لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

علي وزير په زندان کې دننه په درملنه مطمين نه دی، رپورټ


د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشر علي وزير د يوې قضيې په زندان کې دننه اورېدنه شوې او عدالت ته د نوموړي د صحت او درملنې په اړوند رپورټ وړاندې شوی چې پکې نوموړي ويلي هغه په زندان کې د درملنې په اسانتياو مطمين نه دی.

د علي وزير وکیل قادر خان اېډوکېټ وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، د ترهګرۍ ضد لسم نمبر عدالت کې نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (18 اکتوبر) د علي وزير د هغه قضيې اورېدنه وشوه چې د نوموړي پرضد په کال 2018 کې د کراچۍ د لانډهي شاه لطيف ټاون تاڼه کې پرې درج شوې وه.

هغه وویل د اورېدنې په مهال د علي وزير د صحت او درملنې په اړه د زندان مشر طبي افسر خپل رپورټ عدالت ته وړاندې کړو، او په دغه رپورټ کې ویل شوي چې په جېل کې د درملنې او فزيواتراپي اسانتياوې شته خو علي وزیر په هغې مطمين نه دی.

قادر خان زياته کړه د هغه په خپله د علي وزیر سره خبرې شوي او مالومات يې ترلاسه کړي چې په زندان کې دننه د فزیوتراپي سمه اسانتيا نشته په کوم چې د علي وزير سم ورزش وشي.

نوموړي وويل هغه دغه خبره جج ته په ګوته کړه او عدالت ورته لارښوونه وکړه چې د سيند صوبې د داخله چارو د محکمې سره رابطه وکړي او هغو ته درخواست ورکړي چې که په زندان کې دننه سهولت ورکوي او يا يې روغتون ته ليږي، نو دی (وکيل) به يې اوس داخله محکمې ته په دغه اړوند خواست کوي.

قادر خان وايي، علي وزير د ملا د ناروغۍ سره مخ دی، د روان کال د مې او بيا د جون په مياشت کې يې د کراچۍ په مرکزي زندان کې دننه او بيا وروسته اسلام اباد کې په روغتونونو کې درملنه شوې او ډاکټرانو ورته د دوايانو سره د فزيوتراپي کولو ويلي دي.

په علي وزیر او محسن داوړ او ورسره نورو کسانو د کال 2018 د مې په مياشت کې د کراچۍ په شاه لطيف ټاون تاڼه کې مقدمه درج شوې وه.

دغه مقدمه هغه وخت درج شوې وه چې پي ټي اېم په کراچۍ کې په 13 مې 2018 د يوې جلسې اعلان کړی او د دغه جلسې دپاره يې کمپاين کولو.

په ياده مقدمه کې عدالت په 20 ستمبر په علي وزير فرد جرم لګولی خو هغه د صحت جرم نه انکار کړی وو.

علي وزیر د تیر کال د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.

دغه مقدمه چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر 2020 د جلسې وروسته درج شوې، په ياده مقدمه کې يواځې علي وزیر په زندان کې دی، ځينې نيول شوي کسان پکې په ضمانت خوشي او په تيره اورېدنه، چې په 13 اکتوبر په زندان کې دننه د ترهګرۍ په 12 نمبر عدالت کې شوې عدالت پکې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين او د قامي اسمبلس غړي د قومي جمهوري ګوند (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ او دوه نور کسان اشتهاري ګرځولي دي.

په ياده مقدمه کې د علي وزير د ضمانت خواست اول د ترهګرۍ د مقدمو اورېدونکي عدالت د روان کال د فرورۍ په میاشت کې، بيا د سيند هايکورټ په لومړي جون د هغه د ضمانت خواست رد کړی او وروسته د جون په 26 د سپريم کورټ د کراچۍ رجسټرۍ ته د علي وزير د ضمانت خواست شوی، خو سپريم کورټ په دغه خواست د اورېدنې دپاره تراوسه کومه نېټه نه ده ټاکلې.

پرون د اتوار په ماښام (17 اکتوبر) پي ټي اېم په کراچۍ کې د تنظيم د اعلانولو په غونډه کې د علي وزير د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د پي ټي اېم د سيند صوبې ټاکل شوي مشر (کوارډينېټر) نور الله خان ترين وويل، د پي ټي اېم په ټول ملک کې د تنظيم سازۍ وروسته به د علي وزير د خوشي کولو دپاره ځانګړی تحریک چلوي.

هغه وويل د پي ټي اېم اولنی تنظيم په سيند صوبه کې جوړ شو، اوس په بلوچستان کې او بيا به په خېبرپښتونخوا کې جوړيږي او له هغې وروسته به په څو ورځو کې د غورځنګ مرکزي تنظيم جوړ شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG