لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان مسلې ته په کتو عمران خان غوښتل چې جنرل فېض څو نورې مياشتې پاتې شوی وی


د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د سیاسي چارو يو سلاکار ويلي، د کابينې په غونډه کې وزیراعظم وويل چې د افغانستان مسله روانه ده د هغه (وزيراعظم) خواهش وو، په پاکستان د افغانستان نېغې اغېزې دي او د پاکستان په دغه ټول عمل کې غټ کردار دی، جنرل فېض به څو نورې مياشتې په دغه څوکۍ پاتې شوی وی.

د پاکستان پوځ په شپږم اکتوبر ويلي وو، د ايي اېس ايي مشر لفټننټ جنرل فېض حمید د پېښور کور کمانډر ټاکل شوی او د هغه په ځای لفټننټ جنرل نديم احمد انجم د ايي اېس ايي نوی مشر ټاکل شوی دی.

خو د جنرل نديم احمد انجم د ټاکنې په اعلاميه تراوسه وزيراعظم عمران خان لاسليک نه دی کړی.

پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (12 اکتوبر) د وزيراعظم په مشرۍ د کابينې غونډه شوې او د غونډې وروسته د اطلاعاتو وزير فواد چودري ويلي وو د ايي اېس ایي د نوي مشر ټاکنه به د قانون ترمخه کيږي.

د وزيراعظم د سياسي چارو سلاکار عامر ډوګر تيره شپه د سما ټي وي په پروګرام کې د کابينې په غونډه کې د شوو خبرو په اړه وویل، اوس به د دفاع وزارت درې يا پينځه نور نومونه ورکوي او وزيراعظم به په هغو کې د يو نوم د ايي اېس ايي د مشر په حېث ټاکي.

ډوګر او فواد چودري دواړو ویلي د وزیراعظم عمران خان او د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه دواړو د يو بل سره ښې اړیکې دي او په وروستيو کې يې تفصيلي ليدنه شوې او د ايي اېس ایي د مشر په ټاکنه يې بحث شوی دی.

د پاکستان وزیراعظم د افغانستان حالاتو ته په کتو د ايي اېس ايي د بدل کړی شوي مشر جنرل فېض د څو نورو مياشتو دپاره په دغه څوکۍ د پاتې کېدو خبره په داسې حال کې کړې چې طالبانو په 15 اګست کابل نيولی او بيا د طالبانو د کابينې اعلانولو نه وړاندې جنرل فېض حمید په څلورم ستمبر د کابل سفر کړی وو.

د افغانستان خبري رسنيو د جنرل فېض د سفر په اړه ویلي وو، د کابل په سفر کې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره لیدلي او ورسره یې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو په څرنګوالي خبرې کړې وې.

جنرل فېض حميد په کابل کې خبریالانو ته یواځې دومره ویلي وو چې "د پرېشانۍ هیڅ خبره نشته هر څه به ټيک وي".

او بيا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د جنرل فېض د کابل د سفر په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ویلي وو،

"د پاکستان امنيتي کسان کابل ته راغلي وو يو هېت يې راغلی وو خپلې هغه اندېښنې يې زمونږ سره شريکې کړې چې دوی يې په دروازو (چمن او تورخم) کې لري څو مسلې يې یادولې، يو دا چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې زندانونو خلاص شوي دي د دوی د تشوېش (اندېښنې) وړ خلک د زندانونو نه باندې راوتلي دي نو هغه د پاکستان خاورې ته زیان رسوي نو په دې خاطر دوی دروازه تړلې ده او طالبانو ورته ډاډ ورکړو چې د افغانستان خاوره به د هیچا پرضد نه کاريږي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG