډېره شوي دي.

په دې احتجاج کې د لسګونو په شمیر معذوره کسان ګډون کوي چې پکې ډیرو ته پلاسټکي پښې او لاسونه لګیدلي دي.

وايي احتجاج دې لپاره کوي چې دوئ ته دحکومت ځانګړې پاملرنه وشي.

یو معذوره تن اختیار مسید وايي دوئ دزمکنیو ماینونو د چاودنو له امله معذوره شوي، په علاقه کې یې چا غږ وا نه وریدو ځکه یې ټانک ته احتجاجي لاریون وکړو چې د حکومتي چارواکو پام دوی ته وګرځي.

د جنډولې اوسيدونکی بخت مير خان وايي کال ۲۰۱۸ کې جنوبي وزيرستان ته د لرګو وهلو مزدورۍ له تلی ؤ چې د زمکني بم ښکار شو او اوس په دواړه پښو معذوره دی او د محنت مزدورۍ جوګه نه دی پاتې.

بخت مير خان وايي د معذورۍ نه وروسته ورته هيڅ رقم حکومتي مرستې نه دي ورکړل شوي.

هغه وویل د شپږو بچو، ښځې او د مور پالنه ورته په معذوره ځان ګرانه ده.

په احتجاجي پرلت ناست کسان څلور غوښتنې کوي. یو ه دا چې زمکني ماينونه دې په مکمله توګه پاک کړی شي، د ماین چاودنو ښکار کسانو ته دې د علاج لپاره مرستې ورکړل شي، دوئ ته دې نوکرۍ یا وظیفې ورکړل شي او څلورمه غوښتنه کوي چې د کومو کسانو د څاروؤ تاوان شوی هغه تاوان دې ورته ورکړی شي.

انتظامیه وي او ای ډیوه سره په 23 ستمبر یوه خبر پاڼه شريکه کړې چې پکې د احتجاج کوونکو سره د دوئ د غوښتنو منلو ژمنې شوي دي.

خبر پاڼه کې ويل شوي چې د سيمې مشران دوئ ته کومې سيمې په ګوته کړي هلته به د ماينونو پاکولو ټيمونه ورځي او ماينونه به پاکوي.

انتظامیه ویلي وؤ چې په زمکنیو ماینونو کې معذوره شوؤ کسانو ته د مرستو خصوصي پیکیج او د نوکریو ورکولو دپاره دصوبې حکومت ته سپارښتنې لیږل کیږي او د څاروؤ تاوان د پاره د قدرتی افتونو په وخت د انتظام ادراې ته سپارښتنه کولی شي.

د جنوبي وزیرستان مرستیال کمیشنر خالد اقبال وايي په دې اړوند یې احتجاج کوونکو سره لیدلي او دوئ ته باور ورکړی شوی چې غوښتنې به یې لوړپوړو حکومتي چارواکو سره شریکې کړی شي ترڅو د دوئ دمرستو دپاره یوه نوې پالیسي جوړه کړل شي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل هیواد کې د وړاندې نه معذورو کسانو سره دمرستو حکومتي تګلاره شتون لري خو چونکې دا خلک دریځ لري چې دوئ ماینونو کې معذوره شوي ځکه نو ځانګړې مرستې دې ورسره وکړل شي اؤ ځانګړو مرستو دپاره بیا یوې جلا پالیسۍ یا تګلارې ته اړتیا ده.

په جنوبي وزيرستان کې په کال 2009م کې د پاکستان پوځ د تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي خو ځايي خلک وايي د دغو عملياتو په مهال په سیمه کې په زمکه کې ښخ بمونه پاتې شوي او وخت په وخت اوس دا بمونه په خلکو خلاصیږي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وايي د جنوبي وزیرستان په دوؤ سب ډویژنو لدها او سروکۍ کې د 2016 نه را په دېخوا د 300 نه زیات کسان د زمکنیو ماینونو دچاودنو ښکار شوي چې پکې زیاته شمېره د زنانه او ماشومانو ده.

په دې چاودونو کې په زياته شمېره کې د خلکو څاروي او ځنګلي ځناور هم مړه شوي دي.

د زمکنیو ماینونو دچاودنو دښکار خلکو دحقونو لپاره کارکوونکي وايي چې دحکومت لخوا دې ورته هغه هومره معاوضه ورکړل شي کومه چې د ترهګرۍ ضد جګړه يا قدرتي افاتو کې اغيزمنو تنانو ته ورکړل کيږي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG