لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"پښتانه ترهګر نه دي"، د عمران خان بيان ته په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ويل شوی


د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پښتنو په اړه تازه بيان ته په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ویل شوی او په ټویټر ټرېنډ چلول شوی چې ​PashtunAreNotTerrorist)#)​ پښتانه ترهګر نه دي.

د برتانیې آن لاين خبري ادارې مډل ايسټ ايي ته په مرکه کې چې پرون په 11 اکتوبر خپره شوې پکې عمران خان ويلي، امريکې چې په افغانستان حمله وکړه او پاکستان يې اتحادي شو،"د ډېورنډ دې اړخ ته پښتانه د پولې د پورې غاړې پښتنو سره پوره خواخوږي جوړ شو، د مذهب له وجې نه، بلکې د پښتونولۍ او قوميت په بنياد، کومه چې ډېره کلکه ده او کله چې مونږ (پاکستان) د امریکا اتحادي جوړ شو نو دوی زمونږ مخالفه شو، دوی مونږ ته د امریکا ملګري وويل او د پاکستان په رياست یې بريدونه پېل کړه او ځان ته یې پاکستاني طالبان ويل پېل کړه".

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا صوبې مشر اېمل ولي خان ویلي،

"په دغه ډول بيانونو نيازي صېب (عمران خان) څه ويل غواړي؟ ايا پښتانه د پاکستان سره جنګول غواړي؟ يو موټی ترهګر د پښتنو سره تړل د پښتنو سپکاوی دی، دا د کومو پښتنو خبره کوي؟ پښتانه ترهګر نه د ترهګرۍ اغېزمن دي او د ترهګرۍ مخه یې نيولې ده. نيازي د دغه لارې پښتانه نړۍ ته ترهګر ښودل غواړي".

د قومي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په ټویټر ویلي،

"په قامي اسمبلۍ کې يې قرارداد جمع کړی چې وزيراعظم دې پښتنو ته په طالبانو ويلو او پښتانه د ترهګرو سره تړلو باندې بخښنه وغواړي".

محمد تقي په ټویټر ويلي،

"کله هم هر پښتون طالب نه دی او نه هر طالب پښتون. طالبان اسلامي ترهګر دي او د پاکستان پوځ د پښتنو ملتپالنې په مخالفت کې جوړ کړي دي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين ويلي،

"عمران خان پرله پسې د پښتنو په اړه نسلي او متضاد بيانونه ورکوي چې دوی مجرمان ښکاره کړي او د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د امنيت په نوم په پښتنو شوی بربریت د دغه لارې پټ کړي. ټول خبر دي چې د سټريټجک مقصد دپاره په پښتونخوا کې جعلي امنيتي ډرامه جوړه شوې وه".

د پاکستان مزدور کسان ګوند نن په پېښور کې د عمران خان د پښتنو په اړه بيان پرضد د احتجاج اعلان کړی دی.

په ټولنيزو رسنیو ډېر کسانو د عمران خان په کابينه کې موجودو پښتنو وزيرانو هم ټکونه کړي چې دوی د عمران خان په دغه بيانونو ولې خاموشه پاتې دي؟.

د عمران خان نه په مرکه کې پوښتنه

د عمران خان پوښتنه شوې چې، تاسو په خپل کتاب کې ليکلي چې امریکا د افغانستان نه ووځي څوک چې د بې ثباتۍ سبب دی، چې امریکا ووځي څيزونه به په خپله سم شي، امریکا تلې ده، ايا هر څه سم شوي دي؟ تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په پاکستان کې يوه مسله ده، ايا داسې نه ده؟ د امریکا د تلو څخه خو دغه مسله حل نه شوه،

په ځواب کې عمران خان وويل دې ته په ټوله کې ګورو، ټي ټي پي څه وه؟ ټي ټي پي پاکستان لور ته پښتانه وو، طالبان د پښتنو غورځنګ دی په افغانستان کې د 45 نه تر 50 فيصده پورې پښتانه دي، د ډېورنډ دې اړخ پاکستان لوري ته پښتانه دوه هومره يا دوه چنده زيات دي او د قبايلي علاقې دواړو غاړو ته پښتانه مېشت دي چرته چې په حقيقت کې کومه پوله نه وه او ډيورنډ لاين دوی کله هم نه ده منلی دوی به په ډېورنډ په ازاده تګ راتګ کولو مونږ هلته ازغن تار ولګولو مخکې داسې نه وه.

هغه وویل، او کله چې امریکا په افغانستان حمله وکړه طالبان يې لرې کړه د پولې د دې اړخ پښتانه د پولې د پورې غاړې پښتنو سره پوره خواخوږي جوړ شو، د مذهب له وجې نه، بلکې د پښتونولۍ او قوميت په بنياد، کومه چې ډېره کلکه ده. او کله چې مونږ (پاکستان) د امریکا اتحادي جوړ شو نو دوی (پښتانه) زمونږ مخالفه شو، دوی مونږ ته د امریکا ملګري وويل او د پاکستان په رياست یې بريدونه پېل کړه او ځان ته یې پاکستاني طالبان ويل پېل کړه، کوم چې زمونږ په اتحاد کې د شاملېدو نه وړاندې دلته نه وو.

د پښتنو په اړه د عمران خان وړاندينۍ څرګندونې

عمران خان له دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وېنا کې هم ویلي وو، د افغانستان سره په پوله د پرتې قبايلي سيمې اوسېدونکي (پښتانه) د افغان طالبانو خواخوږي دي او دا د مذهب يا عقيدې په بنياد نه بلکې د پښتون قامپرستۍ په بنياد دي چرته چې (قامپرستې) ډيره پياوړې ده.

د عمران خان دغه بيان ته هم سخت غبرګون ويل شوی وو چې هغه د پښتنو په اړه غلط بياني کړې ده.

له دغې وړاندې د ستمبر په میاشت کې عمران خان سي اېن اېن سره په مرکه کې د حقاني شبکې په اړه پوښتنې ته په ځواب کې هغه ویلي وو، حقاني د پښتنو يوه قبيله ده چې په افغانستان کې اوسيږي، خو پښتنو پوهانو د عمران خان دغه دعوه هم په کلکه رد کړې او ويلي يې وو د حقاني په نوم د پښتنو قبيله نشته.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG