لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجنوبي وزیرستان خلک دپېښور هایکورټ دماین پاکۍ پرېکړې ته څنګه ګوري؟


د جنوبي وزیرستان خلک دپېښور هایي کورټ لخوا دماین پاکۍ دپرېکړې ستاینه کوي خو زیاتوي کال 2011م نه دوئ سره د علاقې نه د زمکنیو ماینونو د پاکولو ژمنې کیږي خو بیا دغه ژمنې نه په ځائ کیږي.

په جنوبي وزيرستان کې په ماينونو معذوره شوؤ کسانو د ستمبر په مياشت کې نزدې 25 ورځې احتجاجي پرلت کړی ؤ اؤ دحکومت نه يې د معاوضي، درملنې او نوکريانو غوښتنه کوله .

وروسته دسیمه ییزې انتظاميې په دې باور چې د دوئ غوښتنې به منل کيږي، دوزیرستان ماین ځپلو خپل دغه پرلت د دوؤ میاشتو د پاره وځنډولو.

په دې احتجاج کې د لسګونو په شمېر معذوره کسانو ګډون کولو چې پکې ډېرو ته پلاسټیکي پښې او لاسونه لګېدلي وؤ.

دغو معذوره کسانو ویل احتجاج ددې لپاره کوي چې دوئ ته د حکومت ځانګړې پاملرنه وشي.

د پرلت یو ګډون وال شیرزاده وویل دوئ سره د پرلت پرمهال په شوؤ ژمنو عمل نه دی شروع شوی.

هغه وخت ځایي‌ انتظامیې وي او اې ډیوه سره یوه خبرپاڼه شريکه کړې وه چې پکې د احتجاج کوونکو سره د دوئ دغوښتنو منلو ژمنې شوې وې.

خبرپاڼه کې ويل شوي وؤ چې د سيمې مشران دوئ(انتظامیې) ته کومې سيمې په ګوته کړي هلته به د ماينونو ټيمونه ورځي او ماينونه به پاکوي.

انتظامیه وایي د زمکنیو ماینونو په چاودنو کې معذوره شوؤ کسانو ته د مرستو خصوصي پیکیج او د نوکریو دپاره صوبایي حکومت ته او د څارویو تاوان د پاره د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې ته سپارښتنې لیږل شوي او پر دې احتحاج کوونکو جوړې مقدمې ختم کړل شوې دي.

د جنوبي وزیرستان مرستیال کمیشنر خالد اقبال ویلي وؤ په هیواد کې د وړاندې نه معذورو کسانو سره د مرستو حکومتي تګلاره شته خو وایي دا خلک دریځ لري چې دوئ په ماینونو معذوره شوي ځکه نو ځانګړې مرستې دې ورسره وشي او د ځانګړو مرستو دپاره بیا یوې جلا پالیسۍ یا تګلارې ته اړتیا ده.

شیر زاده وویل کال 2010م نه دوئ سره د ماینونو پاکولو ژمنې کیږي د ماین پاکۍ ټیمونه راشي خو بیا پرته د ماینونو له صفایۍ بېرته ستانه شي.

د هغه په خبره هره ورځ د زمکنیو ماینونو چاودنې کیږي چې پکې د علاقې نارینه او ښځو سره د کور ساتلي او ځنګلي ځناور هم مړه کیږي یا هم ژوبل کیږي.

د زيارت/ پنجشنبې په ورځ پېښور هايکورټ د خېبرپښتونخوا او مرکزي حکومت ته امر کړی ؤ چې په قبايلي سيمه کې چرته هم په زمکه ښخ ماينونه دي هغه دې پاک کړی شي.

حکومتي چارواکي پخپله هم په زمکه کې ښخ ماینونه تایده وي اؤ وایي د عامو خلکو تر ترڅنګ په امنتي سرتیرو هم ددې ماینونو چاودنې کیږي.

خو د علاقې پولیس وايي دوئ نوي په صوبه کې شامل شوي او د ماینونو پاکولو الات نه لري خو که یو چاته د ماینونو معلومات تر لاسه کیږي هغه یې باید پولیس ته په ګوته کوي هغوئ به یې پاکوي.

وکیل سجاد محسود وايي عدالت پوځ ته هم امر کړی او عدالت چې کومه فیصله وکړي هغه بیا عملي کیږي.

دسیمې نه زمکني ماینونه پاکول د پښتون ژغورنې غورخنګ په لومړیو غوښتنو کې شامله ده او د دوئ د شمیرو تر مخه د جنوبي وزیرستان په دوؤ سب ډویژنو لدها او سروکۍ کې د 2016م نه را په دیخوا د 300 نه زیات کسان د زمکنیو ماینونو دچاودنو ښکار شوي دي چې پکې زیات شمېر د ښځو او ماشومانو دی او د خلکو زیات شمېر څاروي او ځنګلي ځناور هم پکې مړه شوي دي.

په جنوبي وزيرستان کې په کال 2009م کې د پاکستان پوځ د تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي خو ځايي خلک وايي د دغو عملياتو په مهال په سیمه کې په زمکه کې ښخ بمونه پاتې شوي او وخت په وخت يې په خلکو چاودنې کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG