لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې په ښځو اؤ ماشومانو دتیري دپېښو رپورټ کولو ځانګړې څانګه پرانستل شوه


دا په قبايلي ضلعو کې د خپل نوعيت دويمه څانګه ده، دې نه وړاندې د کرمې ضلعې پاړه چنار کې هم ځانګړې څانګه یا ډیسک جوړ کړی شوی دی۔ 

د قبايلي ضلعې باجوړ پوليسو په ښځو او ماشومانو د تشدد،جنسي تېري او په زوره د مشقت د رپورټ کولو دپاره ځانګړې څانګه پرانستې ده۔

دا په قبايلي ضلعو کې د خپل نوعيت دويمه څانګه ده، دې نه وړاندې د کرمې ضلعې پاړه چنار کې هم ځانګړې څانګه یا ډیسک جوړ کړی شوی دی۔

ځايي خلک وايي د پوليسو ددې ګام هرکلی کوي خو د ښځو حقونو د پاره کارکوونکي وايي چې داسې ګامونه فقط د اعلانونو پورې محدودول نه دي پکار، بايد چې دا پائيدار وي او خلک ترې دوامداره ګټې پورته کړي.

د باجوړ پوليسو لخوا خپره شوې يوه خبر پانړه کې ويل شوي دغه ډیسک د پاره يې تربيه شوې عمله ګمارلې او څلیريشت ساعته به فعاله وي .

دخپرپاڼې له مخې دغه ځانګړې څانګه کې ښځې او ماشومانو ته د ورپېښو مسلو په اړه رپوټونه درج کېدی شي۔

د باجوړ اوسيدونکي شيخ خانزاده ډيوه ته وويل په قبايلي ضلعو کې د پوليسو نظام لا هم نوی دی او ښځې او سړي يې لا هغسې په ګټو نه دي خبر خو د حکومت ددې ګام هرکلی کوي چې ورسره به ښځې هم قانون ته لاس رسی ولري.

" د وخت تېريدو سره مونږ هیله من یو چې داسې نظام به ډيرې اسانۍ او ګټۍ زمونږ په ټولنه کې راولي"

دښځو حقونو د پاره کارکونکي وايي په قبايلي ضلعو کې د ښځو او ماشومانو سره کيدونکي زياتي د ملک د نورو برخو په څېر نه رپورټ کيږي خو د ځانګړو څانګو جوړولو سره به دوئ ددې جوګه شي چې ورپېښې ستونزې په اسانه پوليسو ته رپورټ کړي۔

د خويندو کور نومې تنظيم غړې ياسمين اختر وايي په قبایلي ضلعو کې د حکومت د ښځو د تشد په اړه د رپورټ درج کولو نظام جوړولو سره به زياتې ښځې وکړی شي چې دې مرکزونو ته راشي او د قانون د لارې ځان ته انصاف وغواړي.

"قبائيلي ضلعو کې ښځې د ډيرو مشکلاتو نه تيريږي، دا د سړو برلاسه ټولنه ده او ښځې په کيدونکي تشدد د ټولنيز فشار له امله غلې پاتې کيږي"

د خېبر پښتونخوا حکومت دې نه وړاندې د صوبې بېلا بېلو برخو کې په تاڼو کې د ښځو د پاره ځانګړي مرکزونه جوړ کړي خو د بليو وينز نومې ادارې په خېبر پښتونخوا کې مشر قمر نسيم وايي دغسې ځانګړي مرکزونه اکثر د غېر دولتي تنظيمونو په مرسته جوړ کړی شوي دي او چې کله دغه مرستې ختمې شي نو حکومت هم دغې مرکزونو ته پاملرنه پريږدي۔

قمر نسيم وائي بايد چې داسې مرکزونه پائيداره وي او که د غېر دولتي تنظيمونو مرستې ورسره ختمې هم شي نو چې حکومت يې ذمه واري واخلي۔

قمر نسيم وويل حکومتي شمېرې ښايي چې په قبایلي ضلعو کې د کورني تشدد کچه ډيره سېوا ده،

په يوه وروستۍ سروی یا نظرپوښتنه کې ښودل شوي چې قبائيلي ضلعو کې ۶۶ فيصده ښځې د کورني تشدد ښکار کيږي او دغه کچه دخېبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې د ۵۰ فيصده نه زياته ده۔

قمر نسيم وويل چې د تشدد ترڅنګ په قبايلي ضلعو کې د کم عمرۍ ودونه هم زيات کيږي خو دغه بيا نه پوليس سره او نه ميډيا کې رپورټ کېږي چې اکثر داسې کېسونه پټ پاتې شي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG