لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسعداباد:چاودنه کې دطالبانو سیمه ییز امنیتي مشر وژل شوی،۱۱کسان ژوبل


اافغان اؤ نړیوالې رسنۍ وایي دا چاودنه نن دپنجشنبې په ورځ د کونړ دمرکز اسد اباد د کرهالي پل ترڅنګ دشیګل ولسوالۍ دپاره دطالبانو دپولیسو دمشر په موټر شوې ده چې هغه پکې وژل شوی دی.

چاودنه کې دنورو یوولسو کسانو د ژوبل کیدو خبر هم وکړل شوی دی چې ویل کیږي زیاتره پکې دطالبانو امنیتي سرتیري دي.

دپېښې سره سم دطالبانو امنیتي سرتیري سیمې ته رسیدلي اؤ په پېښه کې ژوبل شوي کسان یې روغتون ته رسولي دي.

دافغانستان طلوع ټي وي وایي دې پېښه کې دیو امنیتي چارواکي د وژل کیدو ترڅنګ ۱۳ کسان ژوبل شوي دي چې شپږ پکې سیمه ییز امنیتي سرتیري دي.

یو شمیر افغان رسنیو بیا د ډاکټرانو له قوله ویلي چې په ژوبلو کې هم د دوؤ سرتیرو حالت نازک دی.

تر اوسه ددې پېښې پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې طالبان په اقتدار کې راغلي اؤ په دغه هیواد کې څومره چاودنې اؤ بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري داعش وسله والې ډلې پغاړه اخستې ده.

دا په داسې حال کې ده چې داکتوبر پ اتمه کندوز ولایت کې دشیعه مسلک په مسلمانانو د جومات دننه برید کې تر ۱۵۰ زیات کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي وؤ چې ددغه برید پړه هم داعش پغاړه اخستې وه.

روانه اوونۍ په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې طالبان به دداعش په مهارولو کې امریکا سره مرسته نه کوي اؤ ددې ترڅنګ یې دا دعوه هم کړې وه چې طالبان په یوازې ځان داعش سره دمقابلې توان لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG