لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ سره سم پاکستاني طالبانو خپل بریدونه چټک کړي


څيړونکي وايي افغانستان کې د طالبانو واک کې د راتلو سره سم دپاکستان قبایلي ضلعو او د صوبې نورو برخو کې د پاکستاني طالبانو فعاليتونه سېوا شوي دي۔

د باجوړ ترڅنګ هم د چارشنبې په ورځ د پاکستان فوځ ويلي د خېبر پښتونخوا په هنګو ضلع کې په چېک پوسټ د وسله والو په ډزو کې يو عسکر وژل شوی، فوځ دغه پېښه تايد کړې ده،

د هنګو د بريد ذمه واري کوم وسله وال تنظيم په غاړه نه ده اخستې۔

بلخوا د بلوچستان صوبې په جنوبي ضلعه کېچ کې په يو بل چېک پوسټ ډزې شوي چې پکې يو عسکر وژل شوی. ځايې چارواکو د چارشنبې په ورځ دغه پېښه هم تايد کړې خو د روستیو معلوماتو ترمخه کوم وسله وال تنظيم د دغې پښې ذمه واري نه ده منلې۔

په تېرو څلورو ورځو کې پاکستاني طالبانو د خېبر پښتونخوا بېلا بېلو سيمو کې د پينځوؤ بريدونو ذمه واري منلې ده۔

څيړونکي وايي پاکستاني طالبانو اوس د شمالي او جنوبي وزيريستان نه وروسته نورو سیمو کې هم خپل عمليات چټک کړي دي۔

د چارشنبې په ماښام دباجوړ وړو ماموندو تير بانډګۍ سيمه کې د سړک دغاړې بمي چاودنه کې څلور عسکر وژل شوي وو۔

پوليسو ډيوه ته ويلي وؤ په وژل شوو کې دوه پوليس او دوه د ايف سي عسکر شامل وي۔

تير بانډګۍ علاقه د باجوړ ښار بازار نه دشمال، لويديز په لور نزدې ۳۵ کلوميټره لري او د افغانستان پولې ته څو کلوميټره نزدې پرته ده۔

د افغان طالبانو په واک کې له راتلو لس ورځې وروسته په باجوړ کې دافغانستان له لوري د وسله والو شوي برید کې دوه د پاکستاني فوځ عسکر وژل شوي وو۔

پاکستاني چارواکو ويلي وؤ په ځوابي ډزو کې يې وسله وال هم وژلي دي۔

ځايي خبريال حسبان الله ډيوه ته وويل په باجوړ کې ډيره موده وروسته داسې کومه بمي چاودنه شوي چي څلور عسکر پکې ووژل شو۔

څيړونکي وایي د نورو قبایلي ضلعو په څېر وړاندې باجوړ هم د وسله والو مضبوط مرکز ؤ چې مشري يې دپاکستان طالبانو يو مهم مشر فقير محمد کوله۔

دڅيړونکو په وینا په باجوړ کې به د القاعده غړي هم وخت په وخت ليدل کيدل او د ځایې طالبانو سره يې نزدې اړيکې لرلې۔

په افغانستان کې د طالبانو واک کې له راتلو روستو ويل کيږي چې فقير محمد هم دافغانستان طالبانو د زندان څخه خوشې کړی دی.

دڅيړنيزي ادارې فاټا ريسرچ سنټر دشميرو ترمخه په قبايلي ضلعو کي د اګست په مياشت کې په ۵۴ بريدونو کې د امنيتي ادارو او ځايې خلکو ۵۴ تنان وژل شوي او ۳۷ ژوبل شوي دي۔

دغسې د ستمبر په مياشت کې په ۲۴ بريدونو کې ۴۳ تنان وژل شوي او ۵۸ ژوبل شوي دي۔

د ادارې مشر منصور محسود ډيوه ته وويل د کال ۲۰۱۸ او ۱۹ نه راپدېخوا د طالبانو فعاليتونه په شمالي او جنوبي وزيرستان کې ډير ليدل کېدل خو اوس دغه فعالیتونه د خېبر پښتونخوا نورو ضلعو ته هم په بېړې سره غځيږي۔

دنوموړي په وینا چې کله پاکستاني طالبان په اول سر کې راغلل نو وړومبی یې عمليات د شمالي او جنوبي وزيرستان نه پیل کړل او بيا دغه عملیات ټولو قبايلي ضلعو ته وغځيدل او ښکاري چې په هغه طريقه اوس هم روان دي۔

منصور محسود زياته کړه چي کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي د هغې راپدیخوا پاکستان کې هم د وسله والو عمليات چټک شوي دي۔

د پاکستان فوځ په قبايلي ضلعو کې وخت په وخت عمليات کړي او د ضرب عضب او ردالفساد عملياتو روسته یې دعوه کړې وه چې دغه سيمي د وسله والو څخه پاکې کړی شوي دي۔

خو اوس هم وخت په وخت دغه علاقو کې امنيتي عسکر او ځايې خلک په نخښه کيږي۔

دپاکستان د فوځ وياند مېجر جنرل افتحار بابر په دې روستيو کې ويلي وؤ چې افغانستان کې څه رقم بدلون مخې ته راځي دوئ ګڼله چې اثرات به يې په پاکستان هم پريوځي۔

پاکستان د افغانستان په تیر حکومت تورونه لګول چې د پاکستان خلاف د وسله والو مرستې کوي او له هغه ځايه بريدونه پلان کوي۔

څو ورځې وړاندې د پاکستان دکورنیو چارو وزير شيخ رشيد ويلي وؤ چې پاکستان هیله لري چې افغان طالبان د پاکستان خلاف دعملياتو کوونکو وسله والو مخه ونيسي خو افغان طالبان بيا وايي چې د دوئ خاوره به د کوم بل هېواد په ضد نه کارول کيږي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG