لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دایي ایس ایي دنوي مشر په ټاکنه دپاکستان دحکومت اؤ پوځ ترمنځ اختلافونه روان دي؟


پاکستان کې داستخباراتي ادارې دنوي مشر دګمارنې اعلامیه تر اوسه حکومت په رسمي توګه نه ده خپره کړې چې دسياسي چارو څېړونکي اؤ خبریالان دا دعمران خان او د پوځ د مشر جنرل قمر جاوید باجوه ترمنځ د اختلافاتو په معنا بولي.

دپاکستان د دستور ترمخه وزیر اعظم د هیواد انتظامي مشر وي او هغه د پوځ او ايي اېس ايي مشران ټاکي.

د نظامي چارو څېړونکي او د پوځ پخوانۍ جرنېل طلعت مسعود ډيوه ته وايي په دغه اعلامیه جارى کېدو کې ځنډ نه ؤ پکار.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د نوي مشر د ټاکنې د اعلامیې په خپرولو کې د راغلي ځنډ له کبله د پېدا شوي ابهام ډېر زر د لېرې کېدو امکان دی.

ورځپاڼه ډان په دې اړه د سرچينو له قوله لیکي چې په دې اړه د لوړ پوړو سول او عسکري قيادت ترمنځ د فوري غونډې کېدو اميد دی.

څېړونکي وايي د پوځي اسټبلشمنټ اوسني مشران ګڼي چې د هغوى موجودیت هم د واکمن تحریک انصاف ګوند دحکومت د دوام سره تړلی او وايي صورتحال به د اکتوبر په 25مه نېټه واضحه شي.

دپاکستان دپوځ د عامه اړیکو څانګې ايي اېس پي ار د اکتوبر په شپږمه نېټه يوه اعلاميه کې د ځینو پوځي چارواکو ترڅنګ د هېواد داستخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر ليفټننټ جنرال فېض حميد د تبادلې او د هغه د پېښور د کور کماڼدر د جوړېدو اعلان کړی ؤ خو لا هم د پاکستان د وزير اعظم دفتر په دې اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې چې څېړونکي او خبريالان یې د حکومت او پوځ ترمنځ د اختلافاتو سره تړى.

د ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه د پاکستان د وزير اعظم د دفتر لخوا د هېواد داستخباراتي ادارې ايي اېس ايي د نومول شوي ډایریکټر جنرل ليفټننټ جنرال نديم احمد انجم د ټاکنې په اعلامیه کې دځنډ له کبله دا مهال په پایه تخت کې د حکومت او پوځ ترمنځ د اختلافاتو ګنګوسې خورې دي.

ورځپاڼه د سرچينو له قوله لیکي چې د هېواد لوړ پوړي سول او عسکري مشران به په دې اړه کښېني او پرېکړه به کوي چې داسې په دې معامله غېر يقيني صورتحال ختم کړی شي.

ورځپاڼه لیکي په دې اړه د ابهام د ډېر زر د ختمېدو احتمال دی او تمه ښودل کیږي چې په دې اړه دسول او عسکري مشرانو يوه فوري غونډه هم وشي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ايي اېس پي ار د اکتوبر په شپږمه نېټه يوه اعلاميه کې د ځینو پوځي چارواکو ترڅنګ د هېواد داستخباراتي ادارې ايي اېس ايي دمشر ليفټننټ جنرال فېض حميد د تبادلې او د هغه د پېښور دکور کمانډر په توګه دټاکنې اعلان کړی ؤ خو لا هم د پاکستان د وزير اعظم له دفتره په دې اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې شوې.

په سياسي چارو د خبر صحافيانو او څېړونکو په خيال دا د عمران خان او د پوځ د مشر جنرل قمر جاوید باجوه ترمنځ د اختلافاتو څرګندونه کوي.


د پاکستان د دستور ترمخه وزیر اعظم د هېواد انتظامي مشر وي او هغه د پوځ او اي اېس اي مشران ټاکي.

دنظامي چارو څېړونکي او د پوځ پخوانۍ جرنېل طلعت مسعود ډيوه ته وايي په دغه اعلامیه جارى کېدو کې ځنډ نه ؤ راتلل پکار.

دې وايي نه دې خبر چې ددې علتونه څه دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل دا د وزير اعظم خوښه ده چې هغه څوک د ايي اېس ايي مشر ټاکي.

نوموړی وايي په پاکستان کې چې د طاقت څنګه جوړښت دی او د پوځ د اعلا چارواکو او د عمران خان تر مینځ کوم ډول اړیکې دي نو زه نه ګڼم چې داسې مهمې ګمارنې به د هغه د سلا پرته وشي.

تر اوسه دا نه ده ښکاره چې د حکومت او پوځ ترمنځ په دې اړه څه ډول اختلافات دي او نه دا چې په دې اړه به غوڅه فېصله کله کېږي؟

دحکومت مخالف سياسي ګوند مسلم لیګ ن مشران تور لګوي چې د پخواني وزیر اعظم نواز شریف له واکه لرې کول او د ایون فيلډ د درغلۍ قضيه کې مريم نواز شریف ته د سزا ورکولو تر شا د جنرل فېض حميد لاس ؤ

د ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز شریف د اکتوبر په پينځمه نېټه اسلام اباد هایکورټ کې د احتساب عدالت د پرېکړې کالعدم ګرځولو دپاره درخواست جمع کړی ؤ چې پکې یې دا تور لګولی ؤ چې جنرل فېص حميد داسلام اباد هایکورټ پخواني چیف جسټس شوکت صديقي سره ملاقات کړی ؤ او هغه ته یې ویلي ؤ چې دمريم نواز شریف او نواز شریف د ضمانت خواستونه دې نه منظوروي.

د هېواد په سياست خبر صحافي او د سياسي چارو کارپوهه اوسس توحيد ډيوه ته وايي کوم خبريالان او شنونکي چې په دې معامله د اختلافاتو کومې خبرې کوي هغه تر ډېره حده ګنګوسې دي.

هغه وايي زه نه ګڼم چې په دې اړه د حکومت او پوځ ترمنځ کوم لويې اختلاف دی او دا معامله به د اکتوبر په 25مه نېټه واضحه شي او وبه ليدل شي چې جنرال فېص حميد به د پېښور د کور کمانډر څوکۍ سمبال کړي.

دی وايي دا وخت د هېواد د پوځي اسټبلشمنټ لوړ پوړي چارواکي ګڼي چې د هغوئ په څوکیو موجودګي د اوسني حکومت د دوام سره تړلې ده او په لويو کشالو هم حکومت او پوځي چارواکي د يو بل په مزاج پوهېږي.

د پوځ او عمران خان ترمنځ د اختلافاتو د ګنګوسو په اړه نه پوځ او نه هم حکومت څه ویلي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG