لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډالر دبیعې لوړیدو په اړوند داسټیټ بینک دګورنر په څرګندونو سختې نیوکې شوي


دپاکستان داسټیټ بینک ګورنر رضا باقر وایي چې دډالر مقابله کې د روپۍ په ارزښت کې د کمي څخه دبهرنیو هیوادونو نه هیواد ته پیسې رالیږونکو پاکستانیانو ته ګټه ترلاسه شوې ده-

دبرتانیې مانچسټر ښار کې دپاکستانیانو سره خبرو کې تیره ورځ رضا باقر ویلي وؤ چې هره اقتصادې تګلاره څه خلکو ته ګټه او څه ته زیان رسوي او د روپۍ په مقابله کې د ډالر په بیعه کې زیاتوالي څخه که چرته څوک د ستونزو ښکار شوي نو څه خلک ګټه هم ترلاسه کوي-

دپاکستان مرکزي وزیران داسټیټ بینک دګورنر ددغه بیان دفاع کوي خو څیړونکي د دوئ دغه بیان په داسې حال کې ډیر غیر ذمه وارانه بولي چې دپاکستان اقتصاد دوړاندې څخه د ستونزو ښکار دی.

پاکستان کې د امریکایي ډالر بیعه د تاریخ ترټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده اؤ دامهال په هیواد کې یو ډالر په ۱۷۴پاکستاني روپیو پلورل کیږي.

د اسلام اباد د سیټ پوهنتون د اقتصادیاتو د څانګې مشر ډاکټر اشفاق حسن وايې دا د ناپوهۍ ډک بیان دی ځکه چې دوئ د بهرنیو هیوادونو د کورنیو خبره کړې خو دا خبره یې هیره کړې ده چې دا د۲۲ کروړه خلکو هیواد دی-

هغه وایي د ډالر د بیعې د زیاتوالی څخه قام تیرو څلورو میاشتو کې شاوخوا د۱۹۰۰ بیلینو روپو قرضداره شوی دی- او شاوخوا ۷۶ بیلینه ډالره سود په پاکستان زیات شوی دی،او دا هم په داسې حال کې ده چې یو ډالر هم نور پور نه دی اخستل شوی-

اقتصاد پوهه پروفیسر زلاکت خان وایي د روپۍ په ارزښت کې کمی د هغه هیوادونو د پاره ښه وي چې صادرات یې زیات وي څه رنګه چې چین دی خو پاکستان چې صادرات یې د نشت برابر دي، د تیرې څه مودې راهسې د پاکستان د وارداتو یا امپورټ بل هم ډیر زیات دی،

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي دپاکستاني روپۍ د ارزښت کمیدو له امله دپاکستان په اقتصاد ډیرې بدې اغیزې کیږي-

د روپې د غورځېدونکې بیعې له امله پر حکومت او وزیراعظم عمران خان سختې نیوکې کیږي او پر ټولنیزو رسنیو د دوئ هغه بیانو تکرار کیږي چې پکې عمران خان واک ترلاسه کولو څخه وړاندې دډالر په بیعه کې د اضافه دهغه وخت دحکومتونو نااهل ګرځولې وه-

کال ۲۰۱۸م کې یوې جلسې ته وینا کې عمران خان ویلې وؤ، کله چې دغه دواړه راغلي وو زردارې او نواز شریف یو ډالر په شپیته ۶۰ روپۍ ؤ نن یو ډالر ۱۲۵ روپو ته رسیدلی دی-

هغه ویلي وؤ د ډالر دبیعې لوړیدو څخه ولس نور بې وزله کیږي خو د شریف کورنۍ او زرداري پیسې زیاتیږې چې بهرنیو هیوادونو کې پرتې دي-

د ډالر د بیعې زیاتیدو وروسته د وزیر اعظم په توګه عمران خان په ورستیو کې ویلې وؤ چې د روپۍ دبیعې راوغورځولو څخه نه دی خبر کړی شوی-

هغه په تیرو ورځو کې د روپۍ په بیعه کې د ثبات راوستلو ژمنې هم کړې وې-

تیره ورځ دنړیوال میګزین دي اکانمسټ له اړخه خپور شوې یو رپورټ ترمخه د ګرانۍ له مخې د نړۍ په ۴۳ هیوادونو کې د پاکستان نوم په ۴ نمبر دی-

د څیړونکو تر مخه د ډالر د زیاتې بیعې له امله پاکستان کې دخوراکي شیانو بیعې هم لوړې شوي اؤ باوجود ددې چې پاکستان یو زرعي هیواد دی خو بیا هم زیاتره خوراکي مواد د نورو هیوادونو څخه راغواړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG