لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سور صلیب د افغانستان په ګاونډ کې لسګونو زرو افغان کډوالو ته تیاری نیسي


واشنګټن - د سره صلیب نړیواله اداره وايي، دوی له افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو ته په راتلونکو میاشتو کې د لسګونو زرو کډوالو د څپې لپاره تیاری نیسي.

دوی ویلي، د دې کار لپاره یې له نړیوالو د ۲۴ میلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې.

د اګست په نیمايي کې د طالبانو لخوا د واک له ترلاسه کولو راوروسته تر اوسه د کډوالو دغه اټکلي څپه نه ده راغلې خو د داخلي بې ځایه شویو شمېر په زیاتېدو دی.

د ملګروملتونو د کډوالو چارو ادارې په یو راپور کې ویلي، چې تر ۳۰۰۰۰ زیات کسان د جنورۍ راهیسې د خوندیتوب لپاره پر پولو اوښتي دي.

خو د سره صلیب اداره وايي، دوی تمه لري چې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي حالاتو د خرابېدو له امله د کډوالو شمېر هم زیات شي.

د سره صلیب ویاندې نتالي پېروډ امریکا غږ ته وویل، افغانستان له ګڼو پېچلو بیړنیو حالاتو سره مخ دی.

هغې وویل، په میلیونونو خلک له سختې وچکالۍ، د خوړو او اوبو له کموالي، داخلي بې ځایه کېدو، ‌کورونا او له خراب اقتصاد سره مخ دي.

هغې زیاته کړه، یو ستره ستونزه بانکي خدماتو ته نه لاس رسی هم دی.

پېروډ وویل، "مونږ راپورونه لرو چې بانکونو ته خلک په ډېرو اوږدو اوږدو کتارونو کې ولاړ دی. په اونۍ کې یواځې ۲۰۰ ډالره ویستلی شي. او دا په دې معنی چې خلکو سره پیسې نشته او په نېږدې راتلونکې کې به یې د خلکو بنیادي اړتیاوې پوره نشي."

د سره صلیب اداره وايي،‌۱۸ میلیونه خلکو ته بنیادي خدمات نه رسېږي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دوی خبرداری ورکوي چې راتلونکی سخت ژمی به دا ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

پېروډ وویل، د دغو سختو حالاتو له امله به په لسګونو زره افغانان ګاونډیو هېوادونو په راتلونکو میاشتو کې وتښتي.

هغې وویل، سور صلیب تیاری نیسي چې دوی وژغوري او له دوی سره بشري مرستې وکړي.

مېرمن پېروډ وړاندې وویل، "په افغانستان کې اوسنی حالت خبرداری ورکوي نو له همدې امله مونږ لا بد حالت ته تیاری نیسو. کېدای شي بې ځایه کېدل او کډوال کېدل ونشي خو غوره به دا وي چې مونږ له اوسه تیار اوسو د دې پر ځای چې وروستیو شیبو ته انتظار وباسو او که بیا د کډوالو له یو ناڅاپي لویې څپې سره مخ شو نو بیا به نه پوهېږو چې څه ډول ورسره چلند وکړو."

د سره صلیب نړیواله اداره وايي، دوی ۲۴ میلیونو ډالرو مرستې او د ۱۶۰۰۰۰ کډوالو لپاره د یو کال لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

یاده اداره وايي، دوی به زیات تیاری، په ایران، پاکستان او تاجکستان کې ونیسي او د مرکزي اسیا په یو شمېرو نورو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو لپاره باید هم د مرستې لمن وغځول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG