لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د وزيرستان نه تښتول شوي څلور کسان خوشي کړل شوي دي


د شمالي او جنوبي وزیرستان نه د وکیل عتیق داوړ او انجنیر همایون داوړ او د هغو سره یو بل تښتول شوی تن خوشي کړل شوي دي. د دې ترڅنګ د جنوبي وزيرستان د مکین سيمې نه تښتول شوي د اېس ار اېس پي ادارې انجنیر شفیع الله ګنډا پور هم خوشی شوی دی.

عتیق داوړ او انجنیر همایون داوړ د فروري په 22 نیټه د شمالي وزیرستان شیوه سیمې نه نامالومو کسانو سره د شپږو نور غړو تښتولي وو چې پکې د یو کس وسله والو د وژلو دعوه کړې خو پیژندګلو یې نه وه څرګنده کړې.

شفیع الله ګنډاپور تیر کال د اکتوبر میاشت کې د جنوبي وزیرستان مکین قلندر کلي نه د یو بل انجنیر حمزه سره تښتول شوی وو.

د يادو کسانو په وروستيو کې دوه ويډیوز مخې ته راغلې وې چې پکې د دوي سره په پټ مخ وسله په لاس کسان په ويډيو کې ليدل کېده او دوي په خپله د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کوله چې دوی دې وژغوري. د دوی ژوند په خطر کې دی، دوی ويلي وو څو ورځې وړاندې له دوی نه یو کس یاسر عباس وسله والو وژلی او دوی ته ویل کیږي که حکومت یې غوښتنې نه مني دوی به هم ووژني.

په دغه ويډيو کې دوي د اغواکارو يا تښتوونکو يادګېرنه کړې وه چې پکې د طالبانو ایشین ټایګر تنظيم نوم يې څرګند کړی وو.

د شمالي او جنوبي وزيرستان انتظاميې تاييد کړې چې دغه تښتول شوي کسان بيرته راغلي دي.

د انتظامیې چارواکو ويلي د دغو کسانو د خوشي کولو په موخه يې د تښتوونکو سره د خبرو دپاره يوه جرګه جوړه کړې وه او د مرکزي او صوبايي حکومت سره په رابطه کې وو او د يادې جرګې په هڅو دا کسان خوشي کړی شوي دي.

سرچينې وايي د دغو کسانو په سر تاوان ورکړی شوی خو انتظامیه په دغه اړوند څه نه دي ويلي.

دغه چارواکي وویل تیره میاشت هم درې کسان دوی ته سپارل شوی وو چې پکې مسعود رحامن، شاهین شاه داوړ او یو د جنوبي وزیرستان نه تښتول شوی انجنیر حمزه شامل وو. او څلور کسان پرون خوشي شوي چې پکې انجینر همایون داوړ او وکیل عتیق داوړ شامل دي.

دغه تښتول شوي کسانو کورنې هم د دويي د خوشي کېدو خبر تاييد کړی دی.

بل لور ته د شمالي وزیرستان ضلع کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو په جګړه کې د پاکستان پوځ ویلي دوه عسکر او دوه وسله وال وژل شوي دي.

پوځ ويلي امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو په بنیاد په میرانشاه کې چاپه وهله او بيا د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د ډزو تبادله شوې او دو عسکر پکې وژل شوي او دوه نور ټپي شوي دي.

پوځ ويلي دوه وسله وال هم وژل شوي، او په سيمه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

امنیتي سرچینو تیره ورځ وي او اې ډیوه ته ویلي وو تیره شپه د میرانشاه په همزوني خټي کلي سیمه کې وسله والو د امنیتي سر تیرو په پوسته برید کړی چې تر ډېر ساعت د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر مینځه نښتې دوام لرلو او د امنیتي سرتیرو ځوابي ډزو کې دا برید په شا تمبول شوی دی.

همزوني د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه نه پينځه کلومیټره لرې سویل لویدیځ سیمه ده او دغلته د پاکستان پوځ په کال 2014م کې عملیات کړي او داسیمه د وسله والو نه پاکه ګرځول شوې وه.

د دې رپورټ خپرېدو پورې د دغه پېښې زمه واري چا نه ده منلې خو د روانې د اکتوبر په میاشت کې یوازې په شمالي وزیرستان کې په امنیتي سرتیرو د برید کولو دا پینځمه پېښه ده. چې پکې لس پاکستاني عسکر وژل شوي.

تیر شوي بریدونه د شمالي وزیرستان شیوا، سپن وام او ګړیوم سیمو کې شوي دي او دغه پیښو زمه داري د پاکستاني طالبانو ډلې منلي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG