لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت په صوبه کې د بلدياتي انتخاباتو کولو اعلان وکړو


د خېبر پښتونخوا حکومت اعلان وکړو په راتلونکې دسمبر او بيا د راتلونکي کال 2022 د مارچ په مياشت کې به په صوبه کې په مرحله واره توګه بلدياتی يا د مقامي حکومتونو انتخابات وکړي.

او دخېبرپښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو ځانګړي مرستیال کامران بنګش نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ 21 اکتوبر په ټويټر ویلي، د صوبې حکومت يې الېکشن کمېشن ته مراسله لېږلې او صوبايي حکومت په مکمله توګه انتخاباتو ته تیار دی.

د مراسلې ترمخه د وېلج او نايبرهوډ انتخابات به په 15 دسمبر او د تحصيل د چېرمېن انتخابات به د راتلونکي کال 2022 د مارچ په 25 کولی شي.

دا په داسې حال کې چې د پنجاب صوبې ته سپریم کورټ د مقامي حکومتونو د عملدارۍ په ځای کولو امر کړی دی.

څيړونکي وايي په ځايي يا مقامي کچه منتخب استازي ولسي خدمت په ښه توګه کولی شي او د خلکو مقامي استازو ته رسايي هم اسانه وي، خو اکثره صوبايي حکومتونه د بلدياتي حکومتونو په لاره کې خنډ جوړيږي ځکه چې صوبايي حکومتونه ټول واک اختيار په خپل لاس کې ساتل غواړي او د دغه لارې انتخابي ګټې ترلاسه کول غواړي.

څيړونکي وايي مقامي يا بلدياتي حکوتونه که يو طرف ته په مقامي سطح د سياسي ګوندو په جمهوري اقدار کې روزنه کوي نو بل لور ته د دې نه عامو خلکو ته هم ګټه رسي او هغوی یې خدماتو ته په اسانه رسايي کوي.

خو د بده مرغه اکثره سياسي ګوندونه د منتخب کېدو او په حکومت کې د راتلو نه پس دغه اختيارات په لاندې سطح باندې بلدیاتي استازو او ادارو ته نه منتقل کوي او تر دې چې په دې کې خنډان جوړوي.

په پېښور کې د سياسي چارو خبريال ذوالفقار علي وايي د صوبې يا پارلیمان د ممبر يا وزيراعلا د ترقياتي کارونو سره هيڅ تعلق نشته، خو اکثر د خلکو دپاره د ترقیاتي منصوبو پرانستې دغه صوبايي واکمن کوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د خلکو پرمختيايي کارونه د مقامي نماينده وي، خو د صوبايي اسمبلۍ غړی يا وزيراعلا دا کارونه ځکه کوي چې په انتخاباتو کې پرې ووټونه واخلي له دې امله قامي نماينده ګانو ته ډېر اختيار نه کوي.

هغه وويل د بدقسمتۍ نه فنډونه په بلدياتي انتخاباتو کې وي، بيا د خلکو د الېکشن ګټه د دې کارونو په بنياد وي، بیا هيڅ کله د يوې پارټۍ حکومت هم چې د جمهوريت په نوم راشي هغه که د پي ټي ايي دی او که د بل ګوند هغه دې ته نه وي تیار چې د بلدياتو انتخابات دې وشي او ځايي حکومتونه دې کامیاب شي.

د پاکستان سپريم کورټ د پنجاب حکومت ته امر کړی چې په صوبه کې دې مقامي ادارې په ځای کړی شي او د پنجاب حکومت بيا د ادارو په ځای کولو ویلي خو ورسره یې د سپريم کورټ فېصلې ته د بيا کتنې د خواست هم ويلي دي.

د خېبرپښتونخوا حکومت هم بيا په مرحله واره توګه د بلدیاتي انتخاباتو کولو ویلي دي، او په لومړي مرحله کې يې په راتلونکې دسمبر کې د بلدياتي انتخابي عمل ترسره کولو ويلي دي.

خو په سيند او بلوچستان صوبو کې تراوسه پورې د دغه بلدیاتي عمل روانولو لا نه دي ویل شوي.

په لاندې سطح د مقامي حکومت د الېکشن د لارې قیام او مقامي نماينده ته د اختيار ورکولو په اړه د مردان پخوانی ناظم حمايت الله مايار وايي، پکارده جمهوري حکومتونه، مقامي حکومتونه مظبوط کړي، او دا هغه وخت کېدی شي چې جمهوري ادارې په مقامي سطح هم موجود وي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د پايداره پرمختيا دپاره مقامي حکومتونه ضروري وي ځکه دا په جمهوري طریقه کيږي او دغه ليډرشپ د صوبې او مرکزي کچې ته رسي او هغه د ولس په بنيادي مسلو خبر وي.

څيړونکی شمس مومند وايي، که د پاکستان تاريخ ته وکتل شي نو يو خو دا بلدياتي يا مقامي حکومتونه اييني تقاضه ده، سياستوال په خپله خوښه دغه بلدياتي انتخابات نه کوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، ډکټېرانو د خپلو ګټو دپاره بلدياتي انتخابات کړي ايوب خان، ضيا الحق او پروېز مشرف دا انتخابات کړي دي خو جمهوري حکومتونو د اختياراتو د وېش د خطر له امله مقامي حکومتونه نه دي جوړ کړي.

د پاکستان په ايين کې د بلدياتي یا مقامي حکومتونو ويل شوي او څيړونکي وايي څو پورې چې مقامي حکومتونه نه وي جوړ شوي حکومتونه نيمګړي وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG