لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پینډورا پیپرز،ایا دپاکستان دپوځ پخوانیو جرنیلانو سره به څوک حساب وکړی شي؟


ملکي سياستمداران وايي پاکستان کې تل يوازي د ولس منتخبو استازو سره حساب کتاب شوی دى ځکه دوئ نه ګڼي چې پينډورا پيپرز کې نومول شوؤ دپوځ پخوانيو جرنيلانو څخه به څوک بهر ملکونو کې د دوئ د اف شور کمپنيانو د مالي سرچينو په هکله پلټنى وکړل شي.

قانون پوهان داسې قانون د ملکي دستور په ضد بولي چى د يو جرم پسر د پوځي او سويلين ترمنځ توپير کوي او وايي د ملکي قانون لاندې پينډورا پيپرز کى نومول شوي د پوځ پخواني جرنيلان د آف شور کمپنيانو لرلو په معامله اړونده حکومتي ادارو ته ځوابي دي

د ایي سي ایي جی رپورټ کى مخې ته راغلو٧٠٠ پاکستاني وګړو کې دسياستمدارانو او کاروباري خلکو سره د پاکستان د پوځ ديو شمير پخوانيو جرنيلانو نومونه هم شامل دي چى په خپله يا د کورني د غړو په نوم بهرنيو هيوادونو کې آف شور کمپنۍ لري.

دپورټ ترمخه د پوځ پخواني جرنيل شفاعت الله شاه د آف شور کمپنۍ د لارى لندن کې د خپلې ښځې په نوم قيمتي اپارټمنټ اخستى دی.

د پوځ استخباراتي ادارى ایي ايس ایي د ترهګرۍ دمخنيوي دڅانګې مشر ميجر جنرل نعيم نصرت کال ٢٠٠٩ کې د خپلې څوکۍ ړمعياد پائ ته د رسېدو سره سم آف شور کمپني پرانستې وه.

د پوځ د بلې مهمې ادارې نيشنل لاجسټک سيل دمشر په توګه دسرکاري خزانې د٤٠٣ اربو روپو د رقم په غير قانوني ډول د ونډو بازار کې سرمايه کارۍ باندې وړاندې نه تورن جرنل ريټايرډ افضل مظفر هم د آف شور کمپنۍ مالک دى او دغه کمپني متحده عرب اماراتو کې د کاروبار لپاره کارول کيږي.

د پاکستان د وتلې کاروباري کورنۍ سيف الله خاندان نزدې خپلوان او د پوځ پخواني جرنيل علي قلي خان هم د يو آف شور کمپنۍ د لارې لندن کې د خپلې خور په نوم قيمتي جايداد اخستی دی.

ددفاع وزارت دپخواني سکتر اؤ بل د پوځ دپخواني جرنيل تنوير طاهر ښځه هم آف شور کمپنۍ کې برخه لري.

دغه راز د پاکستان دهوايي ځواکونو دپخواني مشر عباس خټک د دوؤ زامنو په نومونو هم آف شور کمپنۍ راوتلي دي.

قانوني ماهرين وايي په خپل هيواد کې د ټيکس نه بچ کيدو لپاره بل هيواد کې آف شور کمپني پرانستل غير قانوني عمل يا جرم نه دی.

خو دوئ زياتوي که چرى دا ثابته شوه چې عوامي عهده لرونکي کوم تن خپلې پنګې پاکستان کې د اړونده حکومتي ادرو لکه ايف بي ار انکم ټيکس نه پټي ساتلې وي يا انتخابي ګوشوارو کې یې ذکر نه وي کړى نو د هغه په ضد قانوني کاروايي کيدلى شي او هغه د خپلې څوکۍ لپاره نااهله ګرځول کیدای شي.

دحکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند د قامي اسمبلې غړى رياض حسين پير زاده وايي پاکستان کې تل د منتخبو استازو سره حساب کتاب شوی دى او دی نه ګڼي چې پپنډورا پيپرز کې نومول شوؤ د پوځ پخوانيو جرنيلانو سره به څوک احتساب وکړى شي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وويل سياستمداران هر پينځه کاله وروسته خپلې اثاثې ښايي په لکونو ووټونه اخلي خو بيا هم د غلو په نوم ياديږي.

نوموړې وويل پاکستان کى د سره کوم قانون نيشته چى پوځي جرنيلان خپلو اثاثو ښودلو باندې مجبوره کړي نو د دوئ نه د آف شور کمپنپانو او اثاثو د مالي سرچينو په هکله پلټنې څنګه کيدلى شي؟

پاکستان کې يو عام تاثر دا هم دى چې ګني پوځ دخپلې دادارې دننه د احتساب موثره نظام لري او پوځ وخت په وخت ددې د افاديت پخلى هم کوي.

خو د ملکي دستور ماهر او د قانون پخوانی وزير افتخار حسين ګيلاني وايي ددغه نظام په شا د پوځ پخواني جرنيلان پټيدى نه شي او هغوئ د آف شور کمپنيانو په معامله هم د سويلين په څير ملکي قانون د لاندى ايف بي آر او انکم ټيکس ته جواب ورکوونکي دي.

افتخار ګيلاني وي او ای ډيوه ته وويل که داسې قانون وي جې په يو جرم تورن پوځي او سويليين کې توپير کوي نو هغه یې نه مني او دا به د ملکي دستور په ضد وي.

کال ٢٠١٦ کې دهغې وخت ددفاع وزير خواجه آصف سينيټ ته ويلي وؤ دپاکستان پوځ ٥٠ لویې کاروباري ادارې چلوي.

د روان کال داپريل مياشت کې دملګرو ملتونو د ادارې يو اين ډي پي رپورټ کې ويل شوي وؤ د پاکستان پوځ د هيواد په کاروبارونو کې تر ټولو زياته برخه لري.

هم سږ کال د پوځ د کورونو جوړولو ادارى ډي ايچ ای سره تړلې قضييه کې د لاهور هاي کورټ د هغې وخت مشر قاضي پوځ قبضه ګروپ يا پاکستان کې په زمکو قبضه کوونکې لويه ډله ګرځولې وه.

د پاکستان د پوځ يو شمير پخواني سرلښکران او جرنيلان بهرنيو هيوادونو کې ميشت دي او ويل کيږي دغلته غټ غټ جایدادونه لري.

پينډورا پيپرز کې دپوځ دجرنيلانو نومونه په يو داسې وخت کې مخې ته راغلي چې وړاندې نه هیواد کې حکومت مخالف ګوندونه د پوځ دبل پخواني جرنيل عاصم سليم باجوه بهرنيو ملکونو کې د اربونو روپو دغير قانوني اثاثو دلرلو په خبر سخت غبرګون ښاي او مخالفه ګوندونه دا د احتساب په معامله دتوپير لویې مثال بولي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG