لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

تحریک لبېک اسلام اباد ته د لاريون اعلان کړی، شېخ رشيد دهړکه ورکړې


په پاکستان کې لاقانونه ګرځول شوې ډلې (تحریک لبېک پاکستان، ټي اېل پي) اعلان کړی نن د جمعې (22 اکتوبر) په ورځ اسلام اباد ته لاريون کوي. خو د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد ویلي که تحریک لبیک وي او که د مخالفو ګوندونو ایتلاف پي ډي اېم ،که قانون په لاس کې اخلي نو قانون بیا په حرکت کې راځي.

ټي اېل پي د زيارت/ پنجشنبې په ماښام اعلان کړی او ويلي يې دي حکومت ته چې دوه ورځې کوم وخت ورکړی وو هغه پوره شوی د تحریک لبيک شورا پرېکړه کړې چې اسلام اباد ته د ناموس رسالت په نوم لاريون وکړي.

تحریک لبېک په اعلان کې حکومت ته د غوښتنو منلو دپاره 20 ساعته وخت بيا ورکړی چې غوښتنې يې ومني کنه بيا به احتجاج کوي.

ټي اېل پي د فرانس د سفير د ملک څخه بهر کولو، او د دغه ډلې د مشر سعد رضوي د خوشي کولو غوښتنې کړې وې چې د 21 اکتوبر پورې دې يې دغه غوښتنې ومنل شي.

بل لور ته د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید احمد ويلي د ناچله تنظیم تحریک لبیک په غوښتنه حکومت د فرانس سفیر له هیواده نه شي ویستلی.

شېخ رشید پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ (21 اکتوبر) ويلي د هیواد نه د فرانس د سفیر ویستلو معنا به دا وي چې مونږ دې د اروپایي اتحادیې څخه بهر شو او پاکستان داسې نه شي کولی.

تحریک لبېک سږکال د اپریل په میاشت کې د خپلو غوښتنو په پلوۍ هیواد کې د تشدد نه ډک احتجاجونه کړي وو چې د سرکاري شمېرو له مخې د 800 نه د زيات پـوليس عسکرو پکې ژوبل شوي او شپږ وژل شوي وو.

د دغو احتجاجونو په مهال که د پاکستان حکومت په 15 اپرېل 2021 دغه ډله ناقانونه ګرځولې وه خو وروسته حکومت د دې ډلې سره یو تړون هم لاسلیک کړی وو او د کورنيو چارو مرکزي وزير شيخ رشيد اعلان کړی وو چې د تحريک لبيک د غوښتنې په اساس به حکومت د هیواد نه د فرانس د سفیر د ویستلو قرارداد پارلیمان ته وړاندې کوي.

وروسته بیا د فراس سفیر د برخلیک په اړه پارلیمان پرېکړه لیک هم وړاندې کړل شوی وو خو وزیراعظم عمران خان ویلي ووکه چرې پاکستان د خپل هیواده د فرانس سفیر وباسي نو په احتمالي توګه یورپي یونین په دې سخت غبرګون ښودلی او د غربي هیوادونو څخه دپاکستان ټول 27 واړه سفیران بېرته پاکستان ته راتللی شي.

شېخ رشید پخپلو تازه څرګندونو کې دا هم ویلي که تحریک لبیک وي او که د مخالفو ګوندونو ایتلاف پي ډي اېم ،که قانون لاس کې وانه خلي نو هیڅ نه شي کولی او که چرې قانون یې په لاس کې واخستو نو بیا قانون به دوی په خپل لاس کې واخلي.

XS
SM
MD
LG