لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لکي مروت: د پښتو ژبې ياد شاعر او ليکوال عبدالرحيم مجذوب په حق ورسېد


د پښتو ژبې ياد شاعر او ليکوال عبدالرحیم مجذوب د 86 کالو په عمر کې د خېبر پښتونخوا د لکي مروت د سرای نورنګ په مينداد خېلو کې په حق ورسېد او هم نن د خالي/ شنبې په ورځ (23 اکتوبر) به په خپل کلي کې خاورو ته سپارلی شي.

د مجذوب د کورنۍ په وېنا ارواښاد د تیرو څو ورځو نه ناروغه او په بيا ورته کرونا هم شوې وه.

د باچا خان پوهنتون د پښتو څانګې مشر ډاکټر محب وزیر وايي، عبدالرحيم مجذوب د خانانو په کورنۍ کې زېږېدلی، لسم ټولګی يې د سرای نورنګ نه پاس کړی، دولسم يې د ډېره اسماعيل خان او څوارلسم يې د پېښور اسلاميه کالج او بيا يې د پېښور پوهنتون د لا کالج څخه د وکالت ډګري ترلاسه کړې وه.

ښاغلي وزیر چې په مجذوب کتاب ليکلی وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، عبدالرحيم مجذوب د جديد ادب د شلمې پېړۍ په ادب کې د ښکاره نوم په توګه پېژندل کيږي. مجذوب په پښتو ادب کې د رومانټسزم په حوالې سره ځانګړی حيثيت درلود، کومو کسانو چې په پښتو کې رومانټسزم ته رواج ورکړی په هغو کې د مجذوب نوم په ټولو کې سرفهرست دی.

هغه وويل په پښتو کې ایوب صابر په ډېره مېړانه سره د ازاد نظم پېل يا وکالت کړی خو نوموړی دعوه کوي که څوک په ازاد نظم پوهېده نو هغه مجذوب وو.

په قايداعظم پوهنتون کې د پاکستان سټډيز د څانګې ډايريکټر حنيف خليل وايي، عبدالرحيم مجذوب یواځې شاعر نه وو، هغه يو ډېر عالم فاضل شخصيت او کره نقاد وو، هغه محقق هم وو د هغه په ګڼو مجلو کې تحقيقي مقالې چاپ دي. هغه افسانې او ډرامې هم ليکلي دي خو دغه حوالې عموما په بحث کې نه راځي د هغه صرف د شاعر حواله په بحث کې راځي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، مجذوب د نظم ډېر لوی شاعر دی او په نظم کې يې فلسفيانه، مقصيديت او رومانوي رنګ هم شته خو د موضوعاتو په حواله د هغوی ډېره څرګنده حواله د يوناني تلميحاتو ترجماني کول يا يوناني تاريخ او تلميحات د خپلې شاعرۍ برخه جوړول چې هغه خپل مقصدیت او رومانيت د شعر په ژبه پېش کړي.

هغه زياته کړه، عبدالرحيم مجذوب زمونږ نه جدا شو، خو د هغوی فکر، پوهه او ادبي خدمات به چري نه مري دا بل تل ژوندي وي.

د مجذوب د پښتنو پوهانو سره ناستې

محب وزير وايي، ارواښاد د پښتو ادب د يادو مشرانو شاعرانو، اديبانو لکه قلندر مومند، صاحب زاده ادريس، پرېشان خټک، ډاکټر اسرار او ګڼو نورو سره يو ځای پاتې شوی، او د پېښور پوهنتون کې يې د ځلمي ليکوال په نوم ټولنه جوړه کړې، اولسي ادبي جرګې ته به یې تګ راتګ کولو.

هغه زياته کړه د لا کالج نه وروسته هغه بنو ته راغلو وکالت يې پېل کړو او په بنو کې يې د ولسي تنقيدي ټولنې په نوم د يو تنظيم بنياد اېښودی او دغلته ورسره سعدالله برق، عقاب خټک، طاهر کلاچوي او غازي سيال ترڅنګ نور مشران نزدې پاتې شوي دي.

د مجذوب کتابونه

عبدالرحیم مجذوب د زيړ ګلونه، لال او کوتي لال، دارالاوهام، د ميني تنده، د مجذوب کليات، د کلياتو دوېمه برخه او د کلياتو درېمه، د مروتو کسرونه، د نور مظهرونه (په روحانياتو) چاپ کتابونه دي او ګڼ شمېر مقالې او افسانې يې هم ليکلي دي.

په مجذوب ليکل شوي کتابونه او څيړنې

په ارواښاد مجذوب باندې محب وزير د (مجذوب د شاعرۍ تنقيدي مطالعه) کتاب ليکلی، احمد جان مروت پرې (درد او مجذوب) بل کتاب ليکلی، په کراچۍ کې پرې د (مجذوب نمبر) چاپ شوی، د مانسهرې پوهنتون نه پرې د شپاړسم ډګري او په باچا خان پوهنتون کې پرې (د مجذوب په شاعرۍ کې کردار نګارۍ) باندې اېم فل روان دی.

د عبدالرحیم مجذوب درې زامن او څلور لوڼه دي، ډاکټر فضل رحيم مروت (د باچا خان پوهنتون پخوانی وايس چانسلر، کرنل حليم او فضل کريم د هغه زامن دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG