لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیرستانيانو ته د افغانستان سره په پوله د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې


د شمالي وزیرستان نه منتخب شوي د صوبايي پارلیمان غړي او د صوبې د مرستو او ابادکارۍ وزیر محمد اقبال وزیر په خپله فیس بک پاڼه ویلي د افغانستان سره د غلام خان په پوله، ګربز ، ماداخېل ، سیدګي او کابل خېل قومونو ته اجازه ورکړل شوې چې د ځاي ملکانانو د تصدیق وروسته دوی د پولې دواړو خواو تګ راتګ کولی شي.

په دې اړه وي او اې ډيوه د اقبال وزیر سره د تماس هڅه کړې خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو.

د شمالي وزیرستان د انتظامیې یو چاواکي وویل دا اجازه یوازې هغو خلکو ته ورکړی شوې چې د پولې دواړو خواو ته خپل خپلوان او ځمکې يا پټي لري.

انتظامي چارواکي زیاته کړه د ضرب عضب عملیاتو وړاندې هم د سیمې خلکو په پوله تګ راتګ کولو خو د بدو پیښو د مخنيوي لپاره د ازغن تار لګولو له امله دا تګ راتګ تړل شوی وو.

هغه وویل د پولې دواړو غاړو ته د یو ورور کور د پولې دې غاړې پاکستان لوري ته او پټی يې د پولې پورې غاړې افغانستان لوري ته وي،او د بل ورور کور د پولې پورې غاړې او پټی دې غاړې ته وي او د يو بل سره رشتې هم لري.

دغه خلکو د ډیر وخت نه دا غوښتنه وه چې ومنل شوه او افغان طالبانو د انساني همدردۍ په اساس د دغه پریکړې هرکلی کړی.

شمالي وزیرستان د افغانستان د خوست صوبې سره پوله لري او ضرب عضب عملیاتو له امله دې پولې سره نزدې زیات خلک افغانستان ته کډه شوي چې پکې زیاتره خلک په کیمپونو او خپلو خپلوانو کره د کډوالۍ ژوند تیره وي او د واپسۍ غوښتنه کوي.

د ګربز قبیلې سره تړاو لرونکی شاکر ګربز وایي د دوی نیمايي قبیله د افغانستان په خوست ایالت کې مېشت ده، هغه زیاه کړه ترونه یې دي چې هغه په خوست کې دي او مور پلار يې په بنو کې او د دوی خویندې د تره په زامنو واده شوي خو د تیرو اووه کالو نه د لارې بندیز له امله د دوی لیده کاته نه دي شوي چې یو بل ته زیات ارزومند دي.

هغه وویل دغه سیمه د موبایل یا انټرنیټ اسانتیا نه لري او د یو بل په غم ښادۍ کې نه دي شریک شوي.

هغه وویل په تيرو شوو وختونو کې څو ځله د دوی سره په پوله د تګ راتګ اجازې ژمنې شوي خو بیا نه دي په ځای شوي. او که دا خبره رشتونې وي دا د علاقې د خلکو لپاره د خوشحالۍ زېری وي.

يو بل تن شریف الله وویل دوی د پکتیکا په لمن کې د چلغوزو ځنګلونه لري د کله نه چې دا لاره بنده شوې د دوی دغه ځنګلونو ته رسایي نه کیږي چې په خپله هلته لاړ شي او د چلغوزو فصل واخلي.

هغه دا هم وویل دوی په دومره موده کې د خپلو خپلوانو سره په غم ښادۍ کې نه دي شریک شوي. او په دې اړوند یې بیا بیا حکومتی چارواکو ته خواست هم کړی خو تر اوسه د دوی په غوښتنه عمل نه دی شوی.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکي وویل د امنیتی خدشاتو له امله دا پوله تړل شوې او د بدو پیښو مخنوي لپاره د پلې په زیاتو برخو ازغن تار لګول شوی خو په ازغن تار کې د داسې خلکو د تګ راتګ لپاره لارې جوړې کړی شوي دي؟4

دغه چارړاکي وویل کوم خلک چې تګ راتګ کوي د دې خبرتیا به د وړاندې نه په پوله موجود امنیتي ځواکونو ته ورکړل کیږی چې بیا د دوی په تګ راتګ کې خنډ نه وي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG