لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې 24 فيصدي تعلیم يافته ځوانان بې روزګاره دي،سینیټ ته راپور


دپاکستان د سینیټ د منصوبه بندۍ او پرمختيا د چارو کمېټۍ ته ویل شوي چې دا وخت په هېواد کې 24 فيصدي تعلیم يافته ځوانان بې روزګاره دي.

غونډې ته ویل شوي چې د حکومت د6.5 فيصدي دعوؤ برعكس هېواد کې د بې روزګارۍ کچه 16 فيصدي ته رسېدلې ده.

د سنېټ دغه کمېټۍ ته دا هم ویلي شوي چې په ټول هېواد کې 40 فيصدي تعلیم يافته ښځې هم د بې روزګاې سره مخامخ دي.

دا خبره د پاکستان انسټي ټيوټ اف ډوېلپمنټ اکنامکس چارواکو د سليم مانډوى واله د مشرې لاندې شوې د سنېټ د منصوبه بندۍ او پرمختيا کمېټۍ غونډې ته ویلي چې په دې وروستیو کې د هايکورټ د چپړاسي د يوې نوکرې لپاره لږه تر لږه 15 لکه کسانو درخواستونه ورکړي وؤ او په دغو خواست ورکوونکو کې داسې تنان هم شامل وؤ چې د اېم فل ډګريانې یې درلودې.

د سینیټ د منصوبه بندۍ او پرمختيا د قایمه کمېټۍ مشر سليم مانډوي واله د حکومت څخه په ټول هېواد کې د تعلیم يافته ځوانانو او ماشومانو سمې شمېرې هم غوښتي خو ددې په ځواب کې د پاکستان انسټي ټيوټ فار ډوېلپمنټ چارواکو ویلي چې په حکومتي کچه داسې هیڅ ډول تحقیق نه کېږي بلکې داسې زياتره څېړنې په بهرنیو هیوادونو کې شوې دي.

سږکال د جون په میاشت کې مخې ته د راغلې کال 2020 - 21 د اقتصادي سروی یا نظرپوښتنې ترمخه په هېواد کې د کرونا د مخنیوي لپاره لګول شوؤ بندیزونو هم د روزګار په صورتحال سخت منفي اثرات غورځولي او په دغه موده کې نزدې 2 کروړه او 7 لکه خلک بې روزګاره شوي دي.

د کال 2020 - 21 په دغه اقتصادي جایزه کې په ګوته کړې شوې چې مخ په زیاتېدونکې ابادي او د انساني وسيلو د مناسب انتظام د کمى له امله په هېواد کې د روزګار دکمي لامل ګرځي.

د پېښور پوهنتون د اقتصادیاتو د څانګې استاد او څېړنکار ډاکټر ځلاکت خان ډيوه ته وویل که حکومت غواړي چې بې روزګاري کمه کړي نو باید چې د صنعتونو پرمختګ ته پام راوګرځوي.

دی وایي، دا ځکه چې د هېواد په اقتصاد کې لويه برخه د کر کيلې د څانګې راځي او دغه څانګه توان نه لري چې د ابادۍ زياتې برخې ته روزګار ورکړي.

نوموړی وايي، د کر کيلې نه وروسته د سروسز څانګه هم په پاکستان کې خلکو ته د روزګار ورکولو لويه سرچينه ده او دا هم حکومتي پام ته اړتیا لري.

ځلاکت خان وايي، د بې کارۍ له امله غریبي سېوا کېږي او د غريبۍ د لاسه ځوان تعلیم يافته کول بيا د ترهګرۍ او نورو منفي هلوځلو اړخ ته ځي.

دی وايي باید ابادي هم کنټرول کړی شي او خلک پوهه کړی شي چې دومره بچي پېدا کړي څومره چې هغوئ مالي طاقت لري.

اخوا په کراچۍ کې د ريسرچ انسټيټيوټ اف اسلامک بېنکنګ اېنډ فنانس چېرمېن ډاکټر شاهد حسن صديقي ډيوه ته وايي د پاکستان اقتصاد د اشرافيې اقتصاد دی او زياتوي ددې ماډل اصول دا دي چې مالداره طبقې ته زيات مراعات ورکړی شي.

هغه وایي د حکومت دخپلو شمیرو له مخې په تيرو دريوؤ کلونو کې د هیواد اقتصاد د کال پسر د 1.9 فيصدي اوسط سره وده کوي او هم داسې د هېواد ابادي هر کال د 2.2 فيصدي کچې سره زياتېږي.

دنوموړي په وینا د اقتصاد دا وده د مخ په زیاتېدونکې ابادۍ سره سمون نه لري او چې کومه اقتصادي ترقي کېږي د هغې 70 فيصدي برخه د هېواد يوې ځانګړې وړې طبقې ته ځي او هم دا لامل دی چې غربت، بې کاري او ګراني سېوا کېږي.

د تېر ګل په ورځ قامي اسمبلۍ ته دحکومت لخوا ویل شوي چې په هېواد کې دا مهال د ټولې ابادۍ 22 فيصدي خلک د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG