لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبلوچستان وزیراعلا جام کمال وایي په ضد به یې دبې باورۍ تحریک ناکامیږي


د بلوچستان اعلا وزير جام کمال وايي د هغه پر ضد راوړل شوی د بې باورۍ يا عدم اعتماد تحريک به ناکامه کېږي،

د جام کمال په خبره که څه هم د دوئ د ګوند څوارلسو غړو د دده پر ضد دبې باورۍ پر تحريک لاسلیکونه کړي دي خو په وينا يې ددې حقيقت به يوه اوونۍ وروسته د تحريک عدم اعتماد د ووټو د اچولو پر وخت معلوميږې۔

"څوارلسو غړو خو پر درخواست دستخط کړی دی، يوه اوونۍ وروسته به هم هغه څوارلس خپل قوت ښکاره کوي، او بيا له هغې يوه اوونۍ وروسته يو پارليماني نظام دی، دبې اعتمادی د تحريک په اړه، اخيري ورځ به هغه وي چې په کومه ورځ د بې اعتمادۍ تحريک رایې اخستل کیږي"

جام کمال دغه خبرې د سه شنبې په ورځ په کوټه کې په يوه ځانکړي خبري کانفرنس کې وکړې۔

جام کمال وويل چې د ګوند له خفه غړو سره يې خبرې روانې دي خو د هغه په خبره که چيري د دوئ د ګوند ملګري تر اخري حد پوري ځي او د خپلو ملګرو او ګوند خبره نه منې او د ګوند جوړښت ته تاوان رسوي نو بيا به ګوند د هغوی په ضد خپلې پريکړې کوي۔

"بيا خو به يقينا ګوند کښېني او د ځينو شيانو په اړه به فيصله کوي او پر دې به يو مشاورتي عمل ترسره کوؤ چې دداسې غړو د مستقبل په اړه موږ کومه لاره ټاکو
"
د وزير اعلا جام کمال له خبري کانفرنس وروسته دحکومت اتحادي سياسي جماعتونو، عوامي نېشنل پارټۍ، هزاره ډيموکرېټک ګوند، جمهوري وطن ګوند مشرانو هم خبري کانفرنس وکړو او له جام کمال سره تر اخيره وخته د ودریدو هوډ يې بيا تازه کړو.

جام کمال او د جام د حکومت ملګرو ګوندونو خبري کانفرنس پخ داسې وخت کې کړی چې درې ورځې وړاندې د بلوچستان عوامي ګوند د ايالتي اسمبلۍ څوارلسو خفه غړو د خپل ګوندي سياسي ملګري او د بلوچستان د وزير اعلا جام کمال پر ضد د دوشنبې په ورځ د تحریک عدم اعتماد يا د بي اعتمادۍ دتحريک لپاره قرارداد د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ له سيکرېټري سره جمع کړو۔

په قرارداد کې ليکل شوي چې په تېرو درېوؤ کالو کې د جام کمال د غېر ذمه واره رویې او ناسمو فيصلو له وجې په ايالت کې ناامني بې روزګاري، او په خلکو کې تشويش زيات شوی۔

دقرارداد له مخې وزیراعلا جام کمال له مرکزي حکومت سره د بلوچستان ستونزې په سنجيدګۍ سره نه دي شریکې کړي ځکه په ايالت کې د بجلۍ، اوبو او د معيشت ستونزې لا زياتې شوې دي۔

د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ اوسني غړي او د ايالت دخزانې پخواني وزير ظهور بلیدي او د باپ ګوند نورو غړو د بې اعتمادۍ د قرارداد له جمع کولو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویلي وؤ چې پر اعلا وزير نور باور نه لري هغه دې نوره خپله څوکۍ پریږدي۔

بل لوري ته د بلوچستان عوامي ګوند له لوري د پاکستان اليکشن کميشن ته ليکل شوي خط کې غوښتنه شوې چې د جام کمال پر ځائ دې ظهور بليدي قايمقام صدر ونومول شي،

خو جام کمال په خپل خبري کانفرنس کې وويل چې د ګوند له صدارت يې استعفی نه ده ورکړې ، دی لا هم د بلوچستان عوامي ګوند مشر دی ،اؤ ترهغې به مشر وي چې ترڅو ګوندي انتخابات نه وي شوي۔

له تېرو دوؤ مياشتو راهسې د بلوچستان حکومتي سياسي حالات کړکېچن دي خو د ايالت حکومتي او اپوزيشن ګوندونو او د دوئ مشرانو ددې کړکيچ په ختمولو کې تر اوسه کومه لويه کاميابي نه ده تر لاسه کړې.

شنونکي په دې باور دي چې د تل په څېر به يو وار بيا د اسلام اباد په مداخلت د بلوچستان سياسي او حکومتي معاملات برابرېږي ۔

د بلوچستان اعلا وزير جام کمال هم نن اسلام اباد ته رسېدلی ، تر دې وړاندې د بلوچستان ګورنر سيد ظهور اغا، او حکومتي خفه غړي هم اسلام اباد ته تللي او کوټې ته راغلي۔

د بلوچستان عوامي ګوند خفه غړي غواړي چې دجام کمال پر ځای د دوئ د ګوند بل کوم غړی د اعلا وزير پر چوکۍ راولي،

د جام کمال د ليري کولو په غوښتنه کې اپوزيشن ګوندونو هم د بلوچستان عوامي ګوند د خفه غړو دملاتړ اعلان کړی دی۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG