لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي دپښتنو په هکله دعمران خان څرګندونې غندلي،وایي تحریک کې یې دټولو قامونو خلک شته


دپاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي‌ پي) د وزیراعظم عمران خان دا دعوه رد کړې ده چې ګنې ټي ټي پي دپښتنو تحریک دی اؤ وایي دعمران خان دا خبرې دهغه په کم علمۍ اؤ غیر سنجیدګۍ دلالت کوي.

د برتانیې آن لاين خبري ادارې مډل ايسټ ايي ته په مرکه کې تیره ورځ وزیراعظم عمران خان ويلي وؤ، امريکې چې په افغانستان حمله وکړه او پاکستان يې اتحادي شو،"د ډېورنډ دې اړخ ته پښتانه د پولې د پورې غاړې پښتنو سره پوره خواخوږي جوړ شو "

عمران خان ویلي وؤ "دا خواخوږي د مذهب له وجې نه ده، بلکې د پښتونولۍ او قوميت په بنياد، کومه چې ډېره کلکه ده او کله چې مونږ (پاکستان) د امریکا اتحادي جوړ شو نو دوی زمونږ مخالفه شو، دوی مونږ ته د امریکا ملګري وويل او د پاکستان په رياست یې بريدونه پېل کړه او ځان ته یې پاکستاني طالبان ويل پېل کړه"

دعمران خان په دې څرګندونو پښتنو سیاسي اؤ ټولنیزو شخصیاتو هم کلک غبرګون ښودلی اؤ دپاکستان په مرکزي پارلیمان کې قرارداد جمع کړل شوی چې عمران خان دې پخپلو دې څرګندونو دپښتنو نه بخښنه وغواړي.

دپاکستاني طالبانو دتحریک ویاند محمد خراساني هم د نهې په ورځ خپل یو بیان کې دعمران خان دا څرګندونې غندلي اؤ ویلي یې دي چې تحریک طالبان پاکستان په ګرد پاکستان کې دشرعي نظام غوښتونکې یوه ډله ده چې د قامي اؤ ژبني تړاؤ سره کار نه لري.

دطالبانو بیان کې ویل شوي چې ددوئ دتحریک اکثریت اؤ مشران پښتانه دي خو دا تحریک دخیبر نه تر کراچۍ دټولو پاکستانیانو تحریک دی چې پکې بلوڅ،پنجابیان،سندهیان اؤ نور هم شامل دي.

ټي ټي پي دعوه کړې چې دهغوئ تحریک دهیواد په هغو سیمو کې هم فعاله دی چې چرته چې پښتانه نه اوسیږي.

په عین حال کې پاکستان مزور کسان پارټۍ نن دعمران خان ددې څرګندونو خلاف دپېښور پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې اؤ اؤ عمران خان یې په پښتون دښمنۍ تورن کړی دی.

مظاهره چیانو پخپلو ویناؤ کې ویلي چې پښتانه ترهګر نه دي بلکې دترهګرۍ ښکار دي اؤ عمران خان پخپلو داسې ناوړه څرګندونو نړۍ ته دا تاثر ورکول غواړي چې ګنې پښتانه ترهګر یا دترهګرو ملګري دي.

په ټولنیزو رسنیو هم دعمران خان ددې څرګندونو په ضد دپښتنو سیاستمدارانو اؤ ټولنیزو شخصیاتو لخوا کلک غبرګون مخې ته راروان دی خو وزیراعظم عمران خان لا دې غبرګون ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

د قومي جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په ټویټر ویلي،

"په قامي اسمبلۍ کې يې قرارداد جمع کړی چې وزيراعظم دې پښتنو ته په طالبانو ويلو او پښتانه د ترهګرو سره تړلو باندې بخښنه وغواړي"

عمران خان له دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وېنا کې هم ویلي وو، د افغانستان سره په پوله د پرتې قبايلي سيمې اوسېدونکي (پښتانه) د افغان طالبانو خواخوږي دي او دا د مذهب يا عقيدې په بنياد نه بلکې د پښتون قامپرستۍ په بنياد دي چرته چې (قامپرستې) ډيره پياوړې ده.

د عمران خان دغه بيان ته هم سخت غبرګون ويل شوی وو چې هغه د پښتنو په اړه غلط بياني کړې ده.

له دغې وړاندې د ستمبر په میاشت کې عمران خان سي اېن اېن سره په مرکه کې د حقاني شبکې په اړه پوښتنې ته په ځواب کې هغه ویلي وو، حقاني د پښتنو يوه قبيله ده چې په افغانستان کې اوسيږي، خو پښتنو پوهانو د عمران خان دغه دعوه هم په کلکه رد کړې او ويلي يې وو د حقاني په نوم د پښتنو قبيله نشته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG