لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان ولې د پاکستان او ترکي ګډې ډرامې د جګړې په موضوعاتو غواړي؟


پاکستان او ترکي به په ګډه د صلاح الدين ايوبي په ژوند د ټي وي ډرامې سيريز جوړوي، د پاکستان وزير اعظم عمران سره د پاکستاني او ترکي پروډيوسرانو له ليدنې روستو يو خبر کې ويل شوي ددې ډرامې په جوړولو به د راتلونکي کال د اپرېل مياشتې نه کار پېل کيږي۔

وزير اعظم عمران خان ددې ډرامې په اړه ويلي چې دځوان نسل اسلامي تاريخ نه خبر ساتلو د پاره به د نوؤ طريقو نه ګټه پورته کول وي او د روايتي طريقو ترڅنګ به په عصري انداز تاريخي کیسې، ډرامې او فلمونه جوړول وي۔

عمران خان ويلي دصلاح الدين ايوبي داسې يو کردار دی چې په اروپا کې یې هم مثالونه ورکړل کيږي۔

تاريخ پوهان وايي دصلاح الدين ايوبي تعلق د کردو قبيلې سره ؤ اؤ نوموړي په سلګونو جنګونو کې برخه اخستې وه خو ددې ترڅنګ څېړونکي دا نظر هم لري چې په موجوده حالاتو کې دا سيمه د سخت دریځۍ او تندلاریتوب سره مخ ده دا رقم ډرامې د تشدد مفکورې ته د ودې ورکولو لامل ګرځیدای شي۔

محقق او ليکوال نورالامين يوسفزي ډيوه ته وويل په دې ټولنه کې ديني اتلانو ته په درنه سترګه کتل کيږي خو ددې سيمي معروضي حالات داسې دي چې باید په هغه خلکو ډرامې او فلمونه جوړ شي چې د امن اؤ د عدم تشدد د پاره يې کار کړی وي۔

دې نه وړاندې دترکي ارطغرل ډرامه هم پاکستان کې ډيره زیاته کتل شوې او د پاکستان سرکاري ټې وي باندې د اردو ترجمې سره دغه ډرامه ښودل شوې وه۔

څيړونکي وايي دارطغرل ډرامې اغېزې اوس دپاکستان په لارو کوڅو کې هم ښکاري اؤ ماشومان دخپلو روایتي ټولنیزو لوبو په ځائ د تورو او ټوپکو سره لوبې کوي۔

دې نه وړاندې په خېبرپښتونخوا کې به په سي ډي ډرامو هم نيوکې کېدې چې پکې د ټوپک استعمال او مرګ ژوبلې ښودل کيدې۔

خبريال او څيړونکي شاه رضا شاه ډيوه ته وويل ځوانان د مذهب په نوم د تشدد لوري ته بوتلل يو خطرناک عمل دی،

هغه وایي دداعش او طالبانو په څېر تنظيمونه هم د ټوپک د لاري اسلامي نظام غواړي او دغسې ډرامې او فلمونه د ځوانانو ذهنونه دې ته جوړ کړي چې د ټوپک د لارې مذهي نظام خورېدی شي۔

شاه رضا شاه زياتوي حکومت دداسې ډرامو او فلمونو دلارې د خلکو نظر په حقيقي ژوند کې ورپېښو مسلو نه اړول غواړي۔ لکه موجوده وخت کي بنيادي اولسي مسله د ګرانۍ ده او بې وزله خلکو ته ژوند کول ګران شوي دي۔

تر دې وړاندې هم سږکال داپریل په میاشت کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ چې دکورني نظام د ژغورلو اؤ بې حیایۍ دمخنیوي په خاطر یې دګڼ شمیر نورو ګامونو اخستو ترڅنګ د ترکي ډرامه هم پاکستان ته راوړې ده.

خو دعمران خان په دغه څرګندونو هغه مهال دپېښور دسرکاري راډیو پخوانی مشر، وتلی شاعر اؤ لیکوال ښاغلی لائق زاده لائق ډیوه ته ویلي وؤ دترکي د ډرامې پاکستان ته په راوړلو وزیراعظم عمران خان بې حیایۍ خورولو اؤ کورني نظام تباه کولو ته لاره هواره کړې ده.

په دې وروستیو کې وزیراعظم عمران خان قام ته د ترکي د ډرامو ارطغرل،یونس ایمری اؤ د ترک لیکوالې دتصوف په اړه دلیکل دشوي ناول "دمینې څلویښت اصول" نه د جوړې شوې ډرامې دکتلو وړاندیزونه کړي وؤ.

د یادو ډرامو د وړاندیزونو په هکله دپېښور پوهنتون د سولې او شخړو د مطالعاتو د څانګې پروفېسر ډاکټر جمیل احمد چترالي وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ‌ عمران خان دپاکستان وزیراعظم دی خو هغه تر اوسه دکرکټ دلوبغاړي دسوچ نه ځان نه دی ویستلی ځکه چې د وزیراعظم کار خو دا وي چې د ولس دپاره خپلې منصوبې پیل کړي.

د جمیل چترالي په وینا ” پکار خو داده چې وزیراعظم دخپل تاریخ،دخپلو معروضي حالاتو اؤ دخپل کلتور دننه ولس دپاره تخلیقات اؤ سوچونه مخې ته راوړي اؤ دهغې دلارې ولس کې شعور بیدار کړي”

لیکوال اؤ شاعر لائق زاده لائق هم وایي زمونږ په خپل هیواد اؤ دې سیمه کې ډیر پیاوړی ادب تخلیق شوی اؤ خپله صوفیانه شاعري اؤ ادب هم دخپل چاپیرچل اؤ نفسیاتو په رڼا کې لرو باید چې دا هرڅه قام ته رابرڅېره کړو .

هغه وایي که مونږ هغه کلتور را اخلو چې زمونږ د ژوند سره تړاؤ نه لري اؤ هغه کردارونه مونږ پخپل ورځني ژوند کې نه لرو نو هغه زمونږ په ژوند هیڅ مثبت اغېزه نه شي کولی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG