لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هايکورټ په قبايلي سيمه کې د ماينونو پاکولو حکم کړی


پېښور هايکورټ
پېښور هايکورټ

د پېښور هايکورټ د خېبرپښتونخوا او مرکزي حکومت سره پوځ ته امر کړی چې په قبايلي سيمه کې چرته هم په ځمکه کې ښخ ماينونه دي هغه دې پاک کړی شي.

د پېښور هايکورټ وکيل سجاد احمد مسيد وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، هغه د جون په مياشت کې پېښور هايکورټ ته خواست کړی وو چې د ټولې قبايلي سيمې او په ځانګړي ډول په جنوبي وزیرستان کې دې ښخ ماينونه پاک کړی شي.

هغه وويل عدالت پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (14 اکتوبر) فېصله اورولې، د خېبرپښتونخوا او مرکزي حکومت ترڅنګ يې پوځ ته امر کړی چې د ټولې قبايلي سيمې نه دې ماينونه پاک کړي.

هغه وويل عدالت ته يې په خواست کې دا هم ويلي وو چې په ماينونو کې کوم کسان مړه او معذوره شوي د هغوی سره دې مرستې وکړی شي. هغه وويل عدالت ته اټارني جنرل او کرنل وویل چې دغو کسانو ته به د قانون ترمخه مرستې ورکول کيږي خو دغه کسان چې اغېزمن کيږي خپل اندراج دې کوي.

نوموړي وکيل دا هم وويل چې عدالت وويل که چاته هم په دغه اړه شکايت وي عدالت ته دې رجوع کوي.

سجاد احمد مسيد عدالت ته په کړي خواست کې شمېرې وړاندې کړي چې په تيرو دوه کلونو کې يواځې په جنوبي وزیرستان کې 178 ماين چاودنې شوي، 800 کسان پکې وژل شوي او 250 پکې معذوره شوي او 400 څاروي هم پکې مړه شوي دي.

وي او اې ډیوه ته نوموړي وويل په دغو مړه شوو او معذورو کې دوی ټولې شمېرې راټولې کړي تر دې پورې چې که امنيتي ځواکونه هم د ماين چاودنو ښکار شوي هغه يې هم پکې شمار کړي دي.

هغه زیاته کړه د فېصلې په وخت امنيتي چارواکو عدالت ته وويل چې د ماینونو په پاکولو کار روان دی، په ډېرو ځايونو کې دوی مازيګر ماينونه پاک کړي خو سهار هلته بيا ماينونه ترلاسه شي.

هغه وويل عدالت ته وویل شو چې د علاقې خلک دې د امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي او چې چرته هم چاته ماین مالوميږي امنيتي سرتيري دې پرې خبروي او هغه علاقه دې ورته په ګوته کوي دوی به ماینونه پاکوي.

د پېښور هايکورټ دغه فېصله په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې په جنوبي وزيرستان کې په ماينونو معذوره شوو کسانو د ستمبر په مياشت کې نزدې 25 ورځې احتجاجي پرلت کړی، د حکومت نه يې د معاوضي، درملنې او نوکريانو غوښتنه کوله او بيا د انتظاميې په باور چې د دوی غوښتنې به منل کيږي، له دغې وروسته دغه پرلت ختم کړی شوی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG