لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د لاټري وېزو نوم لیکنه پیل شوې خو د تېر کال ګټونکي لا نه دي رسېدلي


واشنګټن – د بایډن ادارې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د امریکا د ۲۰۲۳ کال د لاټري وېزو لپاره نوم لیکنه اعلان کړه خو د لاټري پخواني ګټونکي لا هم امریکا ته نه دي رسېدلي.

د امریکا د لاټري وېزو د تېر کال په ګټونکو کې له افغانستان، مصر، پیرو، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو څخه کسان دي چې لا تر اوسه هم په امریکا کې د یو نوي ژوند د پیلېدو په تمه په خپلو هېوادونو کې بند پاتې دي.

د امریکا لاټري وېزې چې د ګرین کارډ لاټري په نامه هم یادېږي، هر کال په نړۍ کې د امریکا د حکومت لخوا کابو ۵۵۰۰۰ کډوالو ته ورکول کېږي.

د دغو وېزو لپاره نوم لیکنه د نوي مالي کال څخه ډېر مخکې پېلېږي چې د غوښتنلیکونو د کتلو لپاره کافي وخت وي خو د تېرو دورو د غوښتنلیکونو په ارزولو کې د ځنډ خبرونه هم خپاره شوي په ځانګړې توګه هغو چې د ولسمشر ډانلډ‌ ټرمپ په دور کې درخواست ورکړی. همدارنګه د کورونا د وبا له امله هم دغه بهیر ورو شوی دی.

۳۵ کلنې مصرۍ لرغون پوهې سمر په ۲۰۲۱ کال ددغې وېزې لاټري ګټلې وه خو لا تر اوسه هم نه ده راغلې. مېرمن سمر په خپل هېواد کې له بشري حقونو څخه په سرغړونو باندې یوه خوله وره انتقاد کونکې ده او له امریکا غږ څخه یې غوښتي چې د هغې کورنی نوم دې نه خپروي.

هغې وویل، زما د وېزې لپاره مالي کال د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۳۰ نېټه پای ته ورسېده خو زما د وېزې په اړه زما اکثرو پوښتنو ته لا ځواب نه دی راکړل شوی.

هغې زیاته کړه، د کډوالۍ دا فرصت زما لپاره یوه اړتیا ده ځکه پولیس له ۲۰۱۶ کال راهیسې ما او زما کورنۍ ځوروي او له دې سره به مونږ یو انساني او خوندي ‌ژوند پیل کړو.

ستونزه په دې کې ده چې د قانون له مخې، د وېزې شرایطو ته برابرېدل دوهم کال ته نه اوړي او ټول بهیر باید په یوه کال کې بشپړ شي.

اوس چې وخت په تېرېدو دی نو د دریو ماشومانو دغه مور د امریکا د لاټري وېزې له نورو ګټونکو سره یوځای د امریکا د حکومت پرضد یو حقوقي دعوا پرانېسي په دې هیله چې د سفر لپاره اسناد ترلاسه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند امریکا غږ ته په یو برېښنا لیک کې ویلي، "په لاټري کې ټاکل کېدل د دې ضمانت نشي کولای چې وېزه به ترلاسه کوي او یا به انټروي ته غوښتل کېږي. انتخاب یواځې یو کس د لاټري وېزو شرايطو ته برابروي." د دې خبرې تفصیل به د مېرمن سمر لپار اسانه نه وي.

سمر وویل، "زه او زما مېړه د ۲۰۰۰ کال راهیسې د لاټري ویزو ته درخواست کوو. مونږ درې ماشومان لرو. مونږ ټول لازم اسناد او فورمې لېږلي دي."

هغې دا هم وویل، "مونږ حتی کوښښ وکړ چې اروپايي اتحاد ته ولاړ شو خو وېزه مو ترلاسه نه کړه."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG