لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: عدالت منظور پشتين او محسن داوړ اشتهاري وګرځول


PTM. Muhsin
PTM. Muhsin

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پشتين، د قومي جمهوري ګوند (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ، هدايت الله پشتين او محمد شفيع اشتهاري ګرځولي دي.

د پي تي ټي اېم وکيل قادر خان اېډوکېټ وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (13اکتوبر) د کراچۍ په مرکزي زندان کې دننه جوړ د ترهګرۍ د مقدمو اورېدونکي 12 نمبر عدالت جج ملک سهېل جبار د پي ټي اېم د مشر او نورو کسانو د اشتهاري ګرځولو حکم کړی دی.

"محسن داوړ، منظور پشتين، هدایت الله پشتين او محمد شفيع، دوی اشتهاري وګرځول شو، او دا په دې وجه اشتهاري وګرځول شو چې د دوی خلاف کېس دی، دوی په دې کېس کې نه ګرفتاره شوي دي او نه يې خپل ضمانت کړی دی، نو چې کله داسې صورت وي نو عدالت دا اشتهاري وګرځوي او د دوی د ګرفتارۍ دايمي وارنټ جاري شي او بيا پوليس دا اختیار وي چې اشتهاري ورته چرته هم په لاس ورشي ګرفتارولی يې شي او عدالت ته به یې وړاندې کوي".

پي ټي اېم د تير کال 2020 په شپږم دسمبر په کراچۍ کې جلسه کړې او بيا په اووم دسمبر د کراچۍ په سهراب ګوټ پوليس سټېشن کې د پي ټي اېم جلسې ته په وېنا کوونکو مقدمه درج کړی شوې چې پکې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، د قامي اسمبلۍ غړو علي وزير او محسن داوړ سره نور هم شامل کړی شوي وو.

په مقدمه کې د 18 کسانو نومونه ليکل شوي او ویل شوي وو په جلسه کې د 18سوه نه تر 2000 پورې کسانو ګډون کړی وو.

په مقدمه کې تور لګول شوی چې دوی د رياستي ادارو، پوځ، رېنجرز او پوليس پرضد سپکه، د شر ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه.

خو پي ټي اېم دغه تور رد کړی او ويلي يې وو چې دوی د قانون او ايين لاندې د پښتنو د حقونو دپاره مبارزه کوي او د کراچۍ جلسه يې هم د مبارزې برخه وه.

قادر خان اېډوکېټ وويل د اشتهاري ګرځولو نه وړاندې عدالت په مقدمه کې د منظور پشتين او محسن داوړ د جايدادونو مالومولو حکم کړی خو د دوی په خپل نوم کوم جايداد يا ګاډی نه وو، او له دغې وروسته دوی بيا اشتهار وګرځول شو.

هغه وويل د دې مقدمې به اوس رسمي اورېدنه پېل شي، په مقدمه کې ګرفتار او په ضمانت خوشي شوو کسانو به فرد جرم لګول شي او مخکې به نوره کارروايي کيږي.

"په راتلونکي 23 تاريخ به په دې ټولو باندې کوم چې په ضمانت دي او ګرفتاره دي په دوی به فرد جرم عايد شي او د هغې نه پس په بل تاريخ به ګواهان راځي د دوی خلاف به ګواهي ورکوي او زه (وکیل) به پرې بیا جرح کوم".

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د روان کال فرورۍ په مياشت کې د محسن داوړ او د مشر منظور پشتين او نورو د شناختي کارډونو بلاک کولو او د ناقابل ضمانت نيولو وارنټ يې جاري کړی وو.

په ياده مقدمه کې دا وخت يواځې علي وزير په زندان کې دی، هغه په 16م دسمبر د پېښور پوليسو نيولی او بيا کراچۍ ته رامنتقل کړی شوی وو.

د علي وزیر نه علاوه په دې مقدمه کې په کراچۍ کې د پي ټي اېم ځايي مشران او نور غړي هم نيول شوي وو خو هغوی ټول بيا په ضمانت خوشي کړی شوي وو.

خو د علي وزير د ضمانت خواست اول د ترهګرۍ د مقدمو اورېدونکي عدالت د روان کال د فرورۍ په میاشت کې، بيا د سيند هايکورټ په لومړي جون د هغه د ضمانت خواست رد کړی او وروسته د جون په 26 د سپريم کورټ د کراچۍ رجسټرۍ ته د علي وزير د ضمانت خواست شوی، خو سپريم کورټ په دغه خواست د اورېدنې دپاره تراوسه کومه نېټه نه ده ټاکلې.

په علي وزير د روان کال د ستمبر په 20 په يوه بله مقدمه کې هم فرد جرم لګول شوی وو، دغه مقدمه د کراچۍ د شاه لطيف ټاون په تاڼه کې هغه وخت درج کړی شوې وه چې کله پي ټي اېم په کال 2018 کې په کراچۍ کې د جلسې دپاره کمپاين کولو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG