لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ وایي جنوبي وزیرستان کې یې ۱۰ترهګر وژلي


دپاکستان پوځ وایي جنوبي وزیرستان کې یې داستخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي چې پکې لس ترهګر وژل شوي اؤ د دوئ نه پاتې شوې وسلې هم پوځ ته په لاس ورغلي دي.

دچهارشنبې په ورځ خپل یو بیان کې دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې ویلي په وژل شوؤ ترهګرو کې دهغوئ څلور کمانډران هم شامل دي خو پوځ پخپل بیان کې ددغو وژل شوؤ کسانو نوره هیڅ پیژندګلو نه ده ښودلې .

دپوځ په وینا وژل شوي ترهګر د زمکنیو ماینونو په ښخولو اؤ د بېګناه وګړو په نخښه کولو کې ککړ وؤ اؤ اوس یې هم جوبي وزیرستان کې دترهګرۍ پلان جوړولو .

په دې وروستیو کې چې دافغانستان دننه دطالبانو حکومت رامخې ته شوی څېړونکي وایي پاکستان کې هم ورسره تندروه ډلې یوځل بیا فعالې شوي اؤ په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ چټک شوې ده.

دپاکستان پوځ چې تر دې دمخه بیلابیلو وختونو کې دقبایلي ضلعو دننه عملیاتو کې د ترهګرو د وژلو څومره دعوې کړي هغې کې زیاتره دسیمې خلکو اؤ ازادو سرچینو دروغ بللي اؤ وایي پوځ باندې چې کله دترهګرو لخوا بریدونه وشي نو بیا دوئ په هغه سیمه کې بېګناه خلک وژني اؤ یا یې هم پورته کوي.

تر دې وړاندې په ۲۶م ستمبر هم پوځ دعوه کړې وه چې دپوځ دشمالي وزیرستان د دوسلې په سیمه کې دترهګرو دشتون په اطلاع عملیات کړي اؤ یو ترهګر یې وژلی.

پوځ دغو عملیاتو کې هم ترهګرو نه د وسلو ترلاسه کولو دعوه کړې وه خو په عین حال کې بیا دپاکستاني طالبانو لخوا ویل شوي وؤ چې دغو عملیاتو کې دپوځ درې عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په ۲۰ ستمبر هم دعوه کړې وه چې په شمالي وزيرستان کې يې عمليات کړي او د لاقانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان يو مهم کمانډر يې پکې وژلی دی.

جنوبي وزیرستان د افغانستان په پوله پرته د غرونو او ځنګلونو سیمه ده چې پکې په یو وخت کې د وسلوالو مرکزونه وو خو د پاکستان پوځ وايي د کال ۲۰۰۹م د راه نجات نومې عملیاتو ورسته یې وسله وال د سیمې څخه ویستي چې وروسته بیا د عملیاتو نه بې کوره شوي خلک بیرته ستانه کړی شوي دي.

څيړونکي وايي په وزیرستان کې د بدامنۍ په پېښو کې زياتوالی په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په ۱۵م اګست طالبانو کابل او د افغانستان زياتره برخې نيولي او ويل شوي د افغانستان د زندانونو څخه د تحریک طالبان پاکستان او القاعده غړي خوشي کړی شوي وو.

راپورونه وايي طالبانو د کابل واک نیولو ورسته یوازې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې تر لسو نه زیات بریدونه په امنیتي ځواکونو شوي چې پکې یې امنیتي سرتیرو ته ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.

په اسلام اباد کې د امریکايي ورځ پاڼې نيویارک ټايمز خبریال احسان محسود ټیپو ته وايي د اوسنیو حالاتو نیغ په نیغه تړاو د افغانستان له حالاتو سره دی او په افغانستان کې طالبانو د حکومت نیولو سره نه یوازې وزیرستان بلکې په نورو قبایلي سیمو کې هم د بد امنې پېښې سېوا شوي دي.

وي او اې سره په خبرو کې هغه وویل پاکستاني حکومت په افغان طالبانو ټینکار کړی چې پاکستاني طالبان د ملک نه اوباسي یا دوی سره خبرو ته یې اماده کړي خو هغه وایي په افغانستان کې طالبانو د حکومت واک نیولو سره دغلته د پاکستاني طالبانو په فعالیتونو کې تیزی راوستې او ښکاري چې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو تیر شوی تعلق هم هغسې په ځای دی.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG