لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکوټې احتجاج کوونکو دماشومانو دمړو سره اسلام اباد ته دلاریون ګواښ وکړو


کوته کې دکېچ ضلعې دهواشپ په سیمه کې د وژل شوؤ ماشومانو دمړو سره دتیرو درېوؤ ورځو نه په احتجاج بوختو کسانو خبرداری ورکړی چې که په څلېریشتو ساعتو کې دننه یې غوښتنې ونه منل شي نو دمړو سره به پلازمینې اسلام اباد ته لاریون پیل کړي.

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د وزیراعلی او ګورنر دفترونو ته څېرمه د هغو دوؤ ماشومانو د وژنې په ضد احتجاجي پرلت روان دی، چې د اکتوبر پر 10مه د ایران پولې ته نژدې د بلوچستان د کېچ ضلعې په هواشپ سیمه کې په چاودنه کې وژل شوي وو.

احتجاج کوونکي غوښتنې لري چې د ايف سي ځواکونه دې د ټولې ضلعې د ښارونو ښوونځیو ، کالجونو ، جوماتونو او بازارونو څخه لیرې شي، د عامه ځایونو څخه دې دایف سي ټول چیک پوسټونه ختم کړل شي اؤ سیمه کې دې دایف سي پرځائ پولیس وګمارل شي.

دغه احتجاج کوونکي وایي د غیر قانونی وژنو قضیې دي د ایف سي دمشر یا ایي جي په ضد ثبت شي اؤ هم دې دکیچ مرستيال کمشنر د حقایقو پټولو په تور کې ګوښه کړل شي.

په وژل شویو ماشومانو کې یو هلک او یوه نجلۍ وه او یو بل ماشوم ټپي شوی وو.

وژل شوي ماشومان خور او ورور دي. د دوئ سپین ږیری نيکه سردو بلوڅ له لسګونو نورو بلوڅو ځوانانو ښځو او نارینه وو سره د دوی له مړیو سره یو ځای په احتجاجي پرلت کې شریک دی.

خو بلوچستان د کورنیو چارو صوبایی وزیر میر ضیا الله لانګو بيا وایي چې په کوټه کې په احتحاج دناستې کورنۍ ټولې غوښتنې پوره شوې دي.

خپل یو بیان کې ضیا لانګو ویلي "موږ به د بې وزلو او بېګناه کورنیو ټولې مشروع غوښتنې ومنو خو ځینې عناصر چې له کورنۍ سره شخصي اړیکې نه لري او نه د سیمې سره تړاؤ لري، غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره وضعیت خراب کړي"

هغه وایي د خلکو ژوند او سر ساتنه دحکومت لومړیتوب دی اؤ په دې لړ کې خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي.

سردو بلوڅ وي او اې ډیوه ته وويل دغو ماشومانو له کور سره نیژدې لوبې کولې، وایي په همدې مهال د ملېشه ځواکونو له خوا ویشتل شوی توغندی پر دوی ولګېد او درې واړه ټپیان شول چې روغتون ته وړلو وروسته دوو ماشومانو ساه ورکړه:

"موږ غوښتنه کوو چې د دې پېښې مقدمه د ملېشه ځواکونو په ضد درج شي. موږ په تربت کې پر فدا چوک هم درې ورځې له تابوتونو سره احتجاج وکړ، خو چې ناامیده شو نو د کوټې په لور را روان شو".

سردو بلوڅ تور پورې کوي چې امنیتي عسکرو له هغه ځایه ټول شهادتونه له ځانه سره یووړل پر کوم ځای چې توغندی لګېدلی وو.

د وژل شویو ماشومانو کورنۍ وایي دوی چې له کېچ څخه تر کوټې پورې د وژل شویو ماشومانو مړي د احتجاج لپاره راوړل نو ملېشه ځواکونو پر لارې خنډونه ورته جوړول او اجازه یې نه ورکوله. وایي ملېشه عسکرو ورته ویل چې کوټې ته مه ځئ او مړي خاورو ته وسپارئ.

د کېچ ضلعې ډپټي کمیشنر حسېن بلوچ وایي، د چاودنې له ځایه چې دوی کوم شواهد تر لاسه کړي هلته د ملېشه ځواکونو له خوا د توغندي هیڅ ثبوت نه دی موندل شوی. وایي هلته د لاسي بم د چاودنې نخښې شته او دعوه کوي چې ماشومانو په دغه بم لوبې کولې او ځنې چاودل شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG