لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عوامي نېشنل ګوند د ګرانۍ په ضد احتجاج کوي


د عوامي نيشنل ګوند احتجاج
د عوامي نيشنل ګوند احتجاج

پښتون ملت پاله ګوند عوامي نېشنل پارټۍ په پاکستان کې د ګرانۍ او بې روزګارۍ په ضد د خېبرپښتونخوا په ټولو ضلعو کې احتجاجي کېمپونه روان کړي دي.

د عوامي نيشنل ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان څو ورځې وړاندې اعلان کړی وو چې په هېواد کې د خوراکي او غېرخوراکي توکيو، پټرولو او نورو څيزونو نرخونه په زياتېدو دي او حکومت د دې په قابو کولو کې ناکامه دی.

له دې وړاندې د ياد ګوند مخکښ حاجي غلام احمد بلور د پېښور په چوک يادګار کې په 7 اکتوبر د24 ساعتونو د لوږې هړتال کړی وو او له دغې وروسته په ټوله صوبه کې د احتجاجي کېمپونو اعلان شوی وو.

په پېښور کې نن د شورو/ چارشنبې په ورځ په چوک يادګار کې يو وارې بيا کېمپ لګول شوی دی چې پکې د ګوند غړي، مشران او سوداګرو سره سره عامو خلکو هم ګډون کړی دی.

د عوامي نيشنل ګوند دا احتجاج په قبايلي سيمو کې هم شوی او په وزيرستان، مومند، باجوړ او نورو ضلعو کې هم کېمپونه لګول شوي دي.

پښتون ملت پاله ګوند دغه احتجاجي لړۍ په داسې حال کې پېل کړې چې د پاکستان تحريک انصاف په حکومت نور مخالفه ګوندونه هم نيوکې کوي چې په ملک کې يې ګراني ډېره سېوا کړې ده.

مخالفه ګوندونه وايي چې د تحریک انصاف د حکومت د غلطو پاليسيانو له امله په ملک کې د شته موجودو څيزونو کمی راغلی او د دغه پالیسيانو له امله ګراني جوړه شوې ده.

د تحریک انصاف په حکومت دا نيوکې هم کيږي چې په ملک کې بهرنی تجارت کم شوی او د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر ورځ تر بلې نور کميږي د کوم له امله چې هر څيز ګرانيږي، عام خلک ترې سخت اغېزمن کيږي او ورسره بې روزګاري هم سېوا کيږي.

خو د تحریک انصاف حکومت تل دا دريځ خپل کړی چې کله په حکومت کې راغله ملک د اقتصادي بحران سره مخ وو او په ملک کې د ګرانۍ او خرابې اقتصادی وضعې تور په پخوانيو حکومتونو پورې کوي.

د تحریک انصاف د حکومت واکمن وايي په درېو کلونو کې يې په ملک کې اقتصادي بحران راکم کړی او اوس دعوه کوي چې ملک ښه لوري ته روان شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG