لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان پکتيکا ته مرستې لېږلي خو وزیرستاني کډوال وايي دوی هم مرستو ته اړتيا لري


پاکستان پکتيکا ته مرستې لېږلي
پاکستان پکتيکا ته مرستې لېږلي

د پاکستان حکومت د افغانستان پکتیکا ايالت ته د مرستو ټرکونه ليږلي چې پکې د چارواکو په وېنا د 2100 کورنيودپاره خوراکي توکي شامل دي، خو بل لور ته د پکتيکا سره په پوله پرتې قبايلي سيمې وزيرستان کډوال وايي دوی هم د کلونو نه کډوال او هر ډول مرستو ته اړتيا لري د پاکستان حکومت دې د دوی هم تپوس وکړي.

د جنوبي وزیرستان مرستیال کمشنر اعجاز اختر ویلي پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (14 اکتوبر) د پاک افغان کواپریشن فورم د پکتیکا صوبې 2100 کورنیو ته د خوراکي توکيو مرستې لیږلي او دا د دې اظهار دی چې په دې سخت وخت کې د افغانستان د خلکو او دولت سره د پاکستان حکومت او عوام ولاړ دی.

پکتیکا ته امدادي مرستې د جنوبي وزیرستان انګور اډې د لارې لیږل شوي، او دغه مرستې په انګور اډه د پکتيکا د طالبانو مرستیال ګورنر حماسي ته ورکړی شوي دي.

د طالبانو ګورنر میډیا ته ويلي د پاکستان د حکومت د مرستو ستاینه کوي او زياته کړې يې ده د پکتیکا خلک په دې وخت کې هر ډول مرستو ته اړتيا لري ځکه چې دوی د سختو مشکلاتو سره مخ دي.

هغه وویل د پکتيکا خلک د یخنۍ نه د سرپناه دپاره سامان، دارو درملو، خوراک او د څښلو صفا اوبو ته سترګې په لار دي.

خو بل لور ته بيا په پاکستان کې د پوځي عملیاتو په پایله کې اغیزمن شوي خلک وايي، په ملک کې اوس هم دوی کډوال دي مرستو ته اړتيا لري او پاکستان په خپله د نورو هېوادونو نه امداد غواړي، نو څنګه کولی شي چې افغانستان ته مرستې ليږي.

د شمالي وزیرستان پخوانی کډوال خلیل وزیر چې اوس هم په علاقه کې د کډوالو د مسلو د هوارولو دپاره مبارزه کوي، وايي د نا امنۍ او پوځي عملیاتو له لاسه کورونه او کاروبارونه وران شوي. اوس هم په زیات شمیر سره خلک کډوال دي ماشومان یې سکولونه او د صحت روغتیا مرکزونه نه لري هر ورځ ورځ په علاقه کې د نا امنۍ پېښې کیږي.

خلیل وزیر وایي که څه هم حکومت د دوی د ورانو شوو کورونو او بازارونو تاوان منلی خو تر اوسه دا مرستې نه دي ورکړل شوي.

هغه وویل د کاروبار د نشتوالي او مرستو نه ترلاسه کیدو په وجه کاروبار په ټپه ولاړ دی ماشومان بې تعلیمه کیږي او د کور خرڅ خوراک لپاره د خېر په غوښتو مجبور شوي دي.

کډوال وايي په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې په کال 2014 کې د ضرب عضب پوځي عملياتو په مهال د سيمې نه د زرګونو په شمېره کې خلک د افغانستان خوست، پکتيکا او ګردېز ولايتونو ته کډه شوي وو.

دغه کډوال وخت په وخت شکايت کوي چې د پاکستان حکومت دې د دوی د بيرته ستنېدو انتظام وکړي ځکه چې دغه کډوال د وړاندې نه د سختو ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو په افغانستان کې په واک کې د راتلو وړاندې دغو کډوالو ويل چې د افغانستان د حکومت او نړيوالو مرستې ورته بندې شوي ځکه دوی دې خپلو علاقو ته ستانه کړی شي.

خو پاکستاني چارواکو د کډوالو د شکايت په ځواب کې تل دغه دريځ خپل کړی چې ياد کډوال د افغانستان سره په پوله پرتو هغو سيمو استوګن دي کومې علاقې چې اوس هم په مکمله توګه د بدامنۍ څخه نه دي پاکې کړی شوي.

د طالبانو د واک نه وړاندې د افغانستان حکومت ويلي وو يواځې د خوست په ګلان کېمپ کې يې د شمالي وزيرستان 20زره کډوال رجسټرډ کړي خو پاکستاني چارواکو بيا دعوه کړې وه چې د افغانستان نه يې شپږ زره کورنۍ بيرته راستنې کړي دي.

په افغانستان کې چې طالبان په 15 اګست په واک کې راغلي طالبان د نړۍ نه مرستې غواړي چې نړۍ دې د بشري بحران څخه بچ کېدو دپاره د افغان ولس مرستې وکړي.

او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فلېپو ګراندي په 09م اکتوبر ويلي وو که چرته نړیواله ټولنه د افغانستان سره مرستې ونکړي نو په افغانستان کې لوی انساني بحران رامنځته کېدلی او د ملک د خدماتو، بېنکونو او اقتصادي نظام په مکمله توګه تباه کېدلی شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG