لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان کې دځایي ملک په ګاډي چاودنه،یو تن وژل شوی،دوه ژوبل


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې د یو ځایي مشر ملک ریمال ګاډي کې چاودنه شوې چې پکې یوتن وژل او دوه نور ټپيان شوي دی.

د ژوبلو کسانو حالت هم اندېښمن ښودل کیږي.

پوليس وايي دپېښې سره سم سمدستي د پیښې ځایې ته رسیدلي او د لټونې عملیات یې پیل کړي.

د علاقې د پولیسو مشر یا ایس ایچ او ریاض نور وايي دا پیښه نن غرمه شواه سیمه کې د یوې قامې جرګې ترڅنګ شوې چې د علاقې یو مخور مشر ملک ریمال په موټر کې بارودي توکي د وړاندې نه ایښودل شوي وؤ.

هغه وویل دچاودنې په وخت هغه خپل موټر کې موجود نه ؤ خو د کورنۍ نور درې کسان یې ټپي شوي چې پکې یو بیا روغتون کې ساه ورکړې ده.

نور ټپي شوي کسان درملنې لپاره یو هنګو او بل پیښور کې روغتونونو ته وړل شوي دي.

پولیس وایي کورنۍ یې په چا دعویداري نه ده کړې او مقدمه د ترهګرې په ضد پولیسو ته لیږل شوې ده.

په شمالي وزیرستان کې وخت په وخت د هدفي وژنو پېښې رامنځته کيږي اؤ دغلته د هدفي وژنې وروستې پیښه په 11 ستمبر رزمک سیمه کې شوې وه.

ددې هدفي وژنې په اړه علاقې نه د صوبایي اسمبلۍ غړي میر کلم وزیر په ټویټر لیکلي وؤ.

په شمالي وزیرستان کې بیا هدفي وژنې رزمک يو قومي مشر د نامالومو وسله والو په ډزو ووژل شو د کلونو عملیاتو باوجود هم شمالي وزیرستان د ناکراریو مرکز دی. هیڅوک زمونږ د نسل وژنې په اړه جدي نه دي.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنې یوه بله پېښه د اګست په 27م نیټه د میر علي په اینځر سیمه کې شوې وه چې پکې د نا امنۍ په ضد د شمالي وزیرستان د ځوانانو دتحریک یوتهـ اف وزیرستان مشر نور اسلام داوړ وژل شوی ؤ.

یوتهـ اف وزیرستان، پښتون ژغورنې غورځنګ، د سیاسي ګوندونو او ځايي مشرانو د داوړ د وژنې د پېښې پرضد احتجاجي مظاهره کړې وه چې پکې د نور اسلام داوړ په وژنه کې دککړو کسانو مالومولو او هغوئ ته دسزا ورکولو سره په علاقه کې د هدفي وژنو او د ناامنیو دنورو پېښو د مخنیوي دپاره په ټینګار غوښتنې شوې وې.

دشمالي وزیرستان د ځوانانو دتحریک یوتهـ اف وزیرستان په نوم دغیر دولتي تنظیم د شمیرو تر مخه سږ کال تر دې مهاله نزدي 48 کسان د هدفي وژنو په پیښو کې وژل شوي چې پکې پینځه زنانه هم شاملې دي.

دغه شمیرې ښایي چې د ضرب عضب عملیاتو نه را پدېخوا 409 کسان د هدفي وژنو ښکار شوي چې پکې د علاقې مخور مشران، افسران، ځوانان او زنانه شامل دي.

په دغو پېښو کې سږ کال د يوې غېر دولتي ادارې سره کار کوونکې څلور ښځې هم وژل شوې وې.

په شمالي وزیرستان کې په کال 2014 کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات شوي وؤ او دغه علاقې دترهګرو نه پاکې ګرځول شوې وې خو بیا هم د علاقې نه د هدفي وژنو او ناامنۍ د پېښو خبرونه ترلاسه کیږي.

د علاقې پولیس او نور حکومتي چارواکي دعوې کوي کله نه چې دا سيمې په صوبه کې شاملې کړی شوي حالات پکې ښه شوي دي.

د سرکاري شمیرو تر مخه په دې تیره یوه اوونۍ کې په شمالي وزیرستان کې په امنیتي سرتیرو درې بیلا بیل ترهګر بریدونه شوي چې پکې د پاکستان 7 عسکر وژل شوي دي .

دغه بریدونه د شمالي وزیرستان په سپین وام او دوسلي سیمو کې شوي چې ددې ټولو بریدونو ذمه داري لاقانونه ګرځول شوي د پاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده.

دا تازه بريدونه په داسې حال کې شوي چې په 28 ستمبر د پاکستان پوځ ویلي وو، په جنوبي وزیرستان کې يې عمليات کړي او د لسو ترهګرو د وژلو دعوه يې کړې وه.


د تیرې جمعې په ورځ (لومړي اکتوبر) د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي وو"د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوئ کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوئ سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده"

خو د عمران خان د بیان وروسته ټي ټي پي د مذاکراتو خبرونه رد کړي وو. او پاکستاني مطبوعاتو ويلي وؤ د حافظ ګل بهادر ډلې د 20 ورځو ډز بندي اعلان کړې ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG